د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د پاکستان په بلوچستان کې د وسله‌والو د بریدونو له کبله ۳۷ کسان وژل شوي


وسله‌والو د بلوچستان په موسی خېل کې د خلکو تر وژنې وروسته موټرو ته هم اور اچولی دی.
وسله‌والو د بلوچستان په موسی خېل کې د خلکو تر وژنې وروسته موټرو ته هم اور اچولی دی.

د پاکستان په بلوچستان کې چاروکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دې ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان د حکومت وياند، شاهد رند نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې وسله‌والو په يو وار په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي او ډېره مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

ده وویل: "تر اوسه د راغلو اطلاعاتو مطابق، په موسی‌خېل کې ۲۳، په کلات کې ۸ او په بولان کې ۶ کسان وژل شوي دي. د موسی‌خېل د پېښې ډېری قربانیان د پنجاب صوبې دي، دا د ترهګرو کار دی، دا حملې او وژنې ترهګرو کړي دي."

رند دا واضحه نه کړه چې په وژل شويو کې په کره توګه څومره ولسي وګړي او څومره امنيتي ځواکونه دي، خو زیاته یې کړه چې زیان دواړو ته اوښتی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف تر پېښې وروسته په يو بیان کې دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې بریدګر به پيدا او سزا به ورکوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف

تر دې وړاندې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې موسی‌خېل مرستیال کمېشنر نجیب‌الله رسنیو ته ویلي وو چې د اګست ۲۵مې او ۲۶مې په شپه دا پېښه د بلوچستان او پنجاب ترمنځ پر غځېدلې لویه لار د موسی‌خېلو په راړېشم سیمه کې شوې ده.

نجیب الله وايي: "ناڅرګندو وسله‌والو په راړېشم کې لوی سړک تړلی و او خلک یې له موټرانو کښته کړي دي."

نوموړي زیاته کړې چې له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې وسله‌والو دا کسان د وسلو په زور له موټرو ښکته کړي، د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې په ډزو ویشتلي دي.

مرستیال کمېشنر وویل چې وسله‌والو د پېښې تر کولو وروسته شپې مهال له هغه ځایه تښتېدلي دي.

که څه هم چا تر اوسه په ځانګړې توګه د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی، خو له پاکستانه بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله‌والې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي په یو بیان کې ویلي چې "د بلوچستان ټولې لویې لارې د دوی په واک کې دي."

دې ډلې زیاته کړې چې د ځانمرګو بریدګرو په حملو کې یې، په تربت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مرکز په لويه برخه قبضه کړې او تر سلو زیات سرتېري یې وژلي، همداراز په بولان کې یې هم امنيتي ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اړولې ادعاوې کړې دي.

خو ازادو سرچينو دا دعوې نه دي تاييد کړي.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ایالت حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم داسې یو شمېر پېښې شوي چې یادې ډلې په‌کې د شناختي کارډ کتلو پر اساس هغه کسان وژلي چې تعلق یې له پنجاب ایالت سره وي.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي دا ترهګرۍ پېښه بللې او له ځايي چارواکو څخه یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی.

نوموړي ویلي‌ چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د لوړې کچې غونډه کوي.

د وسله‌والو له‌خوا په راړېشم کې د شوي برید پرمهال نه یوازې ۲۳ تنه وژل شوي بلکې هغوی هلته په سکرو یا کویله، مېوو او سبزیو بار یو شمېر لارۍ هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې که څه هم د بلوڅو اوسنۍ دولت ضد جګړه له کلونو راهیسې روانه ده، خو په دې وروستیو کې یې د بریدونو لړۍ ډېره چټکه کړې ده.

د اعلا وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ ایالتي حکومت په وار وار له وسله‌والو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی، خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

بلوچستان لیبرېشن ارمي چې امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله‌واله جګړه کوي.

د پاکستان حکومت هم دا ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې اچولې، خو هغوی وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG