افغانستان
طالبان: د امو دريا نفتي حوزه کې د ۱۸نورو څاګانو د کېندنې چارې پيل شوي
د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د امو دریا په نفتي حوزه کې د ۱۸نورو استخراجي څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې، دا څاګانې د افغانستان او چین د یوه ګډ شرکت اف چین لهخوا کېندل کېږي او کال ته به بشپړې شي.
د اف چین شرکت ویاند امرالدین عليزي ویلي چې، دا څاګانې په قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای سیمو کې موقعیت لري.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت څه وخت مخکې ویلي وو چې یوه چینايي شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت په امو دریا حوزه کې د ۱۸ نفتي څاګانو کېندل پیلوي.
د نفتي څاګانو کېندل به د کال پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ولري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له داعش سره پر روانې مبارزې خبرې شوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، ځانګړي استازي یې د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له اسلامي دولت ډلې/داعش سره پر روانې مبارزې خبرې کړي.
دغه وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فیصل بن عبدالله ال حنزاب دا خبرې د همدغو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې کړې دي.
خبرپاڼه کې د داعش د اوسني ګواښ او دا چې له دغې ډلې سره مبارزه څه ډول روانه ده، معلومات نه دي ورکړل شوي.
فرانسوي څیړونکو او چارواکو د تیرې نومبر میاشتې په دیارلسمه وویل، داعش اوسمهال په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې فعالیت لري چې پخوا ته په کتو کمزوری شوی دی.
دوی دا څرګندونې د پاریس د خونړي برید په لسمه کلیزه کې وکړې، هغه برید کې چې د داعش څو وسله والو او ځانمرګو بریدګرو ۱۳۰ تنه ووژل.
جرمن میشتو افغان فعالانو ملي ډیالوګ د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لاره وبلله
د جرمني په فرانکفورت ښار کې لسګونه افغان فعالانو او ځوانانو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه غونډه وکړه او ملي ډیالوګ یې یوه جدي اړتیا وبلله.
د افغان ښځو د کار، زده کړو او ټولنیز ګډون له حق څخه دفاع د دوی د بحثونو د سر موضوع وه.
د " ملي مرکې " تر عنوان لاندې دغه غونډه د دسمبر په شپږمه جوړه شوې وه، خو خبرپاڼه یې پرون ماښام ازادي راډیو ته رسېدلې ده.
د دوی د خبرپاڼې له مخې " تر هغو چې د افغانانو بېلابیل نظرونه او غږونه وانه وریدل شي " افغانستان ثبات او ښې راتلونکې ته نه شي رسیدلی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو د تعلیم، کار او سفر په ګډون بېلابېل بندیزونه لګولي چې وخت ناوخت یې نړیوال بنسټونه او افغان فعالان په اړه اندیښنې څرګندوي.
په ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي
د هند په ساحلي ښار ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي دي.
د ګوا اعلی وزیر پرامود ساونت نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې درې-څلور بهرني سیلانیان هم قربانیانو کې شامل دي، خو د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه د همدغه کلب په پخلنځي کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له کبله شوې ده.
د ښاغلي ساونت په خبره درې تنه د اور د لمبو او پاته نورو د اکسیجن د کموالي له کبله مړه شوي دي.
د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله، ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا را روانه چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی دی، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې دغه غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله ترسره کیږي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو په څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
طالبان بیا د بشري حقونو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي او وایي، پر ښځو لګول شوي بندیزونه شرعي او دودیز بنسټ لري.
د دوی له دې استدلال سره بیا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ګڼ شمېر افغانان یوه خوله نه دي.
ملګري ملتونه: کارځایونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیز، ژوند ژغورونکي خدمتونه متاثره کړي
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز ټیک درې میاشتې پوره شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.
دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دوی اړمنو افغان ښځو او نجونو ته هغه وخت په خوندي ډول خدمتونه کولای شي چې ښځینه کارکوونکې یې د ازاد فعالیت اجازه ولري.
دوی یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګول شوی دغه بندیز لرې کړي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې رسنیو د طالب چارواکو په حواله ویلي، دا بندیز د دوی د مشر د هغه فرمان یوه برخه ده چې له مخې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو ګډون منع شوی دی.
د قطر او ازبکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د قطر د صدراعظم سلاکار او د بهرنیوچارو وزارت رسمي ویاند مجید محمد آل انصاري د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت پرون (د لیندۍ ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل چې دې چارواکو د دوحې د فورم د ۲۳ مې غونډې په څنډه کې سره وکتل.
د بیان له مخې د دوی په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده نن، د دوحې د فورم په دوهمه ورځ د افغانستان په اړه بحث وشي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به په سیمه ایز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه خبرې وشي.
د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ مرمې چاودنې درې کسان وژلي دي
په ننګرهار ولایت کې د پخوانیو جګړو له وخته د پاتې مهماتو د چاودنې په پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
دا خبر طلوع نیوز او د افغانستان نورو کورنیو رسنیو په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند سیدطیب حماد له قوله ورکړی دی. ښاغلي حماد ویلي دي چې دا پېښه د کامې ولسوالۍ په ده غازي کلې کې شوې او په وژل شویو کسانو کې دوه وروڼه وو.
نوموړی زیاتوي چې چاودنه د زړو وسپنو په یوه پلورنځي کې شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو په چاودنو کې هره میاشت له ۵۵ ډېر کسان مړه یا ټپیان کېږي.
په راپور کې راغلي دي چې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۳،۳ میلیون وګړي، د هغو سیمو په یو کیلومتري واټن کې اوسيږي چې د ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر پکې دی.
د طالبانو مرستیال ویاند وايي، په سپین بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره نښتو کې پنځه تنه وژل شوي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کندهار ولایت په سپین بولدک کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښتو کې د یوه طالب سرتېري او څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
له دې مخکې د سپین بولدک ولسوال عبدالکریم جهاد فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي و، چې په بېګانیو نښتو کې څلور نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو تایید کړې ده چې بېګا د دواړو خواوو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو تبادله وشوه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې جګړه پاکستاني لوري پیل کړه خو د پاکستان د صدراعظم ویاند مشرف زایدي پر ایکس شبکې په یوه بیان کې دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې برید لومړی د افغانستان له لوري پیل شو.
پاکستان تل د افغانستان د طالبانو رژیم د ټي ټي پي او نورو پاکستان مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله په خپله خاوره کې حل کړي.
د آسټرالیا د طالبانو د حکومت پر څلورو چارواکو بندیزونه اعلان کړل
آسټرالیا د هغه څه له کبله چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره مخ په خرابېدو وضعیت بلل شوي، د طالبانو د حکومت پر څلورو چارواکو د سفر او مالي بندیزونه اعلان کړل.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې په دې چارواکو کې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني او درې تنه وزیران شامل دي. د خبر له مخې د آسټرالیا د بهرنیوچارو وزیرې پیني وونګ ویلي چې دا چارواکي پر افغان ښځو او نجونو په وروستیو لګېدلو محدودیتونو او د قانون له حاکمیت او ښې حکومتولۍ په سرغړونو کې دخیل وو.
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې د آسټرالیا دا اقدام غیرعادلانه بللی دی. دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آزادۍ راډیو ته وویل چې د دوی حکومت له آسټرالیا سره هېڅ راز اړیکي نه لري. سرچینې زیاته یې کړه چې حکومتونه باید خپل دریځونه د افغانستان شرایطو ته په پام اعلان کړي.
آسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي حضور پرمهال نژدې دوه لسیزې د طالبانو پرضد په جګړو کې برخه لرله خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یې خپل ځواکونه له دې هېواده وایستل.
د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو د قاضي القضات او همداراز د دې ډلې د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د نیولو حکم صادر کړ، خو طالبانو وویل چې دا محکمه په رسمیت نه پېژني.
په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په بیګانیو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی وايي، د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو په نښتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي.
د سپین بولدک ولسوال عبدالکریم جهاد فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې په بېګانیو نښتو کې څلور نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو تایید کړې ده چې چې تېره شپه د دواړو خواوو ترمنځ د درنو وسلو تبادله پیل وشوه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې جګړه پاکستاني لوري پیل کړه خو د پاکستان د صدراعظم ویاند مشرف زیدي پر ایکس شبکې په یوه بیان کې دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې برید لومړی د افغانستان له لوري پیل شو.
پاکستان تل د افغانستان د طالبانو رژیم د ټي ټي پي او نورو پاکستان مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله په خپله خاوره کې حل کړي.