د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د اسراييل امنيتي کابيني بينامين نتانياهو ته پر حزب‌الله ډلې د بريد صلاحيت ورکړ


د حزب الله جنګيالي
د حزب الله جنګيالي

د اسراییل امنيتي کابینې د صدراعظم بینامین نتانیاهو ته صلاحیت ورکړ چې د جولان په لوړو کې د هغې حملې غچ واخلي چې ۱۲ ماشومان په‌کې ووژل شول.

سپینې ماڼۍ د یک‌شنبې په ورځ تایید کړه چې د جولان په لوړو کې د مجدال شمس پر کلي مرګونی راکټي برید د لبنان حزب‌الله ډلې کړی او امریکا په‌دې اړه له لبناني او اسراییلي چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند د یک‌شنبې په ورځ (جولای ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې دغه برید "وحشتناک" وباله.

اډرین واټسن په خپل بیان کې ویلي، هغه راکټ چې د اشغال شوي جولان په لوړو کې د مجدال شمس پر دروزي کلي لګېدلی، د لبنان د حزب‌الله ډلې تر کنټرول لاندې سیمې څخه توغول شوی دی.

د شنبې په ورځ په دغه کلي کې د فوټبال په یوه میدان کې یو راکټ ولګېد چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل شول، چې اکثره یې اسراییلي ماشومان وو.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویندوی د یک‌شنبې په ورځ له نړیوالو د دې برید د غندلو غوښتنه وکړه او په عین حال کې یې وویل چې د امریکا متحده‌ایالتونه د لبنان او اسراییل د اوبو په پوله کې د ډیپلوماتیکو حل‌لارو د موندلو په لټه کې دي څو د دې ډول بریدونو مخه د تل لپاره ونیول شي.

د اسراییل امنیتي کابینې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو حکومت ته واک ورکړ چې د اشغالي جولان په لوړو کې د راکټي برید د ځواب د وخت او څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي.

اسراییل او امریکا دواړو د دې پېښې په تړاو د لبنان پر حزب‌الله تور پورې کړی دی، خو حزب‌الله د مجدال شمس پر کلي د شنبې د ورځې د حملې مسوولیت نه‌دی منلی.

اسراییل د حزب‌الله په وړاندې د غچ اخیستنې ژمنه کړې او د اسراییل جیټ الوتکو د یک‌شنبې په ورځ هم د لبنان په جنوب کې په ځینو هدفونو بریدونه وکړل.

په‌همدې حال کې د دوشنبې په ورځ اعلان وشو چې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو له امله د بیروت په هوايي ډګر کې الوتنې لغوه شوې دي.

د لبنان د منځني ختیځ هوايي شرکت "MEA"، ترکش ایرلاینز، سن اکسپریس، ایجین هوايي شرکت او ایتوپیا ایر په ګډون مختلفو هوايي شرکتونو بیروت ته الوتنې لغوه کړې دي.

د غزې د جګړې له پیل راهیسې د حزب‌الله او اسراییلي پوځ ترمنځ د ډزو تبادله زیاته شوې ده.

نښتو په ټوله سیمه کې الوتنې او د کارګو ترانسپورت ګډوډ کړی دی.

XS
SM
MD
LG