افغانستان
افغانستان ته د بې کیفیته چرګانو او هګیو پر واردتو اندېښنه
د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس سراسري ټولنه وايي،که چېرې له بهره د يخچالي چرګانو او هګیو د وارداتو مخه ونه نېول شي دغه سکټور به له ماتې سره مخ شي.
د دغې ټولنې مطبوعاتي مسئول وحید رحمان یوسفزي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د بهرنیو بې کیفیته توکو د واردېدو له امله کورنیو تولیداتو ته زیان رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه: "زمونږ هدف له ګاونډيو هېوادونو د بې کیفیته توکو او محصولاتو بندېدل دي، دا مهال یخچالي چرګان چې کیفیت نهلري په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېږي چې دغه کار کورنیو تولیداتو ته زیان رسولی."
ښاغلی یوسفزی وايي، هېواد ته د بې کیفیته چرګانو او هګیو واردات لامل شوي چې سوداګر په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د ښاغلي یوسفزي په خبره،که څه هم دوی په کراتو یاده ستونزه اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او هغوی هم د هوارولو ډاډ ورکړی خو تراوسه ستونزه پرځای پاتې ده.
د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس سراسري ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې د چرګانو ۱۷ ټولنې او ۱۰۶ شرکتونه د فعالیت جواز لري خو یوازې ۸۰ یې فعالیت کوي.
مسئولین وايي،که چېري له بهره د هګیو او چرګانو د وارداتو مخنیوی وشي ټول شرکتونه به خپل فعالیت بیا پیل کړي.
مخکې تر دې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته ویلي و، چې په دې هېواد کې د چرګانو روزنې په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې ده، چې په کور دننه د غوښې او هګیو ۵۴ سلنه اړتیا پوره کوي.
د نوموړي په خبره، چې افغانستان په کال کې ۹۵۰ ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۸۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو نه برابرېږي او هر کال په هېواد کې دوه میلیارده هکۍ مصرفېږي، چې څه باندې ۳۰ سلنه یې له کورنیو فارمونو څخه لاس ته راځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، "جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده".
دغه پروګرام د یکشنبې د (فبرورۍ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"دغه بشري مرستې به په راتلونکو ۱۲میاشتو کې پر۸۰زره اړمنو افغانانو وویشل شي".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، ۳۰زره خوارځواکې میندې او ماشومان به هم د ژوند ژغورنې دغه مرستې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په روان کال کې نژدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن دي.
بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي
په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.
د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.
جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.
دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.
وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.
دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.
تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي.
د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي.
په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.
هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي.
سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې.
ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.
یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو
برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.
ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي
ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي.
ریچارډ بنټ به خپل راپور د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا یو شپیتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پروسږکال په خپله شپیتمه غونډه کې له ښاغلي بنټ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي او د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو کې دې دا راپور یو شپيتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه.
جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده.
ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د اوس لپاره هره میاشت یوازې له دوه میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کولی شي.
په کابل او شاوخوا سیمو کې زلزله وشوه
شېبې مخکې نسبتاً قوي زلزلې کابل او د افغانستان ځینې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د جیالوحیکي سروې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ درجې و او مرکز یې د کابل د شمالختیځ په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې و.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستان ادعا کوي چې د باجوړ بریګر افغان و
پاکستان ادعا کوي چې په باجوړ کې پر پوځیانو انتحاري بریدکوونکی افغان و.
د روانې فبرورۍ په ۱۶ مه په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ووژل شول. د دې برید مسوولیت ټي ټي پی په غاړه واخیست.
پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو د ادعا پر اساس لیکلي چې د دې برید عامل قاري عبدالله نومېده چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکی و.
پاکستان تر دې وړاندې هم د اکثرو بریدونو عوامل افغانان بللي او پر له پسې وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.