د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

نړۍ

د تبلیسي ښاروال: نیول شوی پخوانی ولسمشر باید د خپلو کړنو مسؤلیت ومني

د ګرجستان نیول شوی پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي
د ګرجستان نیول شوی پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان د پلازمېنې تبلیسي ښاروال کاخا کالادژې «Kakha Kaladze» وایي، د دې هېواد پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي باید د خپلو کړو وړو مسؤلیت په غاړه واخلي.

هغه دا خبره پرون په تبلیسي کې خبریالانو ته وکړه او ساکاشویلي یې مجرم وباله.

میخایل ساکاشویلي چې کلونه کلونه په اوکران کې اوسېده، په ګرجستان کې د ښاروالیو او سیمه‌ییزو شوراګانو تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې بېرته دغه هېواد ته ستون شو او سمدستي ونیول شو.

دغه انتخابات د تېرې جمعې په ورځ د اکټوبر په لومړۍ نېټه ترسره شول.

ساکاشویلي د ولسمشرۍ په موده کې له قدرته د ناوړه استفادې او د مخالفانو د ځپنې په تور په یوه غیابي محکمه کې په څو کاله بند محکوم شوی و.

هغه تېره اوونۍ ویلي چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره د زندان خطر په ځان مني او هغه هېواد ته ځي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني له منځنۍ اسيا څخه دغه هېواد ته د مسلکي کارګرانو د تګ تړون لاسليک کړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف او د جرمني لومړی وزير اولاف شولڅ
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف او د جرمني لومړی وزير اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له‌مخې به یې د جرمني د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جرمني ته د مسلکي کارګرانو د تګ او له جرمني د ځینو کډوالو د ایستلو زمینه برابره شي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په سرقند کې له کتنې وروسته ویلي، دوی د جرمني د اقتصادي ودې لپاره د خورا با استعداده کارګرانو مهاجرت ته اړتیا لري.

شولڅ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، دواړو هېوادونو د هغو کسانو په باب پر ساده او بې طرازلعملو چلندونو موافقه کړې، چې باید د هغوی اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي.

هغه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ چې ایا له ازبکستان سره تړون د هغو افغانانو له شړلو سره ارتباط لري که نه، چې په جرمونو تورن دي؟

جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه په جرمنو د تورنو افغان کډوالو د اخراج لړۍ بیا پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې ۲۸ افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، کابل ته ستانه کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، چې له شولڅ سره ملګرې وه او په سمرقند کې یې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې افغانستان ته د نورو الوتنو په پلان بوخته ده، څو هغه افغانان چې په جدي جرمونو تورن دي، بېرته افغانستان ته اخراج کړي.

د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د پوليسو پر موټر د چاودنې مسووليت داعش ډلې ومانه

پاکستان کې د يوې چاودنې انځور
پاکستان کې د يوې چاودنې انځور

د اسلامي دولت افراطي ډلې یا داعش نن د هغې بمي حملې مسوولیت ومانه چې، په نتیجه کې یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دوه پولیس چارواکي وژل شوي دي.

تېره شنبه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې په کچلاغ کې د پولیسو پر یوه موټر د منفجره وسیلې په چاودنه کې د پولیسو دوه چارواکي ووژل شول.

پاکستاني چارواکي وايي، په حمله کې دوه نور افسران ټپیان شوي دي.

شنونکي وايي، په بلوچستان کې چې په تېلو او ګازو غني ایالت دی، د اسلامي دولت ډلې او هغو بېلتون‌پالو ترمنځ چې له کلونو پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو حملې کوي، همغږي زیاته شوې ده.

د فدرالي څېړنو اداره: ډونالډټرمپ د ترور له يوې هڅې روغ وتلی

د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.
د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.

د امریکا د فدرالي‌ څېړنو اداره وایي، مخکېنی ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې هڅې روغ وتلی دی.

رویټرز خبري اژانس د دغې ادارې په حواله لیکلي، د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.

که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نه‌شته، خو رویټرز د پولیسو د سرچینو په حواله ویلي چې، له کورسه بهر ډزې شوې دي.

د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نژدې له شویو ډزو روغ وتلی، خو جزیات یې نه‌دي ورکړي.

سي‌ان‌ان ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو په حواله ویلي، مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.

د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې پر ښاغلي ټرمپ په پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال ډزې وشوې، چې پایله کې يې د هغه غوږ ټپي شو.

اسراييل پوځ تېر ډسمبر غزه کې د يو هوايي بريد پر مهال د درې برمته‌ شويو وژل کېدل تأييد کړل

پر غزه د يو هوايي بريد انځور
پر غزه د يو هوايي بريد انځور

د اسراییل پوځ تایید کړې چې، په غزه باندې تېر ډسمبر د دوی په یوه هوایي حمله کې په ډېر احتمال درې تنه اسراییلي یرغمل وژل شوي دي.

د اسراییلو د پوځ استخباراتو د درې وژل شویو یرغملو په اړه د خپلو لس میاشتنیو څېړنو پایلې خپرې کړې.

نیک بایرز، رون شرمن او الیا تولدانو هغه دری اسرایلیان دي چې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي.

د اسراییل پوځ ویلي په غزه کې یې د حماس د پوځي ډلې د یوه مشر احمد غندور د وژنې په هدف هوايي برید کړی وو، خو د درې یرغملو اسرایلیانو له ځایه نه وو خبر.

له يمن څخه پر اسراييل د يو راکټ د ويشتل کېدو خبر ورکړل شوی

هغه سيمه چې راکټ په‌کې لګېدلی دی.
هغه سيمه چې راکټ په‌کې لګېدلی دی.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، له یمن څخه د اسراییل په لور یو له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکی راکټ ویشتل شوی او پر یوه نااستوګنه سیمه لګېدلی دی.

د اسراییل پوځ نن یک‌شنبې وویل، د دې برید له کبله د سر او مال هیڅ راز زیان نه‌دی پېښ شوی.

څو شیبې مخکې له‌دې چې توغندی ولګېږي په تل‌ابیب او ټول اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.

د یمن حوثي یاغیانو د روان کال په جولای میاشت کې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په وسیله پر تل‌ابیب برید وکړ چې، یو کس یې وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

دغه برید اسراییل وهڅاوه چې د یمن د حدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغیانو پر هدفونو لوی هوایي برید وکړي، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل.

د اسرايیل دفاع وزارت دا هم ویلي چې، نن له لبنان څخه اسراییل ته ۴۰ توغندي وویشتل شول، چې د هوایي دفاع سیسټم له‌خوا شنډ شول او یا هم پر نااستوګنو سیمو ولګېدل.

د بشري حقونو د څار ادارې د منځنۍ اسيا په يوشمېر هېوادونو کې د بشري حقونو پياوړي کېدل غوښتي

HRW logo
HRW logo

د بشري حقونو د څار ادارې "HRW" د جرمني له صدراعظم اولف شولڅ څخه وغوښتل چې، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې په خپلو هېوادونو کې بشري حقونه دود او پیاوړي کړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې، شولڅ به په‌دې اوونۍ کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره په ناسته کې برخه واخلي.

اولاف شولڅ به نن یک‌شنبې په درې ورځني سفر ازبکستان ته روان شي.

هغه به سبا، دوشنبې او بل سبا، سه‌شنبې، په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا د فارمټ په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دغه کنفرانس لومړۍ غونډه تېر کال په برلین کې جوړه شوې وه.

د بشری حقونو د څار سازمان وایي، د جرمني حکومت په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته له هغو سره نژدې اړیکې ټینګولی نه‌‌‌شي.

شولڅ به د خپل سفر په لومړي ټپال کې په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او له ازبکستان څخه جرمني ته به د ماهرو کارګرو د انتقال په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.

نوموړی به راتلونکې اوونۍ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د بريتانيا او فرانسې ترمنځ د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي

د بېړۍ د ډوبېدو د يوې پېښې انځور، چې خلک يې پلټنه کوي.
د بېړۍ د ډوبېدو د يوې پېښې انځور، چې خلک يې پلټنه کوي.

لږ تر لږه اته کسان هغه مهال مړه شول چې، د غیرقانوني کډوالو یوه وړه بېړۍ د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې ډوبه شوه.

دا پېښه نن یک‌شنبې سهار وختي هغه مهال وشوه چې، کډوالو غوښتل له فرانسې څخه په کښتۍ کې بریتانیا ته ولاړ شي.

دوه اوونۍ د مخه، د شپږو ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې په ګډون دوولس کسان په ورته پېښه کې مړه شول، چې دا د روان ۲۰۲۴ کې تر ټولو وژونکې پېښه وه.

د بریتانیا او فرانسې د بېړۍ چلونې د ادارو د مسوولانو او ساحل ساتونکو په وینا، په وروستیو ورځو کې له‌دې خطرناکو او سړو اوبو څخه د تېرېدو لپاره د ناقانونه کډوالو هڅې زیاتې شوي دي او یوازې د شنبې د ورځې تر پایه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ کډوال له کوچنیو بېړیو څخه ژغورل شوي دي.

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د ايران له لوري روسيې ته د بالستيک توغنديو لېږل غندلي

د ايران بالستيک توغنديو انځور
د ايران بالستيک توغنديو انځور

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو لېږل غندلي دي.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې لوی استازي پرون (شنبې) په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې دوی د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو صادرات او د روسیې له‌خوا د هغو پېرودل په کلکه غندي او په‌دې برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.

شواهد ښیي چې ایران د نړیوالو له بیا بیا غوښتنو سره - سره روسیې ته د وسلو له لېږد لاس نه‌دي اخیستي.

د جي۷ یا اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړه چې، روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون له ایراني وسلو څخه د اوکرایني ملکیانو د وژلو او د دې هېواد په مهمو زېربناوو باندې د برید لپاره کار اخیستی دی.

دوی په عین جال کې د روسیې تېری د ملګروملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.

دوی په خپل ګډ بیان کې له ایرانه غوښتي چې د اوکراین خلاف د روسیې د نامنصفانه او غیرقانوني جګړې ملاتړ سمدستي پای ته ورسوي او روسیې ته بالستیک توغندي او بې‌پېلوټه الوتکې ونه لېږي.

اسراييل کې يو ځل بيا د يرغمل شويو د ژغورنې په موخه لاريونونه شوي

اسراييل کې د اعتراض کوونکو يو انځور
اسراييل کې د اعتراض کوونکو يو انځور

پرون د اسرايیل په عمده ښارونو کې یو وار بیا په زرګونو کسان په اعتراض لارو سړکونو ته راووتل چې پر خپل حکومت فشار زیات کړي، ترڅو په غزې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یرغمل کړل.

ویل کېږي له‌دې شمېر ۹۷ به لا هم د حماس په بند کې وي.

د اسرايیل پوځ ویلي، په دغه شمېر کې به ۳۳ کسان مړه وي.

په اسرايیل کې هره اوونۍ پر حکومت د فشار راوستلو لپاره مظاهرې کېږي او برخه‌وال یې د داسې موافقې غوښتونکي دي، چې په مرسته یې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي.

د بريتانيا پخوانيو دفاع وزيرانو د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه کړې

د ليرې واټن ويشتونکې وسلې
د ليرې واټن ويشتونکې وسلې

د بریتانیا څو پخوانیو دفاع وزیرانو او پخواني صدراعظم له اوسني صدراعظم کییر سټارمر غوښتنه کړې چې، اوکراین ته زمینه برابره کړي، څو د امریکا د متحده‌ایالتونو له ملاتړ پرته هم، د روسیې په خاوره کې دننه ليرې واټنه میزاییل وکارولی شي.

په‌دې اړه سنډې ټایمز پرون شنبه راپور ورکړ.

په راپور کې ویل شوي چې د بریتانیا پخوانیو دفاع وزیرانو ګرانټ شاپس، بن والاس، ګوین ویلیامسن، پني موردانت او لیام فاکس او پخواني صدراعظم بوریس جانسن دا غوښتنه مطرح کړې ده.

دغو پخوانیو سیاستوالو خبرداری ورکړی، چې په‌دې برخه کې هر ډول ځنډ به د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لا زړور کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي له میاشتو راهیسې له متحدانو سره یوځای غوښتنه لري، چې اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي، څو غربي میزاییل او په امریکا کې د جوړو شویو لیرواټنه اتاکمس (ATACMS) او په بریتانیا کې د سټورم شډوز (Storm Shadows) په نوم جوړ شوي توغندي د روسیې په خاوره کې دننه وکارول شي، چې له‌دې سره د نورو حملو لپاره د مسکو ظرفیت محدود شي.

تېره جمعه د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د بریتانیا له صدراعظم کییر سټارمر سره کییف ته په روسیه کې دننه پر ځینو اهدافو د حملو لپاره د لیرې واټنه میزاییلو د کارونې د اجازې په اړه خبرې وکړې، خو کومه پرېکړه اعلان نه‌شوه.

ځینو امریکايي چارواکو په‌دې اړه شک ښوولی چې، د دغسې میزاییلو د کارونې لپاره د زمینې برابرول دې د روسیې د اشغالګرو په وړاندې په مبارزه کې د کییف جګړه کې کوم بدلون راولي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG