د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

په افغانستان کې د غوښنو چرګانو پالونکي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي


ارشیف: په دایکندي کې د چرګانو یو فارم
ارشیف: په دایکندي کې د چرګانو یو فارم

په افغانستان کې د غوښنو چرګانو د ساتنې فارمونو یو شمېر خاوندان د پلور د بازار او د طالبانو حکومت له لوري د ملاتړ د نشتوالی په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د غوښنو چرګانو د ساتنې فارمونو یو شمېر مالکان د خپلو کارونو او بازارونو له پيکه کېدو څخه شکایت کوي.

دوی اندېښمن دي چې که د طالبانو حکومت د دوی ستونزو ته پام ونه کړي، ښايي د دوی فارمونه سقوط وکړي.

په ننګرهار ولایت کې د چرګانو د ساتنې فارمونو دوو خاوندانو حضرت‌ولي او اکرام‌الله ازادي راډیو ته په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

حضرت ولي وویل: "اوسمهال د بازار نشتون یوه ستونزه ده، اوس زمونږ چرګان مارکېټ نه‌لري، بله دا چې ناروغۍ ډېرې شوي، زمونږ د فارم چرګان ناروغ شوي چې لږ تر لږه ما درې نيم لکه افغانۍ زيان کړی، وروسته له اختره مې دومره زیان وکړ چې د فارم پرېښودو ته اړ شوم."

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ ارزګان کې د چرګانو یو فارم
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ ارزګان کې د چرګانو یو فارم

اکرام‌الله وویل: "له پاکستان څخه د هګیو چرګان واردېږي، زما په نظر که د دغو وارداتو مخه ونیول شي، فارم لرونکي به د تخمي چرګانو ساتلو ته مخه کړي او په بازار کې به هم نرخونه کنټرول شي."

په فراه ولايت کې د چرګانو د فارم یو مالک حاجي عبدالمجيد هم وايي، پخوانی کار یې نه دی پاتې او خپل چرګان په کومه بیه چې دوی ته تمام شوي هم ارزانه پلوري.

هغه وویل: "څومره چرګان مو چې درلودل، په دې وروستیو کې له منځه ولاړل. کم تر کمه ٨٠ زره ډالره د دانو له شرکتونو څخه پوروړی یم. هغه سرمایه مو چې ګټلې وه، توله خلاصه شوه او اوس شاوخوا ٣٠ لکه افغانۍ تاوان رااوښتی. یو کیلو غوښن چرګ ١٣٠ افغانۍ تمامېږي او په بازار کې یې بیه سل افغانۍ ده."

خیرالله نیازی هم چې په هرات ولایت کې د غوښنو چرګانو د ساتنې فارم لري چې د طالبانو حکومت د نه ملاتړ او نه پاملرنې شکایت کوي.

نیازي وویل: "غوښن چرګان د ٣٥ تر ٦۰ ورځو پورې بازار ته وړاندې کېږي. له بده مرغه ۴٠ ورځې کېږي چې بازار ډیر خراب شوی دی. د دې تر څنګ یوه ناروغي راغلې چې ټول فارم له منځه تللی، او مونږ ١٠، ١۵ لکه افغانۍ زیانمن شوي یوو. تراوسه کومې دولتي ادارې زمونږ ملاتړ نه دی کړې."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغانستان ته د يخ وهلو چرګانو د غوښې واردات بند شوي، خو لا هم ژوندي چرګان له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي امارت په راتلو افغانستان ته چرګانو د غوښې واردات بند شوي، خو ژوندي چرګان له پاکستان او ایران څخه واردوو، نور مونږ پر ځان بسیا یوو او د افغانستان دننه ډېر فارمونه جوړ شوي دي او غوښه هم له دننه هېواد څخه ده."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

خو هغه ونه ويل چې هر کال څومره ژوندي چرګان له ايران او پاکستان څخه واردېږي.

د ازادي راډیو خبریال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له ویاند مصباح‌الدین مستعین سره د غوښنو چرګانو د ساتنې فارمونو د خاوندانو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، خو هغوی د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د افغانستان د کرنیزو تولیداتو خونې د اجراییوي رییس وسیم صافي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې ۱۰۶۵۰ د غوښنو چرګانو د ساتنې لوی او واړه فارمونه شته او دغه فارمونه کولای شي د افغانستان د بازارونو د اړتیا وړ غوښه تامین کړي.

د غوښنو چرګانو د ساتنې فارمونو خاوندان په داسې حال کې د بازار له نشتوالي او د طالبانو حکومت د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي چې تر دې مخکې هم د فابریکو د خاوندانو په ګډون د یو شمېر نورو سکتورونو مالکانو د دغو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته شکایت کړی او له حکومته یې د ملاتړ او د دوی ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG