افغانستان
کرکټ بورډ: افغان لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې پایلوبې ته پوره چمتووالی لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی. د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې لوبې هم ښې لوبې وې. لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې او دویمه د بنګلهدېش په بریا پای ته رسېدلې وه. په ټوله کې افغان لوبغاړو ښه لوبه کړې ده."
نننۍ لوبه چې درېیمه او وروستۍ ده، د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پيلېږي.
که هر هېواد نننۍ لوبه وګټي د روانې لوبلړۍ ګټونکی به وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسیدل

یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستان څخه جرمني ته ورسیدل.
په دغو کډوالو کې دوه اتیا میرمنې او دوه نوي نارینه دي چې پرون ماسپښین د هانوور هوایي ډګر ته په الوتکه کې ولیږدیدل.
د راپورونو له مخکې برلین له شاوخوا دوه زره اته سوه نورو افغانانو سره هم ژمنه کړې ده چې هغوی به هم جرمني ته انتقالوي. دا هغه افغانان دي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په وخت له جرمنیانو سره کار کړی وو.
د جرمني دننه یوشمیر سیاسي ګوندونه دغه هیواد ته د کډوالو له ورتګ سره مخالفت کوي.
استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

استرالیا له افغان ښځو او نجونو سره په بشري برخه کې د پنځه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ نن وویل چې هیواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته چې د طالبانو په واکمنۍ کې له ننګونو سره مخامخ دي، ژمن دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویل شوې دي چې د استرالیا دا پنځه میلیونه اضافي مرستې به د ملګرو ملتو موسسو ته وسپارل شي چې په روغتیایي چارو کې له افغان نجونو او ښځو سره مرسته وکړي او همداراز د بیځایه شویو نجونو او ښځو لاسنیوی وکړي.
اوچا: د بودیجې د کمښت له کبله میلیونونه افغانان له روغتیایي خدماتو بېبرخې کېدلی شي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) خبرداری ورکړ که سمه بودیجه ترلاسه نه کړي، سږکال به په افغانستان کې تر اووه میلیونه ډير کسان له وړیا روغتیایي خدماتو بې برخې شي.
د اوچا په راپور کې چې پنجشنبه( د وري اوومه) یې خپور کړ، راغلې دي چې د ښځو او نجونو په برخه کې د طالبانو سختې تګلارې د دې سبب شوې دي چې هغوی سمې مرستې ترلاسه نه کړي.
طالبان تل دا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې ښځو او نجونو ته حقوق ورکړې دي، خو د بشري حقونو فعالان تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په اشارې سره، طالبان د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونو تورنوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې له افغان کډوالو غواړي چې تر دوشنبې له پاکستانه ووځي

د پاکستان امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې اعلانونه کوي چې افغان کډوال دې تر دوشنبې پورې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې افغان کډوالو ته امر کړی و چې د مارچ تر یودیرشمې دې خپل هیواد ته ستانه شي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په لاډسپیکرونو کې وایي، دا د پاکستان د حکومت امر دی او باید پلی شي.
د پاکستان حکومت په دوه زره درویشتم کال کې اعلان کړی و چې تر یو میلیون او اووه لکه ډير افغان کډوال به د همهغه کال تر اکتوبر پورې له پاکستانه ووځي، هغه وخت د اسلام اباد پر دې پریکړي نړیوالو سختې نیوکې وکړې.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پاکستان دا پریکړه چې کډوال په دې ډول باسي، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.
بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان باید له خپلې خاورې د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.
سراج الدین حقاني له څو میاشتني ځنډ وروسته کندهار ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې څو میاشتې بهر وو کندهار ته تللی او له ملاهیبت الله اخندزاده سره یې کتلي دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو لوی رییس، ملا هیبت الله ته امنیتي راپور وړاندې کړ.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو لوړپوړو مشرانو دی چې په خپلې مشرتابه او د واک په انحصار یې کلکې نیوکې کړي.
حقاني چې له ملا هیبت الله سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلی وو او څو میاشتې ظاهراً په متحده عربي اماراتو کې وو دوه اوونۍ مخکې بېرته ستون شوی.
حقاني وروسته له هغه کندهار ته تللی چې متحده ایالتونو د هغه په سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه لغوه کړې خو نوم یې لا هم د ترهګرو په تور نوملړ کې پاتې دی.
یونیسف؛ تر درې میلیونه ډیر ماشومان مو د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې یې تر درې میلیونه ډیر کسان د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي او دا یې ورزده کړې دي چې څرنګه احتیاط ورسره وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویواله پرون په ایکسپاڼه کې ولیکل چې یونیسف په دوه زره څلرویشتم کال کې درې میلیونه او یولک ماشومان او د هغوی مشران د ماینونو له خطرونو څخه خبر کړې دي.
د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) دوې اونۍ مخکې ویلي و چې هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس ډیر کسان د ماینونو او ناچاوده موادو د چاودنو له امله یا وژل کیږي یا ټپيان کیږي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له ماین پاکۍ موسسو سره په افغانستان کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
طالبان؛ په پنجشیر کې مو ۲۹۰۰ قیراطه زمرد پلورلي دي

په پنجشیر ولایت کې طالبانو د دوه زره دوه سوه نهه قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړ.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري پرون باختر اژانس ته وویل چې دا زمرد پر افغان سوداګرو په څه باندې یوسل او شپږ څلویښت زره ډالرو پلورل شوې دي.
د تیرو څه باندې درې نیمو کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی دی د پنجشیر د زمردو په شمول ګرانه بیه کاڼي تر ډيره په غیرفني ډول استخراجوي او پلوري.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د دواړو هیوادو ترمنځ د ګډې همغږې کمیټې د جوړیدو په تړاو خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا دا خبرې به تر اختر مخکې ترسره شي او تر اختر وروسته به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار روانه اونۍ دوشنبې د ده په وینا د پاکستان د اندیښنو د حل او د دوه اړخیزو اړیکو د ودې لپاره له افغان طالبانو سره د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.
اسلام اباد هیله ښکاره کړې ده چې د اپریل تر پنځلسمې مخکې به د افغانستان او پاکستان ګډه همغږۍ کمیټه جوړه شي.
ریچارډ بنیټ؛ د ښځینه فوټبال ټیم ته دې په نړیواله کچه د سیالیو زمینه برابره شي

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي په بهر کې د افغانستان د ښځیه فوټبال ټیم د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده او د دې ملاتړ یې کړی دی چې دا لوبغاړې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
ریچارډ بنیټ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) باید دې ته ژمن واوسي چې دا لوبغاړې چې په افغانستان کې له لوبو منع شوې دي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دا غوښتنه د دوه زره شپږ ویشتم کال د اسیایي اتلولۍ د مقدماتي لوبو د پچې اچونې په درشل کې شوې ده. د دې لوبو له لارې لوبډلې د دوه زره اووه ویشتم کال نړیوال جام ته لاره کوي.
نن په شلو ولایتونو کې د ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی

د افغانستان په شلو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د هوا پيژندنې ادارې پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، کندز، بلخ، پروان، کاپیسا، ننګرهار، غور، بادغیس، بامیان او څو نورو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د پنجشنبې په ورځ د واورو او بارانونو د وریدو امکانات شته.
له لسو تر دیرش میلي مترو پورې د باران او له پنځلسو تر پنخوس سانتي مترو پورې د واورې وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د شنبې تر ورځې د ورښتونو له امله په سیندیزو حوزو کې د سیلونو د بهیدو احتمال شته.