د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ګرجستان کې د " بهرني اجنیټ" په نوم د لانجمن قانون په تړاو د اعتراضونو دوام


د لاریونونو یوه څنډه
د لاریونونو یوه څنډه

په ګرجستان کې اعتراض کوونکي د" بهرني اجینټ " تش په نوم قانون په وړاندې سړکونو ته راوتلي او د دغه قانون طرحه " د روسیې طرحه" بولي.

اعتراض کوونکي وایي چې دوی د دغه قانون په وړاندې دریږي، ځکه چې د ډیموکراسۍ د اصولو په ضد ده او له اروپایي ټولنې سره ددغه هېواد د یوځای کېدو مخه نیسي.

یوه اعتراض کوونکي الکساندر میشویلیدزي ازادي راډیو ته وویل:

" زه ډېر ناهیلی یم، ځکه دا د روسیې خوب دی، نه د ګرجستان. دا زمونږ اروپایي-راتلونکې خرابوي. دا کار د متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو اړتیا پیښوي. مونږ د دغه قانون په وړاندې ولاړ یو او خپله مبارزه جاري ساتو. دا مبارزه مونږ لپاره مهمه ده."

په ګرجستان کې د دغه قانون د طرحې په وړاندې له اعتراضونو وروسته ولسمشرې سالومې زورابیشویلي ( Salome Zurabishvili ) دغه طرحه ویټو یا رد کړه، خو د دغه هېواد پارلمان د سه شنبې په ورځ د ولسمشرې ویټو رد او د قانون طرحه یې تصویب کړه.

که څه هم د قانون له مخې دغه طرحه بیرته د ګرجستان د ولسمشرې میز ته ورځي، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، طرحه قانون کېدو ته نژدې شوې ده.

د بهرني اجینټ ورته قانون مخکې له دې روسیې هم تصویب کړی چې ورسره پر بهرنیو موسسو، ازادو رسنیو او مدني بنسټونو فشار راغلی او تړل شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر سټیفن کاپس ویلي، د دغې راډیو د ګرجستان څانګه به د ګرجستان لپاره د خپلواکو خبرونو له رسولو شاته نه شي.

کاپس پرون د ګرجستان د پارلمان له خوا د دغه قانون تر تصویب وروسته په یوه بیان کې وویل، همدا لامل دی چې په لسګونو زره ګرجستانیان د دغه قانون پر ضد د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. هغه ویلي دغه خطرناک نوی قانون «د روسیې قانون» دی او د بیان ازادۍ او ډیموکراتیکو ارزښتونو ته زیان رسوي.

متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې د ګرجستان د پارلمان حاکمې ډلې " جورجین ډریم" ته خبرداری ورکړی چې دغه حرکت او د مظاهره چیانو د ځپلو چارې به یې ناوړه پایلې ولري.

د اروپایي شورا مشر چارلز مېشل ویلي، دغه قانون به له اروپایي ټولنې سره د ګرجستان یوځای کېدل، یو قدم شاته بوځي.

XS
SM
MD
LG