د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

افغان کرکټ ملي لوبډله نن عمان سره لوبیږي


افغان کرکټ لوبغاړي
افغان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د مې ۲۹ مه د عمان د کرکټ ملي لوبډلې سره تمریني لوبه کوي.

د عمان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د تیاریو دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د ټرینیډاډ او ټوباګو په کوینز پارک اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په شپه (د مې ۳۱مه) د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په دویمه تمریناتي لوبه کې مخ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په «سي» ګروپ کې د نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، پاپوا نیو ګیني او یوګانډا د کرکټ ملي لوبډلو سره ده.

په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په ۴ مه د کابل پر وخت د سهار پنځه بجې د یوګانډا د کرکټ له ملي لوبډلې سره وشي.

XS
SM
MD
LG