د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس، د مینه سوټا والي ټیم والز، د خپل مرستیال کاندید په توګه غوره کړ.
د امریکا د متحدهایالتونو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د دیموکراتانو احتمالي نوماندې کامالا هریس، د سهشنبې په ورځ په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، هغه پهدې اعلان ویاړي چې له ټیم والز څخه یې غوښتنه کړې چې د هغې د انتخاباتي ټکټ مرستیال شي.
د ښوونکي، پخواني پوځي او تجربه کار والي یا ګورنر په توګه ښاغلی والز د مېرمن هریس په وینا د کارګرو او مامورې طبقې د کورنیو لپاره ډېر څه کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکز د راپور لهمخې، ۶۰ کلن والز یو پخوانی ښوونکی دی چې د متحدهایالتونو په ملي ګارد کې یې ډېر کلونه کار کړی او په ۲۰۱۸ کې د مینه سوټا والي شو.
هغه د اقلیمي بدلون او د ښځو د حقونو په اړه د دریځونو په شمول د خپلې اجنډا په خاطر شهرت لري.
جویل ګولډسټین د میسوري په سینټ لوییس پوهنتون کې د اساسي حقوقو استاد دی او د متحدهایالتونو د مرستیال ولسمشرۍ یو له مخکښو کارپوهانو څخه دی.
"فکر کوم چې والي والز د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې تجربه لري. هغه د متحدهایالتونو په استازو جرګه کې شپږ دورې دنده ترسره کړې
نوموړي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د ښاغلي والز د ځانګړتیاو په اړه وویل: "فکر کوم چې والي والز د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې تجربه لري. هغه د متحدهایالتونو په استازو جرګه کې شپږ دورې دنده ترسره کړې او د ایالت غوره والي دی. هغه د ښوونځي ښوونکی پاتې شوی او په ملي ګارد کې یې خدمت کړی. دی په عامه خدماتو کې اوږده مسلکي سابقه لرلې ده. د یوه کوچني ښار اوسېدونکی دی او په یوه معنا، هغه له هر چا سره اړیکې لرلی شي او ډېری امریکایان ورسره اړیکې ټینګولی شي او په تېرو څو اوونیو کې، هغه ځان د یوه خورا اغېزمن ارتباط ټینګوونکي په توګه ثابت کړی او داسې برېښي چې هغه به د ولسمشرۍ د کمپاین په ترڅ کې د ټکټ د پیغام د بیانولو له نظره ډېر اغېزمن وي."
تمه ده چې ښاغلی والز د اګست په نولسمه د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې خپله کاندیدي رسماً ومني او په راتلونکو انتخاباتو کې د دغه ګوند نوماند شي.
هریس او والز به د نوومبر د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له پخواني ولسمشر او د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جي ډي ونس سره سیالي وکړي.
ونس هم پخوانی پوځي دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د هریس او والز انتخاباتي ټکټ د متوسطې او مامورې طبقې لپاره پیاوړی غږ بللی او له دیموکراتانو یې غوښتي چې د هغوی ملاتړ وکړي.
ښاغلي بایډن په خواله رسنیو کې لیکلي چې، هریس او والز به د امریکا د ولسواکۍ او خصوصي ازادیو تر ټولو پیاوړي دفاع کوونکي وي.