په کندهار کې د لاسي ګاډو چلوونکي هغه کسان دي چې د خپل ژوند لپاره له سهاره تر ماښامه کار کوي.
د دوی یو هدف د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول دي، خو د ورځنۍ ګټې وټې کموالی او د توکو لوړې بیې یې ژوند له ستونزو ډک کړی دی.
۵۵ کلن عبدالغفور یو له دې خلکو څخه دی چې د خپلې کورنۍ لپاره د کار کولو پوره هڅه کوي، خو وايي، ځینې وختونه داسې ورځې هم تېرېږي چې تش لاس کور ته ځي.
عبدالغفور د خپلې کورنۍ یوازېنی نفقه ګټونکی دی.
د هغه کورنۍ شل تنه غړي لري چې ټول د هغه لاس ته ګوري.
خو عبدالغفور وايي، ډېری وخت د هغه ورځنۍ ګټه یوازې ۲۰۰ افغانۍ یا تر دې هم کمه وي او ځینې ورځې بېخي له هېڅ شي پرته کور ته ستون کېږي.
په دې اړه عبدالغفور زیاتوي: "کله ۲۰۰، کله ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوم، ځینې وختونه خو بيخي تش لاس کور ته ځم."
عبدالغفور وايي، په ښار کې د توکیو لوړو بیو او د کار کمښت یې ژوند نور هم سخت کړی دی.
هغه مخکې هر ډول دروند بار وړلی شو، خو د ناروغۍ له کبله اوس دروند کار نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړه: "مخکې مې هر ډول بار وړلی شو، خو اوس مې د ملا عملیات کړی او نه شم کولای چې دروند بار یوسم."
عبدالغفور مخکي په کرایه کور کې اوسېده، خو اوس یې په پور یو کور اخیستی دی.
که څه هم د خپلې کورنۍ لپاره کور اخیستل یو ښه ګام دی، خو هغه له دې کبله اندېښمن دی چې د خپلې کاري کمزورتیا له امله پور ادا کول به یې ژوند ستونزمن کړي.
هغه وايي: "کور مې په پور اخیستی، په پنځلس نیم لکه افغانۍ، خو که همداسې حالات دوام وکړي، نو پور به مې ادا نهشي."
عبدالغفور په ګرمۍ او سړې هوا کې پرته له کومې اسانتیا د ژوند په سختیو کې پاتې دی.
دی وايي: "هېڅ اسانتیاوې نه لرم، په ټوله کور یو کولر لرو په ژمي کې بیا بې بټو او لرګیو ژوند کو، یوازې په دې ګاډۍ چلوولو خپل نس ساتم."
هغه څو ځله هڅه کړې چې یو داسې کار پیدا کړي چې د عمر او روغتیا سره یې سمون ولري، خو تراوسه د طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونو لخوا هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
عبدالغفور وايي: زه غوښتنه کوم چې د شاقه کارونو له امله بوختو کسانو ته د دوی د عمر مطابق کار برابر شي.
عبدالغفور په دې اړه وايي: "ښاروالۍ ته ورغلم، ما ورته وویل چې عملیات مي کړی، ماته د چرۍ پاکولو وظیفه راکړي، خو رایېنهکړه، زه غوښتنه کوم چې د شاقه کارونو له امله بوختو کسانو ته د دوی د عمر مطابق کار برابر شي."
عبدالغفور د سلګونو او زرګونو افغانانو یو مثال دی.
په افغانستان کې ډېر داسې خلک شته چې له ستونزو سره سره یې د لوږې او بې وزلۍ له امله یې درنو او شاقه کارونو ته مخه کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام یا "ډبلیوایفپي" په یوه تازه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه کېږي.
"ډبیلوایفپي" سېشنبه د سپټمبر په ١٧مه پر خپله ايکسپاڼه ولیکل، په افغانستان له هرو څلورو کسانو څخه یو کس د خوړلو لپاره يوازې "وچه ډوډۍ " لري.