د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ایران کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې؛ خامنه‌يي: دې پړاو کې د خلکو شور او لېوالتیا زیاته ده


په ایران کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو کې یوه مېرمن خپله رایه صندوق کې اچوي.
په ایران کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو کې یوه مېرمن خپله رایه صندوق کې اچوي.

نن په ایران کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخابات ترسره کېږي.

د جون په ۲۸مه هېڅ یو کاندید په دې بریالی نه‌شو چې ټاکلی حد، یعنې د ټولو رایو په سلو کې پنځوس جمع یو خپلې کړي او انتخابات دوهم پړاو ته لاړل.

نن د تېرو انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو، اصلاح غوښتونکي مسعود پزشکیان او د تندلارې او د ایران د اټومي خبرو د پخواني مذاکره کوونکي سعید جلیلي ترمنځ سیالي ترسره کېږي.

جلیلي د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې د دې هېواد د ستر مشر علي خامنه‌یي د خاص استازي په توګه دنده ترسره کوي.

هغه د ۲۰۰۷م نه تر۲۰۱۳م کاله پورې د دې شورا د منشي په توګه دنده ترسره کوله او دا هغه وخت و چې د نوموړي په مشرۍ د ایران پلاوي له لوېدیځ سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبري مخ ته وړلې چې نتیجه یې ورنه‌کړه.

جلیلي، چې هیڅکله یې هم د رایو له لارې دنده نده ترلاسه کړې، د محافظه کارانو د ډلو استازیتوب کوي.

د هغه سیال مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ایران د پارلمان غړی دی او د ۲۰۱۶م نه تر۲۰۲۰م کاله پورې چې کله منځلارو او اصلاحپالو په پارلمان کې اکثریت درلود، د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

پزشکیان په ایران کې پر ښځو د اسلامي حجاب د عملي کولو بڼه تر پوښتنې لاندې راوستې او له لوېدیځ سره یې د خبرو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او ویلي یې دي چې د غوره کېدو په صورت کې به د خامنه‌يي تګلارې تعقیب کړي.

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي چې د ایران په ټولو رسمي چارو کې وروستۍ خبره کوي، نن د رایې ورکولو د بهیر د پیل په لومړیو کې په تهران کې د امام خمیني په روغتون کې د رایې ورکولو په ګرځنده څانګه کې خپله رایه وکاروله.

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د رایې ورکوونې پر مهال
د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د رایې ورکوونې پر مهال

خامنه‌یي وویل، معلومات یې ترلاسه کړي چې د انتخاباتو د لومړي دور پرتله په دې پړاو کې د ګډون لپاره د خلکو شور او لېوالتیا زیاته شوې چې د ده په خبره خدای دې وکړي چې همداسې وي او دا به د خوښۍ خبر وي.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې کې د رایې ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر ۳۹،۹ سلنه ښودل شوی چې دا د ایران په تاریخ کې په انتخاباتو کې د ګډونوالو تر ټولو ټیټه کچه ده.

دا په داسې حال کې ده چې خامنه‌يي د یوه پیاوړي ایران لپاره په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې وه.

خامنه‌يي د جولای په درېیمه خپل دا پیغام وروسته له هغې بیا تکرار کړ چې دا یې ومنله چې په لومړي پړاو کې د تمې خلاف خلکو ګډون نه وو کړی، خو دا یې رد کړه چې ګنې د رایې ورکوونکو نه لېوالتیا د ایران له مشرتابه څخه د خلکو نارضایتي منعکسوي.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات له ټاکلي وخت مخکې ځکه ترسره کېږي چې د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم ریسي په مې میاشت کې د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې مړشو.

XS
SM
MD
LG