د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د ګرجستان د پخواني ولسمشر 'ميخايل ساکاشويلي' د خوشې کېدو لپاره مظاهرې شوي


د ګرجستان د پخواني ولسمشر په ملاتړ مظاهرې
د ګرجستان د پخواني ولسمشر په ملاتړ مظاهرې

د اروپایې ټولنې او نړۍ په یو شمېر ښارونو کې مظاهره‌چیانو د ګرجستان د ډيپلوماتیکو ادارو مخې ته اعتراض وکړ.

مظاهره‌چیانو له زندانه د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوله.

مظاهره‌چیانو ویلي، د ساکاشویلي روغتیایي وضعیت نازک دی او باید له زندانه ازاد شي.

پرون د اروپا او نړۍ په پنځلسو هېوادونو کې د ساکاشویلي وژغوری ټویټري هشتګ هم کارېدلی و.

مظاهره چیانو ویلي، د ساکاشویلي روغتیایي وضعیت نازک دی او باید له زندانه ازاد شي.

په ګرجستان کې د ساکاشویلي پلویان د میلیاردر او پخواني صدر اعظم بیدزینا ایوانیشویلي په پلرني کلي کې راټول شوي وو.

باور دا دی چې ایوانیشویلي اوس هم د ګرجستان پر حکومت باندې ډېر نفوذ لري.

مظاهره‌چیانو چې د ساکاشویلي د ازادېدو بنرونه یې لېږدول غوښتل چې د ایوانیشویلي کور خواته لاریون وکړي، خو مخه یې ونیول شوه.

د ګرجستان د پخواني ولسمشر د خوشې کېدو لپاره مظاهرې
د ګرجستان د پخواني ولسمشر د خوشې کېدو لپاره مظاهرې

په تبلیسي او د ګرجستان په نورو ښارونو کې هم د ساکاشویلي د ازادېدو لپاره ورته مظاهرې وشوې.

میخایل ساکاشویلي له ۲۰۰۴ کاله تر ۲۰۱۳ پورې د ګرجستان ولسمشر و چې له واکه د ناوړه ګټې اخیستې په جرم په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.

د هغه پلویان پر ده لګول شوی تور سیاسي بولي.

د ساکاشویلي روغتیایي ډلې هم ویلي چې د نوموړي صحي وضعیت خراب شوی، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر وروسته چې هغه زندان ته لېږل شوی دی.

هغه مهال چې نوموړی زندان ته ولېږل شو، د دغه حکم په وړاندې یې په پرله‌پسې ډول د نه خوړو اعتراضونه وکړل.

ساکاشویلي دا مهال د ګرجستان د پلازمېنه تبلیسي په یوه کلینیک کې تر درملنې لاندې دی، خو وکیلان یې هڅه کوي چې د حبس حکم یې وځنډوي چې نوموړی د ښې درملنې لپاره بل هېواد ته ولېږدوي.

د ګرجستان د ولسمشر خوشې کېدو لپاره مظاهرې
د ګرجستان د ولسمشر خوشې کېدو لپاره مظاهرې

د تېرې دسمبر میاشتې په سر کې د ساکاشویلي حقوقي ډلې هغه روغتیایي راپور خپور کړ چې په‌کې ویل شوي و، نوموړی د توقیف پر مهال مسموم شوی او که یې سمه درملنه ونه شي، ممکن ومري.

خو د ګرجستان چارواکو د هغه د نازک روغتیایي وضعیت په اړه شک څرګند کړی دی.

ټاکل شوې د جنورۍ په ۹مه په تبلیسي کې یوه محکمه پر دې غونډه وکړي چې دنوموړي د حبس حکم وځنډوي او که نه.

XS
SM
MD
LG