د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د طالبانو دفاع وزارت د دوی د هوايي ځواک له پوهنتون د درې پيلوټانو د فارغېدو خبر ورکړی


د افغان پيلوټانو د فارغېدو د غونډې يو انځور.
د افغان پيلوټانو د فارغېدو د غونډې يو انځور.

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د دوی د هوايي ځواک او هوايي مدافعې له پوهنتون څخه درې تنه پيلوټان فارغ او ۱۲۰ نوي محصلین جذب شول.

ياد وزارت ویلي، چې درې پيلوټانو خپل عملي پروازونه په بریالیتوب ترسره کړي او د فراغت سندونه ورکړل شول.

په یاد مناسبت په کابل کې د طالبانو د کابینې د څو غړو په حضور کې یوه غونډه نیول شوې وه.

غونډې ته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وویل، د دوی حکومت د پياوړي او مسلکي هوایي ځواک د روزنې لپاره په ټول توان هڅه کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت بیا په خپله وینا کې په هغو افغان پیلوټانو نیوکه وکړه، چې د جمهوري نظام په ړنګېدو سره یې یو شمېر الوتکې ګاونډيو هېوادونو ته یوړې.

فطرت وویل، امریکا هڅه کوي د افغانستان دا سرمایه د افغانانو له مالکیت خلاصه او نورو ته یې وسپاري.

شاوخوا شل ورځې مخکې په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک ویلي وو، امریکا له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلې او پوځي الوتکې په ازبکستان کې پاتې کېږي.

هغه ویلي وو چې الوتکې د افغانانو نه وې، بلکې په امریکا پورې تړلې وې چې د افغانستان پوځ ترې کار اخیست.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان د پخواني هوايي ځواک اکثر غړي او پيلوټان له هېواده ووتل او یو محدود شمېر یې په هېواد کې پاتې دي.

د طالبانو په شاوخوا درې کلنې واکمنۍ کې شاوخوا څلور واره د څرخي الوتکو د لوېدو یا هوايي پېښو راپورونه ورکړل شوي، چې په‌کې یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبلې هم اوښتې.

وروستی وار د مې په ۱۵مه د غور مرکز فیروز کوه ته نږدې د یوې هیلیکوپترې د سقوط په پېښه کې یو کس وژل شوی وو او ۱۲ نور ټپیان وو.

د دغو پېښو لوی لامل په هوايي ځواک کې د کم تجربه او غیرمسلکي کسانو حضور یاد شوی.

XS
SM
MD
LG