د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی وايي، هر چا ته د دوستۍ لاس غځوي


د ایران د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو ګټونکی مسعود پزشکیان
د ایران د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو ګټونکی مسعود پزشکیان

د ایران د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو ګټونکي مسعود پزشکیان ویلي چې هر چا ته د دوستۍ لاس غځوي.

د ایران د ټاکنو د کمېسیون ویاند محسن اسلامي د ایران د دولتي تلوېزیون له لارې اعلان وکړ چې اصلاح غوښتونکي کاندید پزشکیان د ټاکنو د دویم پړاو ۵۳،۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمیر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ ته رسېږي او د هغه سیال کاندید سعید جلیلي ۴۴،۳ سلنه رایې خپلې کړي او د رایو شمېر یې ۱۳ میلیونه او ۵۳۸ زره او ۱۷۹ ته رسېږي.

مسعود پزشکیان ویلي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال به هر چا ته د دوستۍ لاس وغځوي.

هغه ټینګار کړې چې له خپلو سیاسي مخالفانو سره به د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

سعودي عربستان، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او ځینو نورو هېوادونو پزشکیان ته د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو مبارکي ویلې ده.

د ایران د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې چې پرون جمعه ترسره شول، د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو کسانو له ډلې څه کم ۵۰ سلنو یې خپلې رایې کارولي چې د تېرې جمعې یعنې د ټاکنو د لومړي پړاو پرتله زیات شمېر دی.

د تېرې جمعې په ټاکنو کې د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو کسانو شاوخوا ۴۰ سلنه خپلې رایې کارولې وې.

په ایران کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو څخه یو انځور
په ایران کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو څخه یو انځور

مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ایران د پارلمان غړی و او له ۲۰۱۶م کاله تر۲۰۲۰م کاله پورې چې کله منځلارو او اصلاح غوښتونکو په پارلمان کې اکثریت درلود، د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

په ایران کې د ولسمشرۍ دغه تر وخت مخکې انتخابات د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي چې د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینو نورو چارواکو سره د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شو، د ځایناستي د ټاکلو لپاره ترسره شول.

د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کې مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، امیرحسین قاضي‌زاده هاشمي او محمدباقر قالیباف کاندیدان وو، خو درې کاندیدان علیرضا زاکاني، میر حسین قاضي­زاده او محمد باقر قالیباف د جلیلي په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شول.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې که څه هم مسعود پزشکیان او سعید جلیلي زیاتې رایې ګټلې وې، خو یو هم د ۵۰ فیصده رایو په خپلولو نه و بریالی شو، ځکه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

XS
SM
MD
LG