د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي - تصویر له ارشیفه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په بلنه، د یوه پلاوي په مشرۍ پر ګڼو دوه اړخیزو مسایلو د خبرو اترو په موخه یاد شوي هېواد تللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد، نن د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دې پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او برښنا شرکت چارواکي هم شامل دي.

د چارو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې ترکمنستان ته د امیر خان متقي سفر پر سیمې اییزې همکارۍ د بحث په اړه دی.

په برلین پوهنتون کې د دیپلوماسۍ استاد اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:

" د ښاغلي متقي سفر ترکمنستان ته داسې بلل کیږي چې د سیمې ییزو همکاریو یوه برنامه ده چې هغوی به هلته په دې همکاریو خبرې وکړي. یوازې ترکمنستان او افغانستان هم نه دی دې کې د منځنې اسیا ټول هیوادونه شامل دي. او دلته به د افغانستان سره د سوداګرۍ او ګډې همکارۍ په اړه به دوی خبرې اترې کوي. "

دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان به په نږدې راتلونکې کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي.

که څه هم دا نه ده څرګنده چې دا غونډه به کله ترسره شي، خو د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، یوشیایونګ د فبرورۍ په ۲۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ترکمنستان په کوربه توب د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د پنځمې غونډې بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلي یوشیایونګ همدا شان لیکلي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، احمد کاکابایویچ قربانوف سره یې د فبرورۍ په ۲۳مه د دې هیواد په پلازمېنه، عشق آباد کې د لیدنې پر مهال د افغانستان په بیارغونه کې د مرستې لپاره د خپلو هڅو د ګړندي کولو په اړه خبرې وکړې.

یوشیایونګ لیکلي:

"چين په دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه او نورو پلاټفورمونو کې لا زيات کار ته چمتو دي چې له افغانستان سره د سولې، ثبات، بيارغونې او ګډې سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړي. "

د ۲۰۲۲ د مارچ په ۲۲ مه، چین د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه و .
د ۲۰۲۲ د مارچ په ۲۲ مه، چین د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه و .

د یادونې ده چې د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه د هغو غونډو د لړۍ په دوام ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان په نوښت پیل شوې او لومړنۍ غونډه یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اسلام‌اباد کې جوړه شوه.

د دې لړۍ دوهمه غونډه د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تهران کې، درېیمه یې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په چین کې، او څلورمه یې د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې په ازبکستان کې جوړه شوې وه.

په دې غونډو کې د روسیې په ګډون د افغانستان شپږو ګاونډیانو: چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون درلود.

که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت د نړۍ هيڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له تاجکستان پرته د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه له واکمنو طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او اکثرو د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازو ته سپارلي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG