د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د امریکا دفاع وزیر اوکراینیانو ته: د ازادۍ د جګړې ملاتړ ته مو دوام ورکوو


د امریکا د دفاع وزیر د ننني سفر یوه څنډه
د امریکا د دفاع وزیر د ننني سفر یوه څنډه

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن کیف ته د سفر پر مهال ویلي، متحده ایالتونه د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ازادۍ د جګړې ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي:" زه کیف ته راورسېدم چې د اوکراین له مشرانو سره ووینم".

دا کیف ته د امریکا د دفاع د وزیر په توګه د اسټن دویم سفر دی .

نوموړی له پولنډه چې د ناټو غړی او د اوکراین ګاونډی دی، د ریلګاډي په وسیله کیف ته تللی دی.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې امریکا پر اوکراین د جګړې له پيله دغه هېواد ته لسګونه میلیارده ډالره پوځي او نوره مرسته ورکړې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرروۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري او د همدې جګړې له پیله د روسیې او لویدیځو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوي دي.

امریکا په وار وار ویلي، تر هغو چې اړتیاوي د اوکراین په څنګ کې دریږي، خو د متحده ایالتونو په کانګرس کې ځینې محافظه کاره جمهوريپال د دې کار مخالفت کوي او همدې مخالفت له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه شکونه پیدا کړي.

د امریکا کانګرس تېره اونۍ د دولت د مرخصۍ د مخنیوي لپاره په تصویب شوې لنډمهاله تګلاره کې هم له اوکراین سره راتلونکې مرسته حذف کړې ده.

خو پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسټن به کیف ته د سفر پر مهال له لوړپوړو چارواکو سره په لیدو کتو کې د امریکا او اوکراین پر ستراتیژیکې ملګرتیا خبرې وکړي.

پنټاګون لیکلي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې اوکرایني ځواکونه د ژمي پر مهال د جګړې او د روسیې د نورو ګواښونو په وړاندې د دفاع وړتیا لري.

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال کیف ته سفر کوي چې ټاکل شوې د همدې اونۍ په وروستیو کې د اوکراین د دفاع د تماس ډله چې د روسیې د جګړې په وړاندې د کیف ملاتړ کوي، د اوکراین پر وضعیت غونډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG