د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې له بې‌‌نظمۍ او ګډوډیو شکایت کوي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

کابل ښاریان وايي، په ښار کې د موټرو د پارکېنګ نشتوالی ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.

په کابل د شاوخوا پنځه میلیونه وګړو او په سلګونه زره د لېږد وسايطو په درلودلو سره د افغانستان یو له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی.

دې ګڼې ګوڼې ته په پام ظاهراً د دولتي او خصوصي پارکېنګونو نه شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د شهرنو اوسېدونکي ظفر مومند ازادي راډيو ته وویل چې د معیاري پارکېنګونو نشتوالي په ښار کې ګڼه ګوڼه او بې نظمي رامنځته کړې چې په ښار کې د خلکو لپاره ورځنى تګ راتګ ستونزمن شوی دى.

مومند وویل: "په کابل ښار کې منظم ښاري پارکېنګ نه‌شته. که څوک سودا کوي او یا هم موټر چلوونکي سورلي پورته کوي موټر د سړک په غاړه دروي چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي. کله چې له کور څخه دفتر ته ځو او له دفتر څخه کور ته د لارې د نږدې والي سره سره په سړکونو کې زموږ ډېر وخت په موټر کې ضايع کوو، ځکه چې موټر چلوونکي خپل موټر په سم ځای کې نه پارک کوي."

په همدې حال کې د کابل د دشت برچي اوسېدونکي غدیر تابش ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په کابل ښار کې يو شمېر پارکېنګونه شته، خو په خبره یې په موټر چلوونکو کې د پارکېنګ د کارولو کلتور دود نه دی چې له امله یې ګڼه ګوڼه او بې نظمي زیاته شوې ده.

تابش وايي: "د پارکېنګ کارولو کلتور په موټر چلوونکو کې عام نه دى. څوک چې تفریح او سودا پسې ځي، رسټورانټونو ته ځي، یا چېرته کار لري، دوی باید خپل موټر په شخصي یا دولتي پارکېنګ کې چې جوړ شوي ودروي، زما په اند د دې لپاره چې دا کار دود شي بايد موټړ چلوونکي جريمه شي."

خو د کابل ښار يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې په دې ښار کې د موټر درولو لپاره پارکېنګ په سختۍ پيدا کوي او مسوولان یې هم ورنه د موټرو د ساتلو لپاره ډېرې پيسې اخلي.

ارشیف: په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو انځور
ارشیف: په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو انځور

په کابل کې یو تن موټر چلوونکي عبدالبصیر ازادي راډيو ته وویل: "ځینې شخصي پارکېنګونه ډېرې پیسې اخلي. که څوک په کابل ښار کې یو یا دوه ساعته کار ولري، د بېلګې په توګه، دوه ساعته سل افغانۍ، درې ساعته یو نیم سل افغانۍ بیخي ډېرې کېږي اکثرو پارکېنګونو باندې، خو ګڼه ګوڼه بیخي ډېره ده او موتر نه مني چې دې کار په ښار کې د موټر د غلا ګواښ هم ډېر کړی دی."

په ورته وخت کې د ښار جوړونې برخې ځینې پوهان د لویو مارکېټونو او پلورنځيو پر جوړونکو نیوکه کوي وايي چې په کابل ښار کې دغه مارکېټونه په ګڼې ګونې سيمو کې دي، خو پارکېنګ نه لري.

له دې ډلې انجنیر سید ذبیح الله سادات ازادي راډيو ته وویل: "منډوي، اسمايي واټ، شهرنو، خیرخانه، د لېسې مريم بازار او ميرويس ميدان هغه سیمې دي چې شاوخوا یې د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره لویو پارکېنګونو جوړولو ته اړتیا ده. د معيارى سړکونو نشتوالی لا هم په کابل او ولایتونو کې ستونزه بلل کېږي. لویې ودانۍ باید تل خونو کې پارکینګ ولري يو دوه و کې په پام کې نيول شوي چې بسنه نه کوي"

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د خلکو د دې شکایتونو په اړه او دا چې په کابل ښار کې څومره عامه او شخصي پارکېنګونه شته، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ وپوښتي، خو ویاند یې نعمت الله بارکزي په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د کابل ښار اوسېدونکي له دې وړاندې په ښار کې د موټرو لپاره د ځانګړو تمځايونو له نشتوالي شکایت کړی و او ويلي يې وو چې له همدې امله دوی او هم موټرو چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG