د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

افغانستان

کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د شل اوره سیالیو لومړۍ لوبه ده

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مخکینۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مخکینۍ لوبې یو انځور

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي ټیمونه د شل اورونو لوبه وکړي.

دا لوبه به د سریلانکا په دامبالا کې د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې د روانې لړۍ په ترڅ کې له سریلانکا سره درې یو ورځنۍ لوبې بایلودې.

اوس په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د شل اورونو درې لوبې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: د افغانستان او قزاقستان ګډ نندارتون جوړېږي

ارشیف: په افغانستان کې د یوه مخکیني نندرتون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه مخکیني نندرتون انځور

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د یوه ګډ نندارتون د جوړېدو خبر ورکړی.

دې وزارت پرون پر ایکس شبکې ولیکل چې دا نندارتون د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د غویي یا ثور په شپږمه او اوومه د پلازمېنې د حضوري چمن په سیمه کې جوړېږي او د افغانستان او قزاقستان محصولات او تولیدات په‌کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د چارواکو په وینا، د افغانستان او قزاقستان ګډ نندارتون به د پنجشنبې ورځې د غرمې له دولسو بجو وروسته د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.

د داعش خراسان ډلې د کابل د تېر ماښام چاودنې مسوولیت ومانه

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار
د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

په کابل کې د تېر ماښام د چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې ومانه.

د فرانسې خبري اژانس نن راپور ورکړ چې داعش په ټلګرام کې لیکلي چې د هزاره وګړو پر موټر یې په دې چاودنه کې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو چې په کوټه سنګي کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور ملکیان ټپیان شوي دي.

تېره میاشت د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په کندهار کې هم د ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.

په هغه برید کې چې د نوي کابل بانک پر څانګه شوی و، لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې داعش ډله په افغانستان کې ختمه شوې، خو نږدې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

له پاکستان او ایران څخه پرون ۸۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

ارشیف
ارشیف

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی چې پرون شنبه له پاکستان او ایرانه ۸۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه ژانس په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، د پکتیکا د انګور اډې او د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

نه دي ویل شوي چې دغه لسګونه کورنۍ په خپله خوښه که په زور افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.

د اژانس په وینا، پرون ۳۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې هم دي.

له ایران او پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ شوې ده.

په پاکستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې پورې څه باندې ۸۰۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي چې اکثرو یې قانوني اسناد نه لرل.

د طالبانو د چارو ادارې مشر: د بیت المال له وسایلو دې ناسمه استفاده نه کیږي

د طالبانو د چارو ادارې مشر، مولوي نورالحق انور
د طالبانو د چارو ادارې مشر، مولوي نورالحق انور

د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي له خپلو کسانو غوښتنه کړې چې د بیت المال ساتنې ته پام وکړي.

د طالبانو حکومت د چارو ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی د چارو ادارې مشر نورالحق انور دا خبره په اوونیزه غونډه کړې ده.

د اعلامیې له مخې ښاغلي انور غوښتنه کړې چې د بیت المال وسایل او وسایط دې د شخصي چارو لپاره نه کارول کېږي.

دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو تصاویرو کې لیدل شوي چې دولتي موټرونه یا پاکستان ته په قاچاق روان دي، یا هم په افغانستان کې دننه د ځینو طالب چارواکو له خوا د شخصي کارونو لپاره کارول کېږي.

فرانسه کې د یو شمېر افغانانو لاریون؛ د ۳ افغانانو د مرموزې وژنې د څېړلو غوښتنه یې وکړه

پاریس - ارشیف
پاریس - ارشیف

په فرانسه کې ځینو افغان لاریونوالو په پاریس کې د درېیو افغانانو د مرموزې وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

دغه درې کسان په یوه کور کې د اپرېل میاشتې پر اوومه وژل شوي چې تر اوسه یې د قاتلانو او د پېښې د څرنګوالي په باب بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان خبریال او د کډوالو د چارو فعال حفیظ اله میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: «درې واړه، یعنې د کور خاوند او دوه نور افغانان په یوه اپارتمان کې وژل شوي دي، د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی. لاریونوال له حکومته غواړي چې د پېښې جزییات معلوم کړي.»

په پاریس کې د افغانانو پرونی لاریون په تاوتریخوالي هم اوښتی دی.

متقي: د سره صلیب نړیوال فډراسیون دې افغان روغتونونو سره مرسته وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان روغتونونو ته د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون د مرستو غوښتنه کړې ده.

متقي دغه غوښتنه د دغه فډراسیون د اسیاپسفیک څانګې له مشر الکساندر متیو سره په کتنه کې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د دې کتنې خبر ورکړی، خو نه یې دي ویلي دا کتنه کله شوې ده.

هغه د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون د دغه چارواکي په وینا لیکلي چې تېر کال سره صلیب په افغانستان کې پر روغتیا، اوبو رسولو او د طبیعي پېښو په وړاندې پر مبارزه ۲۸ ملیونه سویسي فرانکه لګولي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېره اګست میاشت کې ویلي وو چې د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره به خپلې مالي مرستې بندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تېره فبروري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان روغتیايي سکټور ته له چلنجونو ډک وي.

د اسلامي همکاریو سازمان استازي طالب چارواکو سره د نجونو د زده کړو او ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی

د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره په روان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي دي.

دې سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دې پلاوي د اپریل په ۱۹مه کابل ته سفر کړی او د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي سره یې کتلي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې لیکلي، د طارق علي بخیت په مشرۍ د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ پر مستقیم تعامل او تفاهم ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوی داسې مهال بیا کابل ته راځي چې د طالبانو حکومت یې تر اوسه د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د محدودیت د لېرې کولو په برخه کې مطرح کړې غوښتنې نه‌دي منلي.

د زړه په سوري اخته ۱۵ ماشومان د کابل ۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شول

یو شمېر هغه کورنۍ چې سرې میاشتې یې ماشومان بهر ته د درملنې لپاره لېږدولي - ارشیف
یو شمېر هغه کورنۍ چې سرې میاشتې یې ماشومان بهر ته د درملنې لپاره لېږدولي - ارشیف

افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي ۱۵ نور ماشومان یې چې د زړه په سوري اخته دي، د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړل.

ویل شوي، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

دغې ټولنې چې د طالبانو په کنټرول کې ده پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې یې تر ۳۰۰۰ زیات ماشومان چې په ورته ستونزه اخته وو، د تداوۍ لپاره بېلابېلو روغتونونو ته معرفي کړي دي.

پخوا به تر ډېره د زړه په سوري اخته ماشومان، جرمني یا هم نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږل کېدل.

روان میلادي کال کې ۱۴ تنه افغانان په ایران کې اعدام شوي

ایران کې د اعدام یو تصویر - ارشیف
ایران کې د اعدام یو تصویر - ارشیف

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د ایران په زندانونو کې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

د هه‌نگاو په نوم دغه بنسټ پرون په خپل یوه راپور کې ویلي چې د پنج شنبې په ورځ هم څلور افغان وګړي د مشهد په زندان کې اعدام شول او پنځم تن بیا تېره چهارشنبه د تبرېز په یوه زندان کې اعدام شوی و.

دغه څلور کسان د مخدره موادو اړوندو جرمونو او پنځم تن د قتل په تور اعدام شوي دي.

د هه‌نگاو بنسټ په حواله، په ۲۰۲۳م کال کې هم د ایران په زندانونو کې ۲۸ افغانان عدام شوي وو.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه شوې ده

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، شدید باران، تالندې- برېښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي د سالنګونو په ګډون په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر کې به د باران سطحه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مټرو پورې وي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت پرون ویلي، له چهارشنبې راپه دې خوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله نهه ویشت تنه مړه شوي او ۷ تنه ټپيان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG