د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

افغانستان له بنګله‌دېش د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کرکټ لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کرکټ لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګله‌دېش ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، چې د ۵ وېکټو په توپیر افغانستان وګټله.

بنګله‌دېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې پنځوس اورونه پوره ولوبول او ۲۴۴ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې نن عظمت‌‌الله عمرزی تر نورو ښه وځلېد، چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز راشدخان او محمدنبي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

رحمن‌الله ګربز په‌دې سيالۍ کې سليزه ووهله.
رحمن‌الله ګربز په‌دې سيالۍ کې سليزه ووهله.

افغانستان ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۲ اورونو کې د ۵ وېکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

په‌‌‌دې سیالۍ کې رحمن‌‌الله ګربز سلیزه ووهله هغه په ۱۰۱ منډو وسوځېد.

دا په یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي ۸مه سلیزه وه او د یوه افغان په توګه تر ټولو توپوهونکو مخکې دی.

دغه راز عظمت‌الله عمرزي بیا ۷۰ او محمدنبي ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په‌‌دې لوبه کې د بنګله‌‌‌دېش لپاره ناحید رانا او مستفیظ‌‌الرحمن دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

رحمن‌‌‌الله ګربز د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG