د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

افغانستان

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د دفاع وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د دفاع وزارت

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت پرون ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ناسنجیده عمل دی.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده چې چا ته اجازه ورنه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرګندونې وکړي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ ویلي، که پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان حمله وکړي، دوی به په افغانستان کې دننه د دوی پر پټنځایونو برید وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "هر چا چې په هره بهانه د افغانستان پر حریم تجاوز وکړ د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي."

په تېرو څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په خاوره کې دننه ځینې اهداف ویشتلي، خو طالبانو یې پر وړاندې سوړ عکس العمل ښودلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د دوحې په غونډه کې د فعالانو پر نه ګډون د کاناډا خوابدي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د تنظیموونکو پر دې پرېکړه مایوسي څرګنده کړې چې غیرطالب ګډونوال، د ښځو مدافعانې، د مذهبي او قومي اقلیتونو غړي او د بشري حقونو د ډلو نور غړي د دوحې درېیمې غونډې له اصلي بحثونو څنډې ته کړای شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کاناډا له اوونیو راهیسې په ښکاره ویلي، چې د دوحې له درېیمې غونډې د ښځو او د مدني ټولنې پر حذف کولو مایوسه ده.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د کاناډا ځانګړی استازي ډېوېډ سپرول (David Sproule) هم برخه لري. د دې دوه ورځنۍ غونډې له اصلي بحثونو د ښځو او مدني ټولنې استازي څنډې ته کړای شوي، خو د سې شنبې په ورځ د ښځو او مدني ټولنې استازو ته په یوه حاشیوي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، ځینو ښځو دا حاشیوي غونډه تحریم کړې ده.

د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال به نن د دې غونډې په دوهمه ورځ هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي. تمه ده په نننۍ غونډه کې به د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت استازي د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر لومړیتوبونو او ننګونو خبرې وکړي.

د طالبانو یوه مخالفه جبهه د ۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي

د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پرون یې په کابل کې درې طالبان وژلي دي.

د ازادۍ جبهې تېره شپه پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې د دوی وسلوالو د کابل په «باغ بالا» سیمه کې د طالبانو پر پوسته حمله وکړه، درې طالبان یې ووژل او بل یې ټپي کړ.

دغه ادعا په بې پرې ډول تایید شوې نه ده. د طالبانو مخالفې ډلې وخت ناوخت په خپلو غلچکیو بریدونو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو خپلواکو سرچینو د دوی ادعاوې تایید یا رد کړي نه دي.

طالبانو په مالستان کې یوه تن ته په عام محضر کې سزا ورکړه

د طالبانو سترې محکمې په غزني ولایت کې یوه کس ته د زنا په تور په عام محضر کې د دُرو وهلو خبر ورکړی دی.

دې محکمې په یوه بیان کې ویلي چې په مالستان ولسوالۍ کې دغه کس پرون یکشنبه د ۳۹ دُرو تعزیري سزا تر څنګ په پنځلس کاله بند محکوم شو.

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د ورته سزاګانو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي، ځکه دا ادارې د محاکمو د شفافیت په باب اندېښنې لري او وايي په اکثرو مواردو کې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو له حق هم محروم دي.

د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال له ۲۴ زره زیانمن شویو کورنیو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي روان میلادي کال یې په افغانستان کې له ۲۴زره هغو کورنیو سره چې د طبیعي افتونو له کبله زیانمنې شوې وې، مرسته کړې ده.

دغه بنسټ نن دوشنبه په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي، چې له دغو کورنیو سره د دوی د زیانونو د جبران او په خپلو پښو د درېدو لپاره دا مرسته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي دوی له ۶۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ولس د ملاتړ لپاره ژوند ژغورونکي مرسته کوي. د غويي/ ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې د مرګ­ژوبلې اړولو تر څنګ دوی ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

په استقلال روغتون کې ۱۸ زره جراحي عملیات شوي

استقلال روغتون تېر کال څه باندې ۱۸زره عملیاتونه ترسره کړي.

دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه بیان کې کړې ده.

استقلال روغتون په پلازمینه کابل کې له مهمو دولتي روغتونونو دی چې کلونه کلونه یې په بېلابېلو برخو کې صحي خدمات وړاندې کړي.

دا د سوځېدنې د پېښو د درملنې یوازینی عمده مرکز دی چې تر څنګ یې د زیږنتون او نو زیږو څانګې هم پکې شاملې دي.

د طالبانو حکومت داسې وخت لسګونه زره کسانو ته د دغه روغتون له لارې د صحي خدماتو او عملیاتونو د ترسراوي خبر ورکړی چې د بې پولې ډاکترانو سازمان څه وخت مخکې اندېښنه ښوولې وه چې د افغانستان ګڼ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه چې د زیږنتون څانګې له دې ستونزې تر نورو ډېر اغېزمن شوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو لویديځو مرستندویانو د روغتیايي مراکزو تمویل هم کم کړی چې له امله یې خلک اغېزمن شوي.

د افغانستان بانک طالب مشر جیبوټي ته تللی

د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري
د طالبانو د افغانستان بانک رییس ملا هدایت الله بدري

د طالبانو تر کنټرول لاندې (د افغانستان بانک) مشر هدایت الله بدري د اسلامي مالي خدماتو د بورډ په ۲۲مه ناسته کې برخه اخیستې.

دا ناسته د جیبوتي هېواد په پلازمینه کې نن دوشنبې (د جولای لومړۍ) پیلیږي او سبا هم دوام کوي.

د افغانستان بانک په یوه بیان کې ویلي چې په دې ناسته کې به د اسلامي بانکدارۍ د ستندردونو، د مالي بنسټونو مدیریت، په اسلامي بانکدارۍ کې د دیجیتالیزیشن رول او په نړیواله کچه د اسلامي بانکدارۍ په پراختیا باندې بحث وشي.

مولوي هدایت الله بدري په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو د مالي کمیسیون مشر پاتې شوی او د تېر جمهوري نظام او لویدیځو هېوادونو په وړاندې یې د طالبانو د جګړې د تمویل سرچینې برابرولې.

د امریکا متحدو ایالتونو څو واره د افغانستان بانک په مشرتابه کې د جګپوړو طالب چارواکو پر ځای د مسلکي کسانو په ګومارنه ټینګار کړی.

په هلمند کې د هاوان چاودنې ۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

په هلمند ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

په هلمند کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې پرون (یکشنبه) ماسپښین شاوخوا درې بجې د هاوان مرمۍ هغه مهال وچاودېده چې دوو ماشومانو، چې سره خور او ورور وو، لوبې ورسره کولې.

دوولس کلنې نجلۍ روغتون کې ساه ورکړې او ورور یې تر درملنې لاندې دی.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي کله ناکله ماشومانو ته مرګژوبله رسوي.

افغانستان ته د اروپايي اتحادیې نژدې ۱۰۰ ټنه طبي مرسته

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان ته یې ۹۸ ټنه درمل او طبي وسایل لېږلي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافايل يوديس د جون په ۳۰مه په ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه مرستې د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز له لارې د يکشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېدې.

دا مرستې به د خوارځواکو ماشومانو، په طبیعي پیښو کې د ټپي شویو کسانو او په مرګونو سیلونو کې زیانمن شویو کسانو د درملنې لپاره ولګول شي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، دې اتحادیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته ۱۷۵۰ ټنه مرستې په ۳۶ الوتنو کې انتقال کړي دي.

ښځینه کارکوونکو د معاش د کمېدو په اعتراض کې اعتصاب کړی

د طالبانو د حکومت د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو، ۵ زره افغانیو ته د دوی د معاشونو د کمېدو په غبرګون کې کاری اعتصاب کړی دی.

تر ټولو تازه یې د شنبې په ورځ د کابل په یو شمېر روغتونونو کې د یو شمېر ښځینه ډاکټرانو کاری اعتصاب دی چې ویدیوګانې یې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.

یو شمېر اعتصاب کوونکې په دغو ویدیوګانو کې ویلي چې کارونه یې ممکن د نارینه وو کارکوونکو په پرتله ډېر وي خو ادعا کوي چې معاشونه یې کم کړل شوي دي.

ښځينه ډاکټرنو دا ادعا هم کړې چې د دوى له اعتراض او اعتصاب وروسته د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو له استازو سره ښه چلند نه دى کړى او د دغه وزارت مسوولان وايي چې سرپرست وزير په کندهار کې دى او دوى یې بايد تر راتلو پورې انتظار وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د دوی د مشر په حکم صادر شوی، د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ وټاکو.

د طالبانو پلاوي په دوحه کې له بیلابیلو استازو سره وکتل

د دوحې د غونډې له پیل مخکې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د سیمې هیوادونو له یو شمیر ځانکړو استازو سره کتلي دي.

دا خبره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي نن پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) کړې ده.

د جلالي په خبره، مجاهد د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف کتلي دي.

د هغه په خبره، تمه ده چې مجاهد به د هند، عربستان، قزاقستان، برتیانیا، ناروې، اندونیزیا، نیدرلند او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره هم لیده کاته ولري.

خو ښاغلي جلالي دا نه دی ویلي، چې په دې حاشیوي ناستو کې مجاهد له دې چارواکو سره پر کومو مسایلو خبرې کوي.

تمه ده د دوحې غونډه نن ماښام په ځايي وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیل شي او دوه ورځې دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG