د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهم پړاو؛ نظرشمېرنه: پزشکیان به له خپل سیال سعید جلیلي مخکې وي


د عکس ښي لور ته سعید جلیلي او چپ لور ته مسعود پزشکیان
د عکس ښي لور ته سعید جلیلي او چپ لور ته مسعود پزشکیان

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو نن ترسره کېږي.

ایرانیان نن د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي.

د انتخاباتو د تېر پړاو دوه مخکښ کاندیدان، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي نن سره سیالي کوي.

د دغو انتخاباتو په درشل کې د هغې نظرشمېرنې له مخې چې د ایسپا موسسې ترسره کړې، پزشکیان به د شاوخوا ۴۹،۵ سلنه رایو په ګټلو سره له خپل سیال څخه مخکې وي.

د جلیلي د رایو شمېر شاوخوا ۴۴ سلنه ښودل شوی دی.

له دې سره د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونو ویلي چې نظرشمېرنې ډېرې دقیقې نه‌دي او برخلیک خلک ټاکي.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنود لومړي پړاو د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنود لومړي پړاو د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور

د نظرشمېرنې ایسپا موسسې چې د دولت تر څارنې لاندې په ایران کې فعالیت کوي، همدارنګه ویلي چې د رایو ورکولو پر شرایطو برابرو کسانو ګډون به شاوخوا ۴۵ سلنه وي.

د راپورونو له مخې د ولسمشرۍ په لومړي دور انتخاباتو کې چې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شول، د ګډونوالو شمېر یې څه کم ۴۰ سلنه و.

د تهران دوه اوسېدونکي، سونا ایماني او حسین نژاد وایي، نن خپلې رایې کاروي.

سونا ایماني وايي: "بلې په‌کې برخه اخلم. دلیل یې هم دا دی چې فکرکوم د اول دور پرتله، چې اعتراض مو کړی و او په‌کې مو ګډون نه و کړی، اوس دې ته نژدې کېږو چې معترضان د یوبل په خوا کې ودرېږي اوغوره هم دا ده."

حسین نژاد وویل: "موږ باید خپل برخلیک په خپله وټاکو، نه دا چې هغه د پردیو یا نورو هېوادونو له خوا پر موږ وتپل شي. حتماً په انتخاباتو کې به برخه واخلم. "

د ازادي راډیو د ایران د فردا څانګې د راپور له مخې د ایران د رژیم ډېرو مخالفینو او هغو کورنیو چې خپل عزیزان یې په ۲۰۲۲م کال د ایراني پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې پر وړاندې اعتراضونو کې له لاسه ورکړي یا زیانمن شوي، دغه انتخابات تحریم کړي دي.

د ایران په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د ټیټې کچې یو اصلي علت دا ښودل کېږي چې هغه هیڅکله هم د لوېدیځو هېوادونو پر معیارونو برابر نه‌دي ترسره شوي.

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي چې وروستۍ خبره او پرېکړه د ده په لاس کې ده، د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ په لومړي دور انتخاباتو کې د زیاتو خلکو نه ګډون له نظام سره د هغوی د مخالفت په معنی نه‌ده.

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات له ټاکلي وخت شاوخوا یو کال مخکې ځکه ترسره شول چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي په مې میاشت کې د هیلیکوپټر د راغورځېدو په یوه پېښه کې مړشو.

XS
SM
MD
LG