د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

اوکراین کې د سلګونه تنو لاریون؛ د پوځ ملاتړ او د فساد مخالفت یې وکړ


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

پرون شنبه سلګونو کسانو په داسې حال کې چې د اوکراین بیرغونه له ځانونو سره لېږدول، عمدتاً د اوکراین په پلازمېنه کییف کې لاریون وکړ او د اوکراین د پوځ په ملاتړ او د اداري فساد خلاف یې شعارونه ورکړل.

د ماریا بارباش په نوم یوې لاریونوالې پرون په داسې حال کې چې یو شعار له ځان سره لېږداوه چې پرې لیکلي وو «موږ بې پېلوټه الوتکو ته اړتیا لرو، نه ورزشي سټوډیوم ته» اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل:

"ما د اوکراین په څه باندې سلو ښارونو کې لاریونونه تنظیم کړل، چې د اوکراین پوځ ته مو د ډېرو پیسو او د اداري فساد خلاف د اقداماتو غوښتنه وکړه. پر دې بنسټ، په محلي او مرکزي بودیجه کې باید لومړیتوب اردو ته ورکړل شي."

په کییف کې د وانیا هاوریش په نوم بل لاریونوال چې محصل دی، اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، د اوکراین حکومت باید د جګړې پر مهال د اوکراین پوځ ته ډېرې نورې پیسې ځانګړي کړي.

د «وسلوالو ځواکونو ته د پیسې» په نوم ډلې له خوا دغو لاریونونو کې چې عمدتاً په پلازمېنه کییف کې تنظیم شوي وو، غوښتنه وشوه، چې د اوکراین وسلوالو ځواکونو ته دې ډېره بودجه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین پوځ ویلي، د روسیې ځواکونو پرون د اوکراین په شمال او جنوب کې پر اساسي بنسټونو پراخې هوايي حملې کړې دي.

د اوکراین پوځ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې په ایران کې د شاهد په نوم د جوړو شویو بې پېلوټه ۳۸ الوتکو له ډلې ۲۹ یې د اوکراین د هوايي مدافع د دستګاوو له خوا نسکورې کړای شوي دي.

د روسیې د برید پر وړاندې د اوکرایني ځواکونو جګړه
د روسیې د برید پر وړاندې د اوکرایني ځواکونو جګړه

اوکرایني چارواکي وايي دغو الوتکو د روسیې له خاورې الوتنه کړې وه، چې په جنوبي سیمه اودیسه کې یې اساسي بنسټونه، په شمالي سیمه چرني هیف کې یې د بېلاروس پولې ته څېرمه دوه نور مرکزونه تخریب کړي او پر کییف ښار هم بې پېلوټه الوتکو حملې کړي، چې دا په روانه میلادي میاشت کې د خپل ډول له مخې دویمه حمله وه.

د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته د مسکو او اروپايي هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د روسیې ریا خبري اژانس پرون شنبه اعلان وکړ، چې مسکو د چک جمهوریت سرپرست شارژدافېر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د چک جمهوریت حکومت د نوامبر میاشتې پر ۱۵مه اعلان وکړ، چې په خپله خاوره کې د روسیې دولتي شتمني کنګلوي او پر اوکراین یې د روسیې د یرغل له کبله پر مسکو لګول شوي بندیزونه زیات کړي دي.

کرملین د پراګ دغه اقدام غیرقانوني بللی دی، چې ممکن مسکو یې په وړاندې ځوابي اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG