د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

اسراییل: زمونږ پوځیانو غزه کې عملیات کړي او د حماس مرکزونه یې هدف ګرځولي


په غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو یو انځور
په غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو یو انځور

اسراییلي پوځیانو په غزه کې ځمکني عملیات کړي او وايي چې د حماس مرکزونه یې هدف ګرځولي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا او روسیې پرېکړه لیکونه رد شول.

د امریکا له خوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده د روسیې او چین له‌خوا ویتو شوه او متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه.

د امنیت شورا لسو غړیو له دې مسودې ملاتړ وکړ.

اخوا د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک چې د بشري دلایلو پراساس یې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کوله هم د امریکا او بریتانیا له خوا ویتو شوه.

دې پرېکړه لیک ته د امنیت شورا نهو نورو غړیو له رایې ورکولو ډډه وکړه، خو روسیې، چین، متحده عربي اماراتو او ګابون یې ملاتړ وکړ.

په سیمه کې بیا وضعیت شېبه په شېبه مخ په خرابېدو دی.

په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

اسراییلو د جګړې تر بل پړاو مخکې په غزه کې ځمکني عملیات پیل کړي دي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې عسکر یې د حماس د هدفونو د هدف ګرځولو لپاره غزې ته ننوتي وو.

سره له دې چې د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو عسکر په غزه کې د حماس پر ضد یو شمېر ځمکني تحرکات کړي، خو د پرون ورځي ځمکني عملیات یې تر ټولو ستر بلل شوي.

پوځ ویلي، دا عملیات د جګړې د بل پړاو د چمتووالي په هدف ترسره شول.

په دې سربېره اسراییلو بیا هم د شپې له‌خوا په غزې باندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی دی.

په دغو تازه بمباریو کې بیا هم لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې یوه لویه بېلګه یې په نصیرات سیمه کې د الجزیرې د یوه خبریال وایل الدحوح د کورنۍ د ۱۲ غړیو وژل کېدل دي.

د دغه خبریال کورنۍ چې په غزه کې خپل مخکینی کور پرېښی وو او نصیرات ته تازه راکډه شوي وو په بېګانیو بریدونو کې هدف ګرځېدلې.

د بمبارۍ په وخت الدحوح په خپله کور کې نه و، خو مېرمن یې، یوه لور، یو زوی، یو لمسی او د کورنۍ څو نور غړي یې وژل شوي دي.

خان‌یونس ته نږدې د نصیر روغتون ته د پنجشنبې په سهار د بېګانیو بریدونو ګڼ ټپیان انتقال شوي دي.

د غزې روغتیاپالان په کمو امکاناتو د ټپیانو درملنه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې په غزه کې تېل په خلاصېدو دي او دوی اړ شوي چې د دې کلابندې سیمې بشردوستانه خدمتونه د لنډ وخت لپاره وځنډوي.

پر اسراییلو د حماس د بریدونو په غبرګون په غزه تړانګه د اسراییلي ځواکونو په بمباریو کې تر دې دمه د غزې د روغتیا وزارت په خبره لږ تر لږه شپږ نیم زره تنه وژل شوي چې په کې ۲۷۰۰ ماشومان هم شامل دي.

اخوا اسراییلي چارواکو د حماس د وسله والو په لاس د لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسراییلیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

حماس همدارنګه څه باندې ۲۲۰ اسراییلیان چې په کې ښځې هم شاملې دي یرغمل نیولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG