د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

هند د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش غیرمسلمانو مذهبي لږکیو کډوالو ته تابعیت ورکوي


عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

هند د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش غیر مسلمانو مذهبي لږکیو کډوالو ته تابعیت ورکوي.

هند د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش مذهبي لږکیو کډوالو ته د تابعیت ورکولو لپاره تعدیل شوی قانون پلي کوي.

د هند دولت د لومړي وزیر او د بي جی پي ګوند مشر نریندرا مودي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تابعیت تعدیل شوی قانون د اجرا وړ وګرځيد.

د هند د کورنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې هېواد د تابعیت د تعدیل شوي قانون ۲۰۱۹یا (CAA-۲۰۱۹) موارد د اجرا وړ دي چې له مخې یې وړ خلک کولی شي په هند کې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې چې غوښتنلیکونه په اړوند ویبپاڼه کې د انلاین له لارې راټولېږي.

د دغه قانون له مخې د دغو دریو هیوادونو غیرمسلمان کډوال چې له ۲۰۱۴ کال مخکې هند ته تللي، د تابعیت ترلاسه کولو وړ دي.

اوسمهال، هند د افغان سېکانو او هندو مذهبي لږکیو په ګډون د زرګونو افغان کډوال کوربه‌توب کوي چې خپل ژوند یې په هند کې په کډوالۍ کې تېر کړی دی.

د هند بیرغ
د هند بیرغ

پرتاب سېنګ یو افغان سیک کډوال چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په هند کې ژوند کوي، د دغه قانون د پلي کېدو هرکلی کوي او وايي چې د هند تابعیت په ترلاسه کولو سره به د دوی او د دوی د ماشومانو ستونزې هوارې شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا قانون زموږ کار او ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی. دا قانون درېیو هېوادونو لپاره دی. موږ د افغانستان سېکان او اهل‌هنود، ډېرې ستونزې لرو. ماشومان مو ښوونځيو ته نه‌شول تلای. بانکي اکونټونه مو نه شو جوړولای. پاسپورټ مو نه شو ترلاسه کولای ځکه تابعیت مو نه درلود."

یو بل افغان سېک کډوال دایا سېنګ انجان چې له کلونو راهیسې د هند په ډیلي کې ژوند کوي وايي، که څه هم د هند تابعیت ترلاسه کول د مجبوریت له مخې دی، خو دا به دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

انجان وویل: "دا زموږ لپاره یوه رڼا ده. که څه هم دا دوهم تابعیت د مجبوریت له مخې ترلاسه کوو، خو د هند تابعیت موږ سره مرسته کوي چې که کوم دفتر ته ولاړ شو هماغه اسانتیاوې چې اتباعو ته ورکول کېږي موږ یې هم ترلاسه کوو."

هغه وايي چې په هرو شپږو مياشتو کې به يې د خپلې کورنۍ ويزې نوي کولې چې دا به د دې د ورځني کار د پر مخ بیولو او د ماشومانو د زده کړو لپاره يې ډېر ستونزمن و.

خو یو افغان مسلمان کډوال، فرهاد چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په هند کې ژوند کوي، وايي چې دغه هېواد باید مسلمانو کډوالو ته هم تابعیت ورکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د هند قانون یواځې اهل هنود ته تابعیت ورکوي. موږ هر څه هڅه وکړه موږ ته یې تابعیت ورنه کړ. دا ښه کار نه دی. باید مسمان افغانانو ته هم تابعیت ورکړي. د تابعیت پرته نه شو کولای بانکي اکونټ ولرو، کار اوبار وکړو. ستونزې ډېرې دي. باید پاملرنه وشي."

د طالبانو حکومت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه ووتل او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

خو د افغان سېکانو او هندوانو لپاره دا ستونزې ډېرې وې او تقریباً ټول یې له افغانستانه وتلو ته اړ شول چې ډېری یې په هند کې کډوال شوي دي.

په افغانستان کې د هندوانو د شورا مشر منجیت سېنګ لامبې د روانې اوونۍ په یکشنبې ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې یوازې ۱۵ هندوان او سېکان له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د هند د تابعیت تعدیل شوی قانون د ٢٠١٩ کال د ‌ډسمبر میاشتې په ١١مه نېټه تصویب شو چې له مخې یې د هند مذهبي اقلیتونه او د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش سېکان، جین، پارسي او عیسویان کولای شي چې د هند تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

په هغه وخت کې د دې قانون تصویب او اوس په ٢٠٢۴ کال کې یې پلي کېدل، د هندي مسلمانانو غبرګون راپارولی چې ولې مسلمانان په دې بهیر کې شامل نه دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG