د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

نن شنبه هم د لبنان د پلازمېنې بیروت د جنوب پر ځینو برخو هوايي حملې شوې دي


پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور
پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور

د فرانسې خبري اژانس په تصاویرو کې ښکاري چې د لبنان د پلازمېنې بیروت پر جنوبي برخو هوايي حملې شوي او په درېیو ساحو کې له ودانیو لوګي پورته کېږي.

د احتمالي مرګ‌ژوبلې په باب څه نه‌دي ویل شوي.

د لبنان حزب‌الله ډله چې د امریکا متحدایالتونه یې تروریستي سازمان ګڼي د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري.

اروپايي ټولنې یوازې د حزب‌‌الله پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې ده.

تر نننیو حملو مخکې د اسرايیل د پوځ ویاند أفيخاي أدرعي پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) په یوه اطلاعیه کې د بیروت د حارة حريك له اوسېدونکو له دغه ځایه د وتلو غوښتنه کړې وه.

هغه په عربي ژبه د سیمې اوسېدونکو ته لیکلي وو: "تاسو د حزب‌‌الله تاسیساتو او منافعو ته نږدې پراته یاست، د اسرايیل پوځ به ډېر ژر د دغو تاسیساتو په وړاندې په ځواک سره عمل وکړي."

أدرعي ځینې مشخصې ودانۍ یادې کړې وې او له اوسېدونکو یې غوښتنه کړې، چې ۵۰۰ متره لیرې لاړ شي.

تر نننیو حملو مخکې د اسرايیل د پوځ ویاند أفيخاي أدرعي پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) په یوه اطلاعیه کې د بیروت د حارة حريك له اوسېدونکو له دغه ځایه د وتلو غوښتنه کړې وه.
تر نننیو حملو مخکې د اسرايیل د پوځ ویاند أفيخاي أدرعي پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) په یوه اطلاعیه کې د بیروت د حارة حريك له اوسېدونکو له دغه ځایه د وتلو غوښتنه کړې وه.

د لبنان دولتي خبري اژانس (NNA) ویلي، دښمن درې هوايي حملې کړي، چې یوه یې حارة حريك نږدې شوې او په نتیجه کې یې څو ودانۍ ویجاړې شوې، دغه‌‌‌راز په ساحه کې یې نور زیانونه اړولي دي.

د بیروت پر جنوب د اسرايیل پرله‌‌‌پسې هوايي حملې د دې سبب شوي، چې له دغو ساحو ګڼ ملکیان نورو ځایونو ته کډه وکړي، خو ځینې یې د ورځې په اوږدو کې پر خپلو کورونو او کاروبارونو د پوښتنې لپاره بېرته خپلو اصلي مېنو ته ورګرځي.

د اسرايیل پوځ نن شنبه دا هم ویلي، چې له لبنان څخه یې د حزب‌‌‌الله ډلې له لوري توغول شوې بې‌‌‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه پوځ ویلي، د یوه ساعت په موده کې د اسرايیل د شمال پر لوري دوې بې‌پيلوټه الوتکې چې په منفجره موادو بار وې ویشتلي دي.

د لبنان د دولتي خبري اژانس د خبر له‌‌‌مخې، د جمعې ناوخته هم د لبنان پر جنوب د اسرايیل له‌‌‌خوا څو هوايي حملې شوې وې.

حزب‌‌‌الله ډلې تېره شپه ادعا وکړه، چې د توغندیو په دوو حملو سره یې د اسرايیل په شمال کې د اسرايیل د پلیو ځواکونو یو کنډک ویشتلی دی.

اسرايیل پر لبنان د سپټمبر میاشتې له ۲۳مې خپلې هوايي حملې زیاتې کړي او تر یوه کال محدودو سرحدي نښتو وروسته یې خپل ځواکونه هم لبنان ته داخل کړل.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل د حماس ډلې له حملې وروسته د لبنان د حزب‌الله ډلې او اسرايیل ترمنځ هم ډزې تبادله کېږي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د لبنان چارواکي وايي. د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې څه باندې ۳۴۴۰ کسان وژل شوي دي.

د نړیوال بانک د پنج‌‌‌شنبې ورځې د معلوماتو له‌‌‌مخې، د اسرايیل او حزب‌الله ډلې ترمنځ د وسله‌والې شخړې له کبله د لبنان اقتصاد څه باندې ۵ ميلیارد ډالره زیان لیدلی او د اساسي پروژو د زیانمنېدو له کبله هم په ميلیارډونو ډالر نور زیانونه وراوښتی دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG