د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي: د ژمي سړې هوا له کبله سختو ستونزو سره مخ یوو


ارشیف: په هلمند کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ
ارشیف: په هلمند کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي سړې هوا د سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وویل، اوسمهال د کورونو د ګرمولو لپاره څه نه لري او ډېره برخه سوړ ژمی ورته مخکې پاتې دی.

ځایي اوسېدونکي وايي، واکمن او نړیوال بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي ترڅو دوی او ماشومان یې د ژمي د دې سړې هوا څخه خوندي ووسي.

تېر کال په افغانستان د طالبانو د حکومت د مسوولانو د معلوماتو له مخې تر ۱۰۰ ډېر کسان د ژمي د یخې هوا له امله مړه شوي وو.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
XS
SM
MD
LG