د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

په روان نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ بریا؛ افغانان د نورو بریاوو تمه لري


د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ يو شمېر مينه‌وال د کرکټ د نړيوال جام په شل اووريزو سياليو کې د يوګاندا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بريا هرکلى کوي او هيله مند دي چې افغانستان به په راتلونکو سياليو کې هم دغه راز برياوې خپلې کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سى شنبې په ورځ د شل اووریز نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د یوګاندا لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره مخالفې لوبډلې ته ۱۸۴ منډې هدف وټاکه.

د یوګاندا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۶م اور "اوټ" یا وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۵۸ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راديو ته وويل: "په ټوله کې دا ډېره ښه لوبه وه او دا یوه لویه بریا ده. راتلونکې لوبه د جون مياشتې په اتمه د نیوزیلینډ پر وړاندې ده او د ملي لوبډلې تمرینات دوام لري. تاسو جريان کې یاست چې زمونږ ملي لوبډله دوه اوونۍ وړاندې ویسټ اینډیز ته تللې وه څو د روزنې کمپونه ولري او د ویسټ اینډیز له میدان او هوا سره بلد شي."

له یوګاندا سره د افغان لوبډلې په بریا کې توپ اچونکي فضل حق فاروقي رول مهم بلل شوی. فاروقي د دې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.
له یوګاندا سره د افغان لوبډلې په بریا کې توپ اچونکي فضل حق فاروقي رول مهم بلل شوی. فاروقي د دې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

سادات زياته کړه چې ملي لوبډله بشپړ چمتووالى لري او هيله لري چې راتلونکې لوبې هم وګټي.

په همدې حال کې د کرکټ یو شمېر مینه‌وال د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر بریا ډېر خوښ دي او دا بریا یې د راتلونکو لوبو لپاره ښه پيل بولي.

د غزني ولایت اوسېدونکي احمد شاکر ازادي راډيو ته وویل: "دا د ډېرې خوښۍ او خوشالۍ ځای دی چې زموږ د کرکټ ملي لوبډلې او د کرکټ لوبغاړي د یوې بهرنۍ لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه. دا زموږ لپاره د ځانګړې خوښۍ ځای دی. باور وکړئ چې په هغه وخت کې به مو له سترګو اوښکې وبهېدې. موږ هیله‌من یو چې خدای زموږ د ځوانانو دې په ټولو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري."

د کابل اوسېدونکی ولي احمد وویل: "زه ډېر خوښ یم چې د افغانستان ملي لوبډلې د یوګاندا پر وړاندې بریا خپله کړه او سياليو سفر یې په بریا پیل کړ. که لوبه يې بايللې هم وه نو مونږ به د خپلو لوبغاړو ملاتړ کاوه، خو له زړه څخه خوښ یو چې لوبه یې وګټله او د بریا لپاره یې دعا کوو. خدای دې دوی تل بریالي کړي."

د کرکټ د چارو يو بل پوه احمد فرهاد فدايي هم د ملي لوبډلې د لوبغاړو هڅې بريالۍ بولي او وايي چې دا د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

فدايي وویل: "واقعاً ډېره عالي وه او دوی به راتلونکې لوبې ته چې د نیوزیلینډ سره ترسره کېږي په خورا ښه او مثبت روحيې ميدان ته ننوځي. موږ هیله لرو چې افغانستان به بل پړاو ته لاړ شي، انشاالله. تراوسه افغانستان سیمې فاینل ته نه دی رسېدلی او هیله لرو چی افغانستان به نیمه پايلوبې او پايلوبې ته ورسېږي او انشاالله نړیوال جام وګټي. "

د افغانستان راتلونکې لوبه د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره د شنبې په ورځ د جوزا په ۱۹مه د افغانستان په وخت د سهار په څلورو بجو ده.

په دغه نړیوال جام کې، چې لوبډلې یې د پنځو لوبډلو په ۴ ګروپونو کې ځای پرځای شوي، افغانستان په درېیم ګروپ یا سي"C" کې دی او د نیوزیلنډ، ویسټ اینډیز، یوګاندا او نوې ګینه د کرکټ له ملي لوبډلو سره سیالي کوي.

له ۲۰۱۰م کال راهیسې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ګډون کوي چې تر ټولو ښه پايله یې په ۲۰۱۶م کال کې، تر لاسه کړې وه چې په ترڅ کې يې افغانستان د دې سیالیو د لسو غوره لوبډلو په کتار کې راغلى و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG