د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

په هلمند كې د عملياتو له ويرې سلګونه كورنۍ بې ځايه شوي دي


یوه کورنۍ، چې په هلمند کې یې د وسله پرضد د پیلودونکو عملیاتو له وېرې خپله کډه بار کړې.
یوه کورنۍ، چې په هلمند کې یې د وسله پرضد د پیلودونکو عملیاتو له وېرې خپله کډه بار کړې.

دغه کورنۍ په داسې حال کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي، چې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیلیږي. د هلمند د مهاجرينو ريیس وايي، دوی د بې ځايه شوو كورنيو سره د مرستې اماده ګي لري او د نږدې ۱۵ زره كورنيو سره يې د مرستې په خاطر مرستندويه ټولونو ته وړانديز كړى دى. د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي وايي خلګ په ويره كې دي او خپل كورنه پریږدي.

د هلمند ولايت په نږدې څلورو پراخو سيمو كې به د وسلوالو طالبانو په ضد چاڼيز عملياتو پيل شي، كله به عمليات پيل شي؟ دا هغه خبره ده، چې له امله يې د مارجي، نادعلي، ګرشك او باباجي د سيمو خلګ خپل كورنه پریږدي.

دوی يا لښكرګاه ته سرونه پناه كوي او ياهم ځانته نږدي داسې سيمې غوره كوي، چې تراوسه په كې نسبي امنيت شته.

د كورنيو رسنيو تر څنګ د نړيوالي ميډيا له خولې مارجه د نادعلي ولسوالۍ هغه سيمه ده، چې ډېر ژر به زرګونه بهرني او افغا ن ځواكونه پري عمليات پيل كړي
د دې ولسوالۍ نه د کډو كاروان دلښكرګاه او نورو سيمو په لوري د زياتو موټرونو په منځ كې په سترګه كيږي.

د لښكرګاه ښار په بولان سيمه كې د مارجې د موټرونو د اډې ترڅنګ په ولاړو موټرونو كې کډې بار دي، دوی خپلې مځكې كورونه او د فاميل ځيني غړي د راتلونكو عملياتو د احتمالي ويرې په خاطر پريښي دي.

د مارجې ولسوالۍ يوتن موټر چلوونکی وايي، دم ګړۍ يې د سپرليو په ځاى د کډو د بارولو له امله كارونه ډېر شوي دي.

دى وايي، د ورځې پنځه ياشپږو كډو ته موټرونه وركوي او د لښكرګاه په شمول يې نورو با امنه سيمو ته ستنوي.

د كدو بار او د خلګو تشويش په داسې حال كې ګړۍ په ګړۍ زياتيږي، چې د نادعلي ولسوالۍ په خوشال او سيداباد كليو كې د ځاي خلګو په خبره خال خال نښتې رواني دي.

دولتي مسوولينو په دې سيمه كې د تصفيوي عملياتو د دوام خبر وركړي دى. د هلمند د مهاجرينو ریيس غلام فاروق نورزى وايي، خلګ په تشويش كې دي او ډېري د نه امكاناتو له امله په خپلو سيمو كې پاته دي.

نورزى وايي، اوس مهال سلګونه كورنۍ بې ځايه شوي دي او دوی د نږدې لس زره كورنيو له پاره اماده خوراكي او غير خوراكي مواد لري.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي، په جنوبي هلمند كې به پيل كېدونكي عمليات په خاص ډول په مارجې كې ډېر وخت ونيسي.

د احمدي په خبره چې د مالوماتو له مخې يې په هغه سيمه كې زيات ماينونه ځاي په ځاى شوي دي، چې د راتلونكو عملياتو تر ښكار لاندې دي.

د مارجې خلګ وايي، عمليات كه كيږي داسې دې وشي، چې خلګو ته په كې مرګ ژوبله وانه وړي، دوی له ګدو ځواكونو څخه غواړي، چې د خلګو د هرډول زيان مخه دي ونسي.

په هلمند كې به چاڼيز عمليات كله پيل شي د هغه سيمو خلګ غواړي پوه شي، چې كورونه يې د وسلوالو طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو كې دي.

په هرحال په هلمند كې زياتې كورنۍ د راتلونكو عملياتو له لوري په داسې حال كې بې ځايه كيږي، چې هوا سړه ده، هره شيبه باران اوري او د بې ځايه كېدونكو كورنيو له پاره لا د اوسېدو ځانګړي سيمه مالومه نه ده.
XS
SM
MD
LG