د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۲

نړۍ

امریکا ته د اوکرایني پلاوي سفر؛ پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کوي

د اوکراین د جمهوري ریاست ادارې مشر اندري یرماک
د اوکراین د جمهوري ریاست ادارې مشر اندري یرماک

د اوکراین یو پلاوی چې مشري یې د صدراعظم لومړۍ مرستیاله یولیا سوېرېدینکو او د جمهوري ریاست ادارې مشر اندري یرماک کوي، پرون د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسېد.

چارواکي وايي، د اوکراین دغه پلاوی له امریکايي لوري سره د امنیت او اقتصاد په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې کوي.

یرماک په ټلګرام کې لیکلي چې دوی به په سپینه ماڼۍ، کانګرس او څېړنیزو مرکزونو کې د عمومي سازمانونو له استازو سره کتنې ولري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو د عمران خان د درملنې لپاره د پاملرنې غوښتنه کړې

د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو چې د هند سنیل ګواسکر او کپل دیو هم په کې شامل دي، د پاکستان حکومت ته یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د پخواني صدراعظم عمران خان روغتیا ته پاملرنه وکړي. ۷۲ کلن عمران خان چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې له مخې تیره اونۍ په اسلام آباد کې د شفا انټرنیشنل روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی و چې د جمعې په ورځ بیرته زندان ته ولیږدول شو.

د کرکټ دغو پخوانیو لوبډلمشرانو په دغه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ یې استولی، درې غوښتنې مطرح کړي.

لومړی، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي طبي پلاوي ته دې اجازه ورکړل شي چې "د عمران خان د روغتیا بشپړه او خپلواکه ارزونه" وکړي، په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې د لید د له لاسه ورکولو په اړه د راپورونو ارزونه.

دویم، د محکمې د پریکړې له مخې د عمران خان کورنۍ ته اجازه ورکړل شي چې له کوم خنډ او ځنډ پرته په اونۍ کې یې لیدو ته ورشي. او وروستۍ غوښتنه یې هم داده چې د طبي ارزونې وروسته د اړتیا وړ درملنه یې باید " له ځنډ پرته " ترسره شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن تهران ته ځي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم سبا سې شنبې له تهران څخه کتنه ترسره کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان د بهرنیو چارو وزیربه د هرمزتنګي په اړه د خبرو لپاره د سې شنبې په ورځ تهران ته سفروکړي.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د بهرنیو چارو له وزیرعباس عراقچي سره په کتنه کې به دواړه لوري د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي. بقایي همدارنګه وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیزفیلډ مارشال عاصم منیر به هم نن تهران ته سفروکړي. عاصم منیر د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترڅنګ، د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره خبرو کې د منځګړیتوب مهم رول لوبولی چې په نتیجه کې یې د اسلام‌ آباد هوکړې ته زمینه برابره کړه. د بقایي په خبره عاصم منیر د یوه پلاوي په مشرۍ په یو ورځني سفر تهران ته سفرکوي. دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې امریکا نن دوشنبې پرایران نوي سخت بندیزونه اعلان کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.

زیلینسکي هڅه کوي چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو د هیواد د دفاع د پیاوړتیا لپاره کارواخلي




 (Photo by Tetiana DZHAFAROVA / AFP)
(Photo by Tetiana DZHAFAROVA / AFP)

په داسې حال کې چې د روسیې په وړاندې جګړه کې د اوکراین د نړیوال ملاتړد پیاوړتیا او اضافي دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هڅې دوام لري، کییف به نن دوشنبې د اګست په ۲۴ د "ارادې لرونکو هېوادونو ائتلاف" په نوم د یوې ډلې د غونډې کوربه وي. د دې ایتیلاف ګډونوال به په دې غونډه کې پر روسیې چې په دې وروستیو کې یې خونړي بریدونه زیات کړي دي، د فشار راوړلو او د دغه هېواد د یرغل د درولو لارې چارې وڅېړي.

دغه سرمشریزه، چې ځینې مشران به یې په کییف کې په حضوري توګه او نور به د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړي، په هغه ورځ ترسره کېږي چې اوکراین له شوروي اتحاد څخه د خپلې خپلواکۍ ۳۵مه کلیزه لمانځي. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړېږي چې د بالتیک او نورډیک هېوادونو یوې ډلې د اوکراین د ملاتړ په موخه د دغه هېواد په پلازمېنه کییف کې غونډه وکړه.

د " ارادې لرونکو هېوادونو ائتلاف"، چې مشري یې لندن او پاریس کوي، د شاوخوا ۳۴ هېوادونو یوه غیررسمي ډله ده چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي. د دې ائتلاف د غونډې د ګډونوالو په نوملړ کې د امریکا د کوم استازي نوم نه دی شامل.

د غونډې له جوړېدو مخکې زیلینسکي د اوکراین د دفاع لپاره د اروپايي تمویل د خوندي کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د روسیې د بالستیک توغندیو چې ډیره مرګ ژوبله رامنځته کوو، پر وړاندې د دفاع لپاره. هغه له اروپايي پارلمان څخه وغوښتل چې د هغو قوانینو د تصویب لپاره لازم اقدامات وکړي چې د دغو مالي مرستو د ترلاسه کولو زمینه برابروي.

د اوکراین ولسمشر د جګړې پرمهال د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه ردکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي په هېواد کې د جګړې پر مهال د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنې رد کړې، هغه یې "سونامي" وبللې او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې روسیې پراوکراین خونړي بریدونه زیات کړي، هغه به اوکراین وویشي.

زیلېنسکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کییف کې خبریالانو ته د اوکراین د پخواني دفاع وزیر میخایلو فیدوروف د هغې غوښتنې په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې وو، اوکراین باید له روانې جګړې سره سره د انتخاباتو د ترسره کولو یوه لاره پیدا کړي.

زیلېنسکي وویل، تګلاره یې دا ده چې هېواد د جګړې تر پایه ورسوي او یو خپلواک او ملي حاکمیت لرونکی دولت وساتي.

زیلنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړی د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې د یکشنبې په ورځ د شمالي اروپا او بالتیک هیوادونو د مشرانو کوربه وو.

عراقچي: د امریکا احتمالي سخت بندیزونه به د تهران په ماتولو بریالي نشي

د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د امریکا د نویو احتمالي بندیزونو ګواښ د ناچارۍ نښه وبلله او ویې ویل چې نوي احتمالي اقدامات به د تهران په ماتولو بریالي نه شي.

ټاکل شوې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت چې پرایران یې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پرتهران احتمالي بندیزونه اعلان کړي.

عراقچي په ټیلیګرام کې په خپره شوې ویډیو کې، هغه څه ته په اشارې سره چې ده "تکراري سناریوګانې" وبللې، وویل: "دا چې هغوی (امریکايي مشرانو) له پوځي عملیاتو څخه ... د هماغو پخوانیو پلانونو مطرح کولو ته مخه کړې، ښيي چې هغوی له سختې ناچارۍ سره مخ دي."

هغه وویل، واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، څو "د عدالت او عزت پر بنسټ حل‌لاره" وموندل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.

د امریکا د خزانې وزیر هم له چین څخه چې د ایران د صادراتي تېلو څه باندې ۸۰ سلنه پیري، غوښتي چې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

د یونان چارواکي وایي، کریټ ټاپوته نژدې له ۱۵۰ څخه زیات کډوال یې ژغورلي دي

د یونان چارواکي وایی چې په تیرو درې ورځو کې یې کریټ ټاپو ته نژدې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کډوالو د ژغورنې چارې همغږي کړې دي.

د یونان د رسنیو د راپورونو له مخې یوازې د جمعې په ورځ په دوو عملیاتو کې ۱۳۱ کډوال ژغورل شوي دي. په دغو عملیاتو کې د اروپايي ټولنې د سرحدي کنټرول ادارې (فرونټکس) اړوندو بېړیو برخه اخیستې وه.

دغه راز د شنبې په ورځ دې ټاپوته نژدې یوې تیل وړونکې کښتۍ ته لارښوونه وشوه چې له یوې کوچنۍ کښتۍ څخه ۳۳ کډوال وژغوري.

د یونان د کډوالۍ وزارت ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال د لېسبوس او ساموس په ټاپوګانو کې جوړو شویو مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه ښايي د یونان خاورې ته دننه نورو مرکزونو ته انتقال شي.

کریټ او هغه ته نږدې بل کوچینی ټاپو ګاودوس پرهغې سمندري لاره پراته دي چې کډوال له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو لپاره په کښتیو کې ځانونه ور رسوي یا یې له خوا تیریږي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کوي

چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کوي.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن یکشنبه وویل،" عاصم منیر به سبا دوشنبې د یوه پلاوي په مشري تهران ته سفر وکړي".

د بقايي په ټکو،" د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې اترې دي".

پاکستان په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو په منځګړي هېواد بدل شوی دی.

د برلین ته څېرمه د وسلو پټ زیرمتون موندل شوی

د جرمني امنیتي چارواکي د برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د وسلو د پټ زیرمتون په اړه څېړنه کوي. په دغه ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موندل شوې دي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي شبکو په استازیتوب د هدفمنو بریدونو یا ترورونو لپاره ساتل شوې وې.

د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی او د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیا سره خبرې روانې دي.

د جرمني چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ، ورانکارۍ او سایبري بریدونو ګواښونه زیات شوي دي. روسیې تر اوسه په دې قضیه کې د لاس لرلو ادعا نه ده منلې.

 د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي

د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.

ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.

ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.

د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه

د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.

فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.

دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه‌ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG