خبرونه
حماس وايي، د اوربند په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی
د حماس د افراطي ډلې یو مشر اسامه حمدان وايي، د غزې د جګړې په اړه له اسرائیلو سره د اوربند په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
امريکا او اروپايي ټولنه حماس يو تروريستي سازمان بولي.
د حماس دغه چارواکي پرون (د سرطان په ۹ مه) په بیروت کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې فلسطیني ډله لا هم د هر ډول اوربند له وړاندیز سره چې جګړه پای ته رسوي «مثبت چلند» ته چمتو ده.
د متحده ایالاتو په ملاتړ د عربي منځګړو هڅې تر اوسه د اوربند په راوستلو کې ناکامې شوي او دواړه لوري د کړکېچ پړه پر یو بل اچوي.
حماس وايي هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او اسراییل مجبور کړي چې په بشپړه توګه له غزې څخه ووځي.
په همدې حال کې اسراييل وايي، له حماس سره په جګړه کې به يوازې لنډمهاله وقفې ومني او د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه وکړي، هغه ډله چې له ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې پر غزې واکمنه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په دونتسک د روسیې هوايي بریدونه؛ اوکرایني چارواکي: څلور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
اوکرایني چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې د روسیې په هوايي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.
بل پلو د اوکراین په جنوب خرسون ښار کې هم له لسو ډېر کسان وژل شوي دي.
له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین په مرکزي سیمه کې يې پر یوې هوايي اډې د توغندیو په برید کې ۵ جېټ الوتکې له منځه وړي دي.
د اوکراین د پوځ یو پخواني چارواکي پر میرهورود هوايي اډې برید تایید کړی، خو زیاته کړی ده چې روسیه د الوتکو د له منځه وړلو د ادعا په برخه کې مبالغه کوي.
د دونتسک سیمې لپاره پوځي مشر وادیم فیلاشکین پر ټیلګرام ویلي، څلور کسان پرون په درېیو کلیو کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
بل پلو د خرسون د سیمې پوځي قومندان اولیکسندر پروکودین ویلي، د روسیې په بریدونه کې په دې سیمه کې ۵ کسان وژل شوي دي.
اوکرايني پوځیانو دا جنوبي ښار خرسون د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې بیرته له روسیې ځواکونو ونیوه.
د هنګري صدراعظم کییف ته رسېدلی
د هنګري صدراعظم د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې د اوکراین پلازمېنې کییف ته سفر کړی دی.
د هنګري د حکومت ویاند نن دجولای دویمه پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر اوکراین ته د اوربان سفر تایید کړی دی.
اوکراین ته د هنګري د دې لوړپوړي چارواکي دا سفر په داسې حال کې دی چې پرون د جولای لومړی نېټه هنګري د اورپايي ټولنې د شورا مشري پر غاړه واخیسته.
دا سفر، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په کې د اوربان لیدنه شامله ده، کییف ته د لوېدیځو هېوادونو د دوامداره پوځي مرستو په اړه د اوربان نیوکو ته په کتو د پام وړ ګرځېدلی دی.
ویکتور اوربان یو له هغوو څو ګوته په شمار لوېدیځو مشرانو څخه دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته يې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.
کییف تراوسه د اوربان د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو پر بنسټ رسنیو په یوه خبري کنفراس کې د ګډون بلنلیکونه ترلاسه کړي دي.
د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا کې د ۹ وسلهوالو د وژلو ادعا وکړه
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په خیبرپښتونخوا کې يې ۹ وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان پوځ د جولای په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان يې د خیبرپښتونخوا په تیرا او لکي مروت سیمو کې په یو لړ عملیات کې وژلي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي چې په کې له وسلهوالو چادوېدونکې مواد هم لاسته راغلي دي.
د پوځ په خبرپاڼه کې ویلي شوي، د نهو وسلهوالو له ډلې ۷ يې په تیرا او دوه نور يې په لکي مروت کې وژل شوي دي.
پوځ تراوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان حکومت د تېرې جون میاشتې په ۲۳مه د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو پیلولو پرېکړه کړې وه.
د پاکستان صداعظم شهباز شریف د دې عملیانو په اړه ویلي وو چې دا پرخ عملیات نه دي او د خلکو برخې اخیستو ته په کې اړتیا نهشته.
د فلسطین طبي مسوولان په خانیونس کې د ۸ کسانو د وژلو خبر ورکوي
د فلسطین د سرې میاشتې او طبي چارو مسوولان وايي، د غزې په جنوبي ښار خانیونس کې د اسراییل په تازه بریدونو کې اته کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.
دغو بریدونو په دې ګڼ مېشت ښار کې سلګونه کسان تېښتې ته اړ کړي دي.
په عین حال کې د اسراییل پوځ د غزې په جنوبي سیمو کې له خلکو غوښتي چې له خپلو سیمو ووځي.
دا بریدونه وروسته له هغې دي چې د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د اسراییل پر ښارګوټو توغندي وتوغول.
د فلسطین د جهاد ډله له حماس وسلهوالې ډلې سره یوځای د اسراییل پر ضد جګړه کوي.
حماس هغه ډله ده چې امریکا او اروپايي ټولنه يې ترهګر سازمان بولي.
طالب وزیر د افغاني تولیداتو د نندارتون په پرانیستو کې د ګډون لپاره تاشکند ته لاړ
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوادګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن سهار سې شنبې د جولای دویمه د یوه پلاوي په مشری ازبکستان ته لاړ.
د طالبانو د تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عزیزي له قوله د دې سفر موخه په ازبکستان کې په هغه څلور ورځني نندارتون کې چې شاوخوا ۲۵۰ افغان سوادګرو په کې برخه اخلي، ګډون بللی دی.
وړاندې د عزیزي له قوله ویلي شوي وو چې دوی به په دې سفر کې خپل تجارتي پروګرامونه د ازبکستان له چارواکو سره شریک کړي.
ټاکل شوې نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون ویلي، په دې نندراتون کې به افغاني غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي کاڼي، وچه مېوه او ځني نور محصولات نندارې ته وړاندې شي.
طالب چارواکو په دې نندارتون کې د ښځینه صنعتکارانو او سوداګرو د ګډون او نه ګډون په اړه تراوسه څه ویلي نه دي.
له پاکستانه ۳۰۰ افغان کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، له پرون راهیسې له پاکستانه نژدې درې سوه کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوي دي.
دې اژانس نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، له دغو کورنیو ۵۳ يې د کندهار د سپین بولدک، ۴۴ يې د نیمروز د وریښمو پل او ۱۲۱ نورې يې د اسلام کلا له لارې بېرته هېواد ته راغلي دي.
د اژانس پر اساس، له دې ډلې شپږ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، او پر یو شمېر نورو کورنیو مرستې هم ویشل شوي دي.
دا افغانان په داسې حال کې بېرته افغانستان ته ستنیږې چې له پاکستان څخه یوازې په تېرې جون میاشت کې ۲۲زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړای شوي وو.
مجاهد وايي، د ایران له استازي سره یې پر سیمهییز اتصال خبرې کړي
په دوحه کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان لپاره د ایران له ځانکړي استازي سره يې د اړیکو پر پراختیا او سیمهییز اتصال خبرې کړي دي.
مجاهد نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، دا خبرې يې په دوحه کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې کړي دي.
مجاهد پر ایکسپاڼې په یو بل پیغام کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او په دوحه کې د دغه هیواد له سفیر سره د کتنې هم ویلي دي.
د قطر پلازمېنه دوحه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړی نېټه د سرطان لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه وه.
دې ناستې ته د مجاهد په مشری د طالبانو د حکومت شپږ کسیز پلاوی ورغلی و.
د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو او مدني فعالانو استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
فوټبال؛ پرتګال او فرانسې هم منځلوبو ته لار پیدا کړه
د اروپا اتلانو لیګ د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې پرون دوشنبې (د جولای په لومړې نېټه) دوه سیالۍ وشوې چې په لومړۍ کې فرانسې ۱ـ۰ بلجیم او په دویمې سیالۍ کې پرتګال د پینالټي په شوټونو سلوانیا ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه.
دې بریو فرانسه او پرتګال منځلوبو ته ورسول او دواړه لوبډلې به د جولای په ۵ مه نېټه منځلوبه یا کواټرفاینل ترسره کوي.
ټاکل شوې چې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو به نن سې شنبه د رومانیا او هالنډ یا نیدرلنډ او اتریش او ترکیې په لوبو سره پای ته ورسیږي.
د ویلو ده چې د منځلوبو پړاو به د جولای په ۵ مه نېټه د هسپانیا او کوربه جرمني ترمنځ پیل شي.
پر ترانس افغان پروژې څلوراړخیزې خبرې وشوې
دوحې ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي د ازبکستان، پاکستان او قطر له استازو سره پر (افغان ترانس) پروژې خبرې کړې دي.
افغان ترانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ریللار یا د ریلاګاډي پټلۍ د غځولو پروژه ده چې د درې واړو هېوادونو د تجارتي اړیکو لپاره مهمه بلل کیږي.
د طالبانو د حکومت ویاند او دوحې ته د دوی د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد بیګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، ګډونوالو د دې پروژې د کار د ژر تر ژره پيل غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.
تر دې وړاندې د ازبکستان چارواکو ویلي و چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي.
د پروژې لګښت څه باندې څلورنیم میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
مسکو پر طالبانو د بندیزونو په لیرې کولو غور کوي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.
د یورو اکتیف خپرونې د لیکنې پر اساس، نبنزیا پرون دوشنبې دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره ناسته درلوده.
نبنزیا خپرونې ته ویلي، پر دې حقیقت سترګې نه شي پټیدای چې طالبان دا مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې ترتیب له هغوی سره معامله وشي.
نبنزیا ونه ویل چې دوی به څه وخت په عملي توګه طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د کابینې څو نورو غړو هم له طالبانو سره د اړیکو د پياوړتیا او پر هغوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ورته څرګندونې کړې دي.
طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو ډلو په لیست کې دي.