یوشمېر افغان ناروغان چې میډیکل (روغتیايي) ویزې لري او پاکستان ته راغلي وايي، د تورخم په دوازه کې پاکستاني پولیسو ترې بډې اخستې دي.
دا افغان ناروغان چې د سلګونو امریکایي ډالرو له ورکړې وروسته د پاکستان میډیکل ویزې ترلاسه کوي وايي، پاکستان ته د راتګ لپاره باید په تورخم دروازه کې پاکستاني چارواکو ته د پام وړ پیسې رشوت ورکړي.
یو کس راغی او ویې ویل چې ۱۰ زره کلدارې ورکړه، کله چې دغه پیسې مې ورکړې، اجازه مې تر لاسه کړه چې پاکستان ته داخل شم."محمدعلي
بي بي امینه چې یوه له دغو افغان ناروغانو څخه ده وایي، سره لهدې چې ویزه، نسخې او قانوني اسناد یې لرل خو د تورخم په دوازه کې یې پاکستان ته د ورتګ پر مهال رشوت ورکړی دی.
هغې پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ما په ډېر مشکل د میډیکل ویزه ترلاسه کړه، نسخې مې هم راسره وې او تورخم ته راغلم، تقریباً دوه ساعته وروسته زما وار شو، کله چې ویزه مې وښودله نو هغوی وویل چې ته ناروغه نه یې، ما ورته وویل چې زما نسخه وګورئ، ما ویزه اخیستې ده، خو هغوی ونه منله، زه درېدای هم نهشوم، بیا یو کس راغی او راته وویل چې مورې پیسې ورکړه کار بهدې وشي، ۱۵ زره کلدارې یې واخیستې او بیا یې اجازه راکړه."
یو بل افغان محمدعلي وایي، په تورخم کې ترې پاکستاني پولیسو له هغو پیسو چې د مېرمنې د درملنې لپاره یې راوړې وې، بډې اخیستي او بیا یې اجازه ورکړې ده.
محمدعلي وايي: "زما سره دوه لکه کلدارې وې چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره مې راوړې وې. پولیسو له ما څخه پوښتنه وکړه چې دا پیسې دې ولې راوړي دي؟ ما ورته وویل چې دا پیسې د درملنې لپاره دي، هغوی وویل چې اجازه نهشته، باید ۲۰زره کلدارې ولرې، بیا یو کس راغی او ویې ویل چې ۱۰ زره کلدارې ورکړه، کله چې دغه پیسې مې ورکړې، اجازه مې تر لاسه کړه چې پاکستان ته داخل شم."
نوموړی وايي، په تورخم کې ډېری داسې کسان وو چې میډیکل ویزې یې لرلې، خو دا چې پیسې یې نه ورکولې د راتګ اجازه نه ورکول کېده.
یوشمېر ناروغان بیا وایي، سره لهدې چې څو ځله یې د قانوني سیستم له لارې د پاکستان د ویزو اخیستلو هڅه کړې، خو بیا هم نهدي توانېدلي او اړ شوي چې په ازاد بازار کې یې په لوړ قېمت واخلي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي؟
شیذر صمیم، چې خپل ورور یې د پښتورګو د تیږو د درملنې لپاره پاکستان ته وړی دی وايي، د روغتیايي امکاناتو نشتوالی او د درملو ټیټ کیفت افغانستان نه پاکستان ته د ناروغانو د تګ لوی لاملونه دي.
هغه وايي: "دا چې ولې پاکستان ته راغلو، لومړۍ دلیل یې د امکاناتو نشتوالی و، په ډېرو روغتونونو کې هغه ماشین چې د ورورعملیات مې پرې کېده نه و، دویم دلیل یې دا و چې په افغانستان کې د لوړ کیفیت درمل نه و، په افغانستان کې د ښه کیفیت درمل پیدا کول ډېر مشکل کار دی، ان د یوه ساده ناروغۍ لپاره هم یوه کڅوړه دوا ورکوي چې د بدن یو غړی ښه کوي خو نورو ډېرو برخو ته زیان رسوي."
افغانان له اوږدې مودې راهیسې د روغتیايي امکاناتو، تجهیزاتو، سم تشخیص او د ښه کیفیت درملو د نشتوالي له امله د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، خو پهدې برخه کې له هڅو سرهسره بیا هم دغه ستونزه نهده حل شوې.
افغان ناروغان د طالبانو حکومت او د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غواړي چې له پاکستاني چارواکو سره د دې مسئلې د حل لپاره د خبرو ترڅنګ دې په کور دننه په ښه کیفیت د روغتیايي اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره هم اقدامات وکړي، څو افغانان په خپل هېواد کې له سپکاوي او ډول-ډول ستونزو پرته د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.