د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د طالبانو لهخوا د دوی د کور کلابندي ردوي، خو وايي چې د دوی استوګنې لپاره په کابل کې له دارلامان سیمې څخه وزیر اکبرخان ته لېږدول شوي دي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان وايي، د دوی د کور د طالبانو لهخوا نهدی کلابند شوی، خو د دوی د اوسېدو لپاره د کابل له دارلامان سیمې وزیر اکبرخان ته انتقال شوي دي.
حبیبالرحمان حکمتیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته هغوی ته د سپارل شوې دندې پر بنسټ، د کابل په وزیر اکبرخان کې یو کور د دوی د اوسېدو لپاره برابر کړی دی.
هغه د طالبانو په دې کړنه د نیوکې ترڅنګ وايي، له جمهوري حکومت سره د شوې هوکړې پر بنسټ دوی ته یواز ې همدا یو کور پاتې و چې هغه هم ترې بېرته واخستل شو.
د حکمتیار زوی ادعا وکړه چې د دوی د کور د تخلیې په اړه د طالبانو ترمنځ همغږي نهشته.
هغه زیاتوي: "ښکاري چې اوسني دولت ته له حزب اسلامي سره د مخکیني دولت هوکړه د منلو نهده. البته ځینې اوازې هم شته چې ویل کېږي مزاحمت شوی، کور یې کلابند کړی او بېاحترامي شوې، دا خبرې حقیقت نهلري، خو بیا هم هر کار چې شوی، سم نهدی. میاشتې میاشتې په دې اړه خبرې شوي او ډېر شمېر طالب مشران له دې کار سره مخالف و، خو له دوی یو تن یو کار کوي، مګر په لیکو کې یې ټول واړه او لوی د هغې مخه نهشي نیولای."
د طالبانو حکومت یو باخبره سرچینې هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې د ګلبدین حکمتیار د کور کلابندي رد کړه او زیاتوي، دا کار د دواړو لوریو ترمنځ د توافق پر بنسټ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په کوم ځاى چې حکمتیار اوسېده، د دفاع وزارت اړوند دى.
دې سرچینې همدا دول د حکمتیار د کور د توکو، موټرو او وسلې ضبطول هم رد کړل.
حبیبالرحمان حکمتیار وايي، له جمهوري حکومت سره د حزب اسلامي د هوکړې له مخې، د ده پلار ته په کابل، ننګرهار او لغمان کې ځانګړي ملکیتونه ورکړل شوي وو.
خو د نوموړي په خبره، د دې هوکړې ډېرې برخې د جمهوري نظام پر مهال هم نهوې عملي شوې.
د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړه د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په ۲۹مه لاسلیک شوې وه چې یوه ماده یې د دواړو خواوو ترمنځ تلپاتې اوربند و.
د طالبانو حکومت داسې مهال د ګلبدین حکمتیار مېشت ځای بدلوي چې هغه له دې وړاندې د طالبانو په رهبرۍ او سیاستونو ځینې سخت انتقادونه هم کړي و.
حکمتیار د تېرې کب میاشتې په وروستیو کې د خپل ګوند د غړو ترمنځ په یوه انلاین غونډه کې د طالبانو د نظام په نوعیت او سیاست، له دې ډلې د نجونو په زدهکړو د بندیز په پرېکړې سخته نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، هغه کسان چې د نجونو او هلکانو په زدهکړو کې توپیر ته قایل دي، اشتباه کوي.
حکمتیار له طالبانو دا هم غوښتي چې افغانانو ته اجازه ورکړي، څو د خپل نظام نوعیت خپله وټاکي.