د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

ولې په ژمي کې د سوځېدلو پیښې زیاتې شوي؟


د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په سړو سیمو کې په کورنو کې د سوند موادو په کارولو کې هم زیاتوالي راځي، چې له دې سره د کورني چاپیریال د ککړېدو او د سوزیدنې په پېښو کې د زیاتوالي اندیښنې هم زیاتیږي.

ډاکټران د کورني چاپیریال د ککړېدو او د سوزیدنې د پېښو اساسي لامل، چې زیاتره قربانیان یي میرمنې او ماشومان دي، د بې کیفیته سوند موادو کارول او په دې برخه کې د کورنیو بې پروایي بولي.

استقلال د هېواد په کچه یوازینې ستر روغتون دې، چې د سوزېدلو ناروغانو درملنه کوي، په دې روغتون کې د هلمند ولایت یوه پیغله هم بستره ده، چې د سوزېدو له امله تر درملنې لاندې ده.

دا پیغله وایي، چې د دې د سوزېدو علت د دې بې پروایي نه بلکه د بې کیفیته تیلو کارول وو:

"په څراغ وسځیدلم په ډیزلو کې پترول ګډ وو او تر نامه پورته سوځیدلې یم."
یوه سوځیدلې میرمن په روغتون کې


د دې پیغلې ترڅنګ په لسګونو نورې میرمنې، ماشومان او نارینه هم موجود وو، چې د ګازو په اور سوزېدلي وو.

د استقلال روغتون د سوزېدلو ناروغانو د څانګې مشر ډاکټر احمد شاه وزیر بیا وایي، چې ممکن په افغانستان کې تر بلې هرې ناروغۍ د د سوزېدو له کبله د مړینې کچه لوړه وي.

نوموړی وایي، د روان کال له لیندۍ میاشتې راهیسې اتیا سوزېدل شوي ناروغان په دې روغتون کې مړه شوي دي.

دوي وایي، چې هرکال دی روغتون ته شپږ یا اوه سوه داسې ناروغان مراجعه کوي چې سوځیدنه یي شدیده او په عاجله خونه کې بستریږي:

"د استقلال روغتون ته له ۳۰ ولایتونو څخه ناروغان راځي خصوصا په ژمي کې د سوځېدلي ناروغان زیات راځي په منځني ډول داسې ویلای شم چې د ورځې ۲۰ کسان او،پي، ډي ته راځي په کال کې موږ ته د ۷ زرونه تر ۸ زرو پورې د سوځېدنې پېښې راځي."

خو په افغانستان کې د سوزیدنې د پېښو ترڅنګ یو شمېر ډاکټران اندیښمن دي، چې د ژمي په موسم کې د سوند موادو د کارولو له کبله جوړیدونکې ګازونه هم د کور دننه چاپیریال ککړوي چې د زیاتو ناروغیو د رامنځ ته کېدو او ان د انسان د مړیني سبب کیږي.

د رویټرز خبري اژانس له خوا هم په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې هرکال په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه انسانان د کورني چاپیریال د ککړوالي له امله مړه کیږي.

خو د افغانستان هغه وګړي چې شمتن دي د ژمي په موسم کې د ګازو، لرګیو او یا هم له تیلو څخه کار اخلي او هغه شمېر کورنۍ چې بې وزله دي په سړه هوا کې د خپلو خونو د ګرمولو لپاره ‌ډول ډول پلاستیکي او یا هم کاغذي مواد سوزوي.

د کابل ښار یو شمېر بې وزله اوسیدونکي چې د ژمي په سړه هوا کې خپلې کوټې په پلاستیکي توکو،W
زړو بوټانو، کاغذونو او نورو دا ډول توکو سره ګرموي ټوله ورځ د کابل په کوڅو کې په ډیرانو کې سرګردانه ګرځي او دا توکي لټوي.

د کابل ښار یو ماشوم چې بوجۍ يي پر شا او دا توکي یي په کې راټول کړي د خپل دې کارعلت داسې ښیي:

"موږ د خلکو له کورو کثافات راباسو او په دې کثافاتو کې کاغذونه،پلاستیکي کڅوړې او نور د سځېدو مواد ګورو او بیا يي په کور کې سوځوو."

په عین وخت کې یو شمېر کورنۍ چې د ژمي په موسم کې د خپلې کوټې په سکرو ګرموي وایي چې دوي زیاتره وخت د سکرو لوګې ناروغه کوي.

یوه میرمنه وایي، چې د دې د کورنۍ غړي د ژمي په موسم کې د سکرو له امله ناروغیږي پرته له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړي کورنۍ درملنه پرې کوي:

"کله مو چې سکاره سر ونیسي د باندې راوځو لیمو نارنج خورو او یا یي پزې ته نیسو بوي کوو یي، مخ په یخو اوبو مینځو او په تازه هوا کې ساه اخلو چې بیا مو خوشې کوي."

خو د استقلال روغتون د سوځیدنې د څانګې مشر ډاکټر احمدشاه وزیر خبردارې ورکوي، چې کورنۍ باید د ژمي په موسم کې له داسې موادو کار وانه خلي.

نوموړی وایي که چېرې د ژمي په موسم کې داسې مواد لکه زاړه ټایرونه، پلاستیکي کڅوړی او یا ناصافه سکاره وکارول شي د کوټې دننه چاپیریال په زهرجنو موادو ککړوي چې وروسته د ټولو انسانانو په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره زیات خطر لري چې سوځیدلي وي، نوموړی په دې اړه داسې وایي:

"د ترق تنفسي سوځېدنه او خطر لرونکو موادو انشاق دی، چې په هغې کې کاربن مونو اکساید او داسې نور خطرلرونکي مواد دي چې په لوګي کې موجود دي او دا په بدن کې د انساجو په لمنځه وړلو کې مهم رولر لري.

کوم ناروغان چې موږ ته راځي دا ډير بد حالت ته رسوي که له دوي سره سمه وضعه ونه شي نو د مرګ سبب يي کیږي."

بل پلو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د کور دننه چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي او د سوند موادو د کارولو په اړه د عامه پوهاوي یو پروګرام پلې کړي او په دې ډول سره د ژمي په موسم کې د سوځیدنې د پېښو او د کور دننه چاپیریال د ککړوالي مخه ونیسي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ډاکټر ثریا دلیل ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې دوي هڅه کوي د دې پروګرام له لارې کورنۍ د سوند موادو د استعمال پر مهال د هغو زیانونو ته هم متوجه کړي.

دلیل وایي چې دوي هڅه کوي دغه پروګرام په پراخه کچه د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي ترڅو هغوي د سوند موادو د کارولو په مهال احتیاط وکړي:

"موږ یو ښوونیز پروګرام پیل کړی دی، چې دا پروګرام به د راډیو او تلویزون له لارې خلکو ته داسې معلومات ورسوي تر څو هغه کورنۍ چې له ګازو څخه کار اخلي او د ګازو ډبې استعمالوي څنګه پوه شي، چې په دې ډول کارولو سره ورته کم خطر متوجه دی."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د کورنیو د عامه پوهاوي لپاره دا ډول پروګرامونه پیلوي چې د ژمي په موسم کې خلک اړ دي چې د خپلو خونو د ګرمولو لپاره هرې چارې ته لاس اوږد کړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم په روانه اونۍ کې په خپله راډیویي وینا کې له خلکو څخه وغوښتل چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای دی کاغذي کڅوړې وکاروي.

ښاغلي کرزي د کابل ښار د هوا د زياتې خرابتيا د مخنيوي لپاره له ټولو ښاريانو څخه وغوښتل په حمامونو، داشونو او کورنیو کې دې د پلاستیکي توکو زاړو ټایرونه او نورو زیاتې لوګي کوونکي مواد نه سوځوي.

نوموړي همدا راز د موټرو له خاوندانو هم غوښتنه وکړه، چې په خپلو موټرو کې دی د بې کیفیته تیلو د سوځولو مخنیوی وکړي.

ښاغلي کرزي داسې مهال د کابل د چاپیریال په پاکوالي کې پر خلکو د ونډې اخیستلو غږ کوي چې په یو شمېر افغان سوداګرو دا تورونه هم لګيږي چې دوي افغانستان ته بې کیفیته او د ټیټې بیې د سوند مواد راوړي او افغان حکومت هم ګرم ګڼي چې د دې ډول کسانو د مخنیوي لپاره یي هیڅ اقدام نه دی کړی.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG