د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

افغانستان کې بې‌وزلي او د ژمي پیل؛ یو شمېر کورنۍ: دې ژمي لپاره د سون هیڅ ډول توکي نه لرو


ارشیف: په افغانستان کې د یو شمېر بې وزله کورنیو کورونه
ارشیف: په افغانستان کې د یو شمېر بې وزله کورنیو کورونه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم مخ په پېلېدو دی یو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي، دې ژمي لپاره د سون هیڅ ډول توکي نه لري.

۶۰ کلنه زر بي بي وايي، د ژوند ناخوالو داسې په مخه کړی چې له دې ګردابه د وتلو هیڅ لار نه ده ورمعلومه.

دا چې د کابل په ختیځ سیمه پلچرخي کې اوسېږي، خپله هم کونډه ده او د دوه نورو کونډو په کډون چې یوه بن او بله یې د زوی مېرمن ده د یوې ۱۴ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده.

زر بي بي وايي، په ځمکه د سرسیوری نه لري او په اسمان ستوری او په دومره لوی شمېر د کورنۍ غړي د ژوند له سختیو سره مبارزه کوي.

هغې وویل، نارینه اولاد ترې الله واخیسته او اوس ورته د هغه کونډه او ماشومان هم ورپاتې دي.

نوموړې زیاته کړه: "۱۴ نفري ټوله کورنۍ ماته راپه غاړه ده، دومره سخته ده چې خپله ناروغي مې هېره ده، بس د ګاونډیانو په خیرات او زکات ژوند تېروو، دوی هم چې ورسره وي، موږ سره همکاري کوي، که‌نه کرار د الله هیلې ته ناست یو."

زر بي بي چې د پکتیا اصلي اوسېدونکي ده، وايي چې په خپل کلي کې د استوګنې هیڅ ځای نه لري.

دا وايي، د ژمې په راتګ چې هیڅ ډول تیاری نه ورته حیرانه ده چې څه به کوي.

له یوې خوا د ماشومانو ناروغۍ او له بلې خوا په کور کې د سون توکو نه درلودل هغه څه دی چې په خبره یې د ژمي په موسم کې به یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

زر بي بي وايي: ډېر بد حالت کې ژوند کوو، ماشومان مې ناروغان دي، ټول سینه او بغل دي، بس الله دې راباندې ورحمېږي.

هغه زیاتوي: "هیڅ شی په کور کې نه‌شته، نه لرګي شته نه بخارۍ شته، د کور کرایه راباندې پاتې ده، ماشومان مې ناروغان دي، ډېر بد حالت کې ژوند کوو، ماشومان مې ناروغان دي، ټول سینه او بغل دي، بس الله دې راباندې ورحمېږي."

زر بي بي وايي، د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یې د بېلابېلو طالب چارواکو دروازې ټکولي خو تراوسه یې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې واک د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په افغانستان کې فقر او بې‌وزلي زیاته شوې ده.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال له نړیوالو غوښتي وو چې که غواړي په نړۍ کې بې‌وزلي ختمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د اکټوبر پرون په ۲۷مه په یو راپور کې ویلي چې دا مهال په ټول افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر بې وزله کورنۍ
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر بې وزله کورنۍ

که څه هم د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش پرون په خپل ایکس‌پاڼه په یو بیان کې ویلي چې دغه وزارت په تېرو ۵ میاشتو کې لس میلیارده او ۴٠٩ میلیونه افغانۍ د هېواد پر یتیمانو، معلولینو او کونډو وېشلي، خو د زر بي بي په شان سلګونه او آن زرګونه کورنۍ لا هم شته چې هیڅ ډول مرسته یې نه ده ترلاسه کړې او د راتلونکې ژمي موسم ته سر له اوسه حیران دي چې څنګه به تېرېږي.

XS
SM
MD
LG