د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د روسیې ولسمشر د ۱۴۵ میلیارد ډالرو په اندازه دفاعي بودیجه تصویب کړه


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د راتلونکو کلونو په مخه د ۱۴۵ میلیارد ډالرو په اندازه دفاعي بودیجه تصویب کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو کلنه بودیجه تصویب کړه چې له مخې به یې د راتلونکي کال په پوځي او دفاعي برخو کې لګښتونه بې ساري کچې ته لوړ شي.

د دې بودجې تصویب ښيي چې روسیه د اوکراین د ماتولو له هوډه نه ده په شا شوې.

د دې بودیجې په اړه د معلوماتو له مخې چې د یکشنبې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه د دې هېواد په دولتي ویبپاڼه کې خپور شو، د ۲۰۲۵م کال لپاره د ټولې بودیجې ۳۵ اعشاریه ۵ فیصده دفاعي او پوځي سکتور ته ځانګړې شوې، په داسې حال کې چې دا شمېره د سږ کال لپاره ۲۸ اعشاریه ۳ فیصده ښودل شوې ده.

د بودیجې دغه طرحه چې په تېرو لسو ورځو کې د روسیې د پارلمان د دواړو جرګو له‌خوا تصویب شوه، ښيي چې د دفاعي سکتور بودیجه ۱۳.۵ تریلیون روبلو ته رسېدلې ده چې د ۱۴۵ میلیاردو ډالرو معادل ده.

دا بودیجه د سړې جګړې له وخته بې سارې ده.

د روسیې د دفاعي بودیجې په زیاتېدو د عامه خدماتو د بودیجې یو پر درېیمه برخه کمه شوې ده.

سره له دې، حکومت دغه بودیجه "متوازنه" بللې او زیاته کړې یې ده چې تمه ده د بودیجې کسر به نیم سلنې ته راښکته شي، په داسې حال کې چې د روان کال لپاره دا شمېره ۱،۷ سلنه اټکل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه له ۳۲ میاشتو راهیسې روانه ده او په دې جګړه کې د حکومتي بودیجې د لګښتونو زیاتوالي په تېره یوه میاشت کې د روسیې اقتصاد بې ثباته کړی، ځکه چې د دغه هېواد چارواکو د اوکراین په جګړه کې د داوطلبو جنګیالیو معاشونه او امتیازات زیات کړل.

د روسیې د بریدونو له کبله د اوکراین یوه ویجاړه شوې ودانۍ
د روسیې د بریدونو له کبله د اوکراین یوه ویجاړه شوې ودانۍ

خو د داوطلبو سرتېرو لپاره د امتيازاتو زياتوالي د کار ځواک کم کړی او د لومړنیو موادو بيې ډېرې لوړې شوې دي.

مرکزي بانکونه هڅه کوي چې د روسیې اقتصاد کنټرول کړي او سږ کال یې د سود کچه دومره لوړه کړې تېرو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

دې چارې د خلکو پر ژوند او راکړې ورکړې منفي اغېز کړی دی.

د املاکو پېر او پلور بند یا کم شوی او خلک نشي کولی خپل بانکي پورونه تادیه کړي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړ او دا جګړه لا هم روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG