د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

مېل انلاین: افغان ډیپلوماتان د طالبانو تر فشار لاندې دي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼې د فرانسې خبري اژانس په استناد په دې عنوان یو راپور خپور کړی دی، «افغان ډیپلوماتان د طالبانو تر فشار لاندې دي».

په دې لیکنه کې لولو چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان سفارتونه چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌پېژني، هڅه کوي چې پر خپل ځای پاته شي.

مېل انلاین په دې مقاله کې لیکلي چې افغان سفیران د طالبانو تر فشار لاندې دي چې خپل ځای‌ناستي ومني.

طالبانو د تېر کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

له همدې کبله د هېواده دباندې د افغانستان شااوخوا ټولې سیاسي نمایندګۍ د طالبانو له کنټروله دباندې دي.

په پولنډ کې د سقوط شوي افغان حکومت سفیر طاهر قادري په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې سفارت اوس د افغانانو استازیتوب کوي.

ښاغلي قادري ویلي، له سپټمبر میاشتې راهيسې موټر چلوونکی نه‌لري او په خپله موټر چلوي.

ده زیاته کړې، یوازې مو د قونسلۍ چارو پر مخ وړلو لپاره یو څو کسان پر دندو پاته کړي دي.

مېل انلاین ورځپاڼې د فرانسې خبري اژانس په استناد راپور ورکړی چې د پخواني حکومت ټاکلي ۶۰ سفیرانو، قونسلګریو او ډیپلوماتیکو مأموریتونو له رئیسانو څخه یو هم د طالبانو د حکومت استازیتوب ته چمتو نه‌دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د افغان هوايي ځواک په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

په دې مقاله کې د افغان هوايي ځواک د درې غړو کیسه راغلې چې اوس‌مهال د طالبانو له بېري پټ ګرځي.

په مقاله کې لیکل شوي چې دغه ځواکونه په داسې حال کې د طالبانو له بېري پټ دي چې طالبانو د هوايي ځواک پخوانیو غړو ته بلنه ورکړې چې د دوی له حکومت سره یوځای شي.

په مقاله کې یادونه شوې چې طالبانو له دغو ځواکونو سره د عمومي عفوې ژمنه کړې ده، خو د هوايي ځواک غړو پر دې بلنه هېڅ غور نه‌دی کړی.

په مقاله کې لولو چې ډېری افغان هوايي ځواکونه بېره لري چې که دوی له خپلو پټنځایونو راووځي، ښايي طالبان‌یې ونیسي او ویې‌وژني.

خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې ځيني يې د طالبانو له حکومت سره د هوايي ځواک په برخه کې کار ته ستانه شوي دي.

نیویارک ټایمز په خپله مقاله کې لیکي، هغه درې سرتېري چې د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله او له طالبانو سره د جګړې لپاره د امریکایانو په مرسته روزل شوي وو، اوس د تېښتې په حال کې دي.

یوه پیلوټ نیویارک ټایمز ته ویلي، که طالبان‌یې ونیسي نو د دوی د ژوندي پاتې کېدو امکان نه‌شته ځکه هغه د طالبانو پر ضد ۳۲ جنګي مأموریتونه پر مخ وړي دي.

په کابل کې د طالبانو د هوايي ځواک قوماندان وايي، تر اوسه ۴،۳۰۰ پخواني هوايي ځواکونه له دوی سره یوځای شوي دي چې ۳۳ په‌کې پیلوټان دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د طالبانو د عمومي عفوې وړاندیز پیلوټان، د امریکايانو له‌خوا روزل شوي هوايي ځواک عمله له یوې سختې پرېکړې سره مخامخ کړي دي چې ایا د طالبانو پر حکومت باور وکړي که د نامعلوم وخت لپاره پټ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG