د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه بشپړ شول


Qosh Tepa Canal - Taliban
Qosh Tepa Canal - Taliban

په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه بشپړ شول.

د ۱۰۸ کیلو مترو په اوږدوالي د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې بشپړې او د دویمې برخې پیل شوې.

د دې کانال دوهمه برخه ۶۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

په دې اړه په مراسمو کې چې په شمالي ولایت بلخ کې جوړ شوي وو ډېری طالب چارواکو برخه اخیستې وه.

مراسمو ته د وینا والو خبرې تر ډېره د قوش تېپې کانال په اقتصادي او کرنیزو ګټو او دغه شان د دې کانال په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته په ډاډ ورکولو ورټولې وې، ځکه مخکې یې په اړه اندېښنې مطرح شوې وې.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د قوش تېپې کانال پر پراختیا په ټینګار سره وویل چې د قوش تېپې کانال د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ستونزو د جوړولو په خاطر نه بلکې د افغانستان د ځان بساینې په هدف پیل شوې پروژه ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې افغانستان به د امو له سینده یوازې د خپل حق په اندازه اوبه واخلي او شمالي ګاونډیان دې په دې اړه اندېښنه نه لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

هغه زیاته کړه: "ازبکستان، ترکمنستان او تاجېکستان ته ډاډ ورکوو چې افغانستان او اسلامي امارت به د امو له اوبو داسې ګټه وانه‌خلي چې په دې اوبو کې د دوی حق تلف شي، دوی دې په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لري، موږ په دې اړه هر وخت هر ډول خبرو او ناستو ته چمتو یو."

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد هم ورته څرګندونې درلودې وې ویل چې د قوش تېپې کانال ته پورته کېدونکې اوبه په امو سیند کې د افغانستان له حقه کمې دي او دوی هڅه کوي چې د امو په سیند کې د افغانستان د حق په اندازه اوبه ستنې کړي.

له دې وړاندې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي وو چې د دغه کانال د جوړېدو په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته وضاحت نه دی ورکړل شوی او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

نوموړي د تېرې سنبلې میاشتې په ۲۴ مه په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د قوش تېپې کانال د رغنیزو چارو د څېړنې لپاره یوه کاري ډله جوړه شي.

خو د طالبانو حکومت هغه مهال هم ویلي چې دوی له امو سینده یوازې د افغانستان برخه اوبه راګرځوي.

په همدې حال کې د اوبو د تنظیم د برخې یو شمېر پوهان د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د کارونو د بشپړېدو هرکلی کوي، خو وايي، رغنیز کارونه یې باید داسې وي چې له اوبو په اسانه ګټه واخیستل شي.

له ډلې یې انجینر خلیل احمد نادم ازادي راډيو ته وویل: "دلته باید وروسته د دې اړتیا پیدا نه شي چې له کاناله اوبه د واټر پمپ په وسیله پورته شي، باید په هره فاصله کې د سمنټو موانع جوړې شي تر څو د اوبو سطحه لوړه وساتي، د دې ترڅنګ باید د کانال په اوږدو نور واړه کانالونه او ویالې جوړي شي تر څو له اوبو یې استفاده وشي، که دا کار ونه شي دا ناتکمیل دی."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د دې کانال د رغینزو چارو په اړه شکایتونه موجود ول او ویل کېدل لکه څنګه چې دا پروژه ډیزاین شوې د لومړي فاز کارونه یې په هغه شکل مخته نه دي تللي.

د قوس تېپې کانال پروژه د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داوود خان په وخت کې په ۱۹۷۰ لسیزه کې طرحه شوې وه او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر جمهوري حکومت پرمهال یې سروې بشپړه، خو په ۲۰۲۱ کال کې کله چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ د دې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره یې د راپورونو پر بنسټ په چټکۍ سره شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره بودیجه تصویب کړه او د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې یې عملي چارې پیل شوې.

دغه کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه ستنوي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو پر بنسټ د قوش تېپې کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې پیلېږي؛ د حیرتان له دښتو څخه تېرېږي او دولت اباد ولسوالۍ پورې رسېږي.

دغه کانال د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

XS
SM
MD
LG