افغانستان
کرکټ؛ نن افغانستان او بنګلهدېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان په کوربهتوب دغه سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دوه نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.
په پام کې ده چې دواړه لوبډلې به دوهمه او درېیمه یو ورځنۍ سیالي د روانې نومبر میاشتې په نهمه، او یوولسمه ترسره کړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې پهدې وروستیو کې د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د جمعې د ورځې د زلزلې له کبله په میانمار کې ۱۴۴ تنه مړه شوي

د اسیا په جنوب ختیځ کې د پرونۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدا دی.
د دې ۷ اعشاریه ۷ ریښتره زلزلې له کبله، چې د میانمار په وخت د ماسپښین په لومړیو کې وشوه، د دې هیواد ترڅنګ د تایلینډ په پلازمېنه بانکاک کې هم مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.
په میانمار کې لږ تر لږه ۱۴۴ تنه مړه شوي، او د بشري مرستو ډلو خبرداری ورکړی چې په هغو سیمو کې چې رسیدل ورته سخت دي، ویجاړۍ ډېرې پراخې دي. سربېره پر دې، ۷۳۰ تنه نور ټپیان شوي.
د میانمار د پوځي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلینګ دولتي تلویزیون ته ویلي، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي چې د دې زلزلې مرکز ډېر ژور نه و او تر مځکې یوازې لس کیلومتره لاندې و.
د زلزلې مرکز د میانمار یا پخوانۍ برما ساګاین ښار ته نژدې، د مانډالای ښار په شاوخوا کې و.
د دې زورورې زلزلې ټکانونه په تایلیند کې هم محسوس شوي او د دغه هیواد په پلازمېنه بانکاک کې یې هم، چې د زلزلې له مرکزه زرګونه کیلومتره لیرې دی، مرګژوبلې اړولې دي.
له لومړۍ سختې زلزلې لس دقیقې وروسته، بله زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و، سیمه بیا ولړزوله.
یو افغان ترجمان په امریکا کې ووژل شو

یو افغان ترجمان، چې په افغانستان کې له مرګوني بریده ژوندی ووت، د امریکا د ټیکساس په هیوسټن کې په خپل دفتر کې د چړې په ګوزارونو وژل شو.
امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د وري ۸، د مارچ ۲۸ مه) راپور ورکړ چې وژل شوی افغان ترجمان عبدالرحمن نیازی نومېږي، ۳۴ کلن و او د پینځو اولادونو پلار و.
د نیازی یوه ملګري امریکايي رسنیو ته ویلي چې کلونه وړاندې، هغه په افغانستان کې د ترجمان په توګه د دندې پر مهال په یوه چاودنه کې دواړه پښې بایللې وې.
هغه زیاته کړې چې نیازی له هیوسټن مېشتو افغان کډوالو سره د مرستې په هڅه کې و، چې ووژل شو.
په همدې حال کې، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو ۳۷ کلن مسیحالله ساحل د دې پېښې په تور نیولی دی.
تر اوسه لا نه ده څرګنده چې د دې پېښې احتمالي انګېزه څه وه.
طالبانو د کابل په هوايي ډکر کې د سرو زرو څلور چینايي قاچبران نیولي دي

د کابل په هوایي ډګر کې د پولیسو ویاند عبدالله فاروقي رسنیو ته نن وویل، دې چینایانو هڅه کوله چې شپږ سوه اته اویا ګرامه سره زر قاچاقي ورسره یوسي.
وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې طالبانو کابل نیولی دی، دغهَ ښار ته د چینایانو سفرونه زیات شوې دي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتې په مناسب په جوړې شوې غونډه کې برخه واخیسته.
دې غونډې ته ډونالډ ټرمپ د خبرو پرمهال له امریکایي مسلمانانو مننه وکړه چې په نومبر کې یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ده ته رایي ورکړې. ښاغلي ټرمپ وویل چې په سلګونو زره امریکایي مسلمانانو ده ته رایي ورکړې دي.
د امریکا ولسمشر وویل چې دی هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې سوله وشي.
د روژه ماتې په دې پروګرام کې یوشمیر امریکایي مسلمانانو ته بلنه ورکړل شوې وه.
یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسیدل

یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستان څخه جرمني ته ورسیدل.
په دغو کډوالو کې دوه اتیا میرمنې او دوه نوي نارینه دي چې پرون ماسپښین د هانوور هوایي ډګر ته په الوتکه کې ولیږدیدل.
د راپورونو له مخکې برلین له شاوخوا دوه زره اته سوه نورو افغانانو سره هم ژمنه کړې ده چې هغوی به هم جرمني ته انتقالوي. دا هغه افغانان دي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په وخت له جرمنیانو سره کار کړی وو.
د جرمني دننه یوشمیر سیاسي ګوندونه دغه هیواد ته د کډوالو له ورتګ سره مخالفت کوي.
استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ نن وویل چې هیواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته چې د طالبانو په واکمنۍ کې له ننګونو سره مخامخ دي، ژمن دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویل شوې دي چې د استرالیا دا پنځه میلیونه اضافي مرستې به د ملګرو ملتو موسسو ته وسپارل شي چې په روغتیایي چارو کې له افغان نجونو او ښځو سره مرسته وکړي او همداراز د بیځایه شویو نجونو او ښځو لاسنیوی وکړي.
اوچا: د بودیجې د کمښت له کبله میلیونونه افغانان له روغتیایي خدماتو بېبرخې کېدلی شي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) خبرداری ورکړ که سمه بودیجه ترلاسه نه کړي، سږکال به په افغانستان کې تر اووه میلیونه ډير کسان له وړیا روغتیایي خدماتو بې برخې شي.
د اوچا په راپور کې چې پنجشنبه( د وري اوومه) یې خپور کړ، راغلې دي چې د ښځو او نجونو په برخه کې د طالبانو سختې تګلارې د دې سبب شوې دي چې هغوی سمې مرستې ترلاسه نه کړي.
طالبان تل دا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې ښځو او نجونو ته حقوق ورکړې دي، خو د بشري حقونو فعالان تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په اشارې سره، طالبان د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونو تورنوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې له افغان کډوالو غواړي چې تر دوشنبې له پاکستانه ووځي

د پاکستان امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې اعلانونه کوي چې افغان کډوال دې تر دوشنبې پورې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې افغان کډوالو ته امر کړی و چې د مارچ تر یودیرشمې دې خپل هیواد ته ستانه شي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په لاډسپیکرونو کې وایي، دا د پاکستان د حکومت امر دی او باید پلی شي.
د پاکستان حکومت په دوه زره درویشتم کال کې اعلان کړی و چې تر یو میلیون او اووه لکه ډير افغان کډوال به د همهغه کال تر اکتوبر پورې له پاکستانه ووځي، هغه وخت د اسلام اباد پر دې پریکړي نړیوالو سختې نیوکې وکړې.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پاکستان دا پریکړه چې کډوال په دې ډول باسي، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.
بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان باید له خپلې خاورې د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.
سراج الدین حقاني له څو میاشتني ځنډ وروسته کندهار ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې څو میاشتې بهر وو کندهار ته تللی او له ملاهیبت الله اخندزاده سره یې کتلي دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو لوی رییس، ملا هیبت الله ته امنیتي راپور وړاندې کړ.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو لوړپوړو مشرانو دی چې په خپلې مشرتابه او د واک په انحصار یې کلکې نیوکې کړي.
حقاني چې له ملا هیبت الله سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلی وو او څو میاشتې ظاهراً په متحده عربي اماراتو کې وو دوه اوونۍ مخکې بېرته ستون شوی.
حقاني وروسته له هغه کندهار ته تللی چې متحده ایالتونو د هغه په سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه لغوه کړې خو نوم یې لا هم د ترهګرو په تور نوملړ کې پاتې دی.
یونیسف؛ تر درې میلیونه ډیر ماشومان مو د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې یې تر درې میلیونه ډیر کسان د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي او دا یې ورزده کړې دي چې څرنګه احتیاط ورسره وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویواله پرون په ایکسپاڼه کې ولیکل چې یونیسف په دوه زره څلرویشتم کال کې درې میلیونه او یولک ماشومان او د هغوی مشران د ماینونو له خطرونو څخه خبر کړې دي.
د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) دوې اونۍ مخکې ویلي و چې هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس ډیر کسان د ماینونو او ناچاوده موادو د چاودنو له امله یا وژل کیږي یا ټپيان کیږي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له ماین پاکۍ موسسو سره په افغانستان کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
طالبان؛ په پنجشیر کې مو ۲۹۰۰ قیراطه زمرد پلورلي دي

په پنجشیر ولایت کې طالبانو د دوه زره دوه سوه نهه قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړ.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري پرون باختر اژانس ته وویل چې دا زمرد پر افغان سوداګرو په څه باندې یوسل او شپږ څلویښت زره ډالرو پلورل شوې دي.
د تیرو څه باندې درې نیمو کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی دی د پنجشیر د زمردو په شمول ګرانه بیه کاڼي تر ډيره په غیرفني ډول استخراجوي او پلوري.