د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د کرکټ روانو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان پرله‌پسې بریاوې او د افغانانو غبرګونونه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي، له نیوزیلینډ څخه د لوبې ګټل لویه بریا ده.

نوموړي ټولو مینه‌والو ته د دغه بریا له امله مبارکي ورکړې ده.

هغه له سیالۍ وروسته له امریکا غږ سره په یوه لنډه مرکه کې ویلي: "ټولو مینه‌والو ته مبارکي وایم. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ډېره ستره بریا ده، زموږه خواري او د ستاسو دعاګانې وې."

" د نیوزیلند په وړاندې بریا په شل اووریز کرکټ کې زموږ له لویو بریاوو څخه وه"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

د ملي لوبډلې یو شمېر افغان مینه‌وال هم وايي، لوبډلې له نیوزیلینډه د کرکټ په بریا وښوده چې د هر ډول سیالیو د بریا وړتیاوې لري.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې په دې بریا سره منځلوبو او ان نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د تګ هیلې پیدا شوي دي.

د کرکټ مینه‌وال نور الرحمان پښتونیار ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان په کرکټ شل اوریزه جام کې بریالی سفر پیل کړی دی. تېرې دوه لوبې چې افغانستان په کوم توپیر وګټلې، موږ ته دا هیلې راکوي چې لوبډله به په دې سیالیو کې ښې لوبې وکړی او بریاوې به راوړي."

شیرین‌اغا پردیس هم په روان نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبې ستايي او وايي: "په دې کې شک نه‌شته چې افغانستان به ان نړیوال جام ګټي، خو که دوی همدغسې په جذبه ولوبېږي او پر ځانونو باور ولري. د تېرې شپې لوبې ته په کتو هیلې شته چې په راتلونکو دوه لوبو کې چې د پي‌این‌جي او ویسټ اینډیز پر وړاندې دي افغان لوبډله به بریاوې خپلې کړي."

دوی وايي، د لوبډلې د مخته تګ هیله لري.

په همدې حال کې یو شمېر افغان شخصیتونو هم د افغان لوبډلې د دغه بریا په اړه د خوښۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې د افغان لوبډلې لوبه ستایلې او لیکلي یې دي چې لوبډلې ګډ کار، خپل مهارتونه او یو ښه هوډ نندارې ته وړاندې کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

پخواني ولسمشر حامد کرزي، مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني او په تېر جمهوري نظام کې د ملی مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په خپلو ایکسپاڼو کې په خپرو کړیو پیغامونو سره، افغانانو ته د دغه بریا له امله مبارکي ویلې ده.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر او د کرکټ بورډ پخواني غړي عمر زاخېلوال بیا له نیوزیلینډه د سیالۍ ګټل د نه منلو وړ بللي او په خپله ایکسپاڼه یې لیکلي چې افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او دوهمه پرله‌پسې بریا یې خپله کړه.

نوموړي هیله ښودلې چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې لا پرمختګ وکړي.

افغانستان نن سهار د کرکت په روان نړیوال شل اوریز جام کې نیوزیلینډ د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په دې سیالیو کې د افغانستان دوهمه ستره بریا وه.

له دې وړاندې افغان لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې یوګاندا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله د دې سیالیو په سي C ګروپ کې له نیوزیلنډ، پي‌این‌جي، یوګاندا او ویسټ اینډیز سره یوځای ده.

افغانستان به له دې وروسته له ویسټ اینډیز او پی‌این‌جي سره هم لوبې کوي.

درېیمه لوبه د روانې جون په ۱۴مه له پي‌این‌جي او وروستۍ ګروپي لوبه د جون پر اتلسمه له ویسټ اینډیز سره ده.

که په دې دوه لوبو کې افغانستان یوه لوبه هم وګټي د دې سیالیو بل پړاو ته یې تګ تقریباً حتمي کېږي.

بل پړاو، چې د غوره اته لوبډلو پړاو دی، له هر ګروپه ورته دوه دوه لوبډلې لاره کوي.

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې ټولې شل لوبډلې لوبېږي چې په څلورو ګروپونو ویشل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG