د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

اسراییل: د حماس لسګونه وسله وال مو وژلي، پر کلا بندې غزې د بمبار ختمولو پلان نه لرو


پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو یوه څنډه
پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو یوه څنډه

اسراییل وايي بېګا یې په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله وال وژلي دي او زیاتوي چې پردې کلابنده تړانګه د هوايي حملو د پای ته رسولو پلان نه لري.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اسراییل پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې تېره شپه یې د درېیو کنډکونو د مرستیال قوماندانانو په ګډون د حماس ډلې له ۴۰۰ ډېر اهداف په نښه کړي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې اهدافو کې یو ټونل چې د حماس ډلې جنګیالي به له هغې لارې اسراییل ته ننوتل او په څو جوماتونو کې د حماس ډلې د قوماندې مرکزونه هم شامل دي.

له دې مخکې د اسراییل د پوځ لوی درستیز ډګرجنرال هیرزي هالیوي وویل چې اسراییل سمدستي د حملو د بندولو پلان نه لري.

هغه زیاته کړه چې اسراییل غواړي حماس ډله په بشپړ ډول د له منځه وړلو تر مرحلې ورسوي.

غزه له دوو اونیو راهیسې د اسراییل د پرله پسې بمباریو له کبله په یوه بشري بحران کې ایساره ده او په نژدې راتلونکي کې د اوربند نښې نښانې هم نه لیدل کېږي.

په دې بمباریو کې د غزې د تړانګې پراخې سیمې اوارې شوي چې له کبله یې د سیمې له یو میلیون ډېر وګړي له خپلو مېنو وتلي او په نورو ځایونو کې د سرپناه په لټه کې دي.

په غزه کې د وروستیو بریدونو پر مهال د وژل شویو کسانو یوه هدیره
په غزه کې د وروستیو بریدونو پر مهال د وژل شویو کسانو یوه هدیره

متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي چې د مرستو نورو کاروانونو ته اجازه ورکړي څو د غزې تړانګې ته ننوځي.

دا په تېرو څو لسیزو کې د فلسطینیانو او اسراییلو د کړکېچ د تاریخ ترټولو خونړی پړاو دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې په تېرو دوو اونیو کې د اسراییل په هوايي حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵ زرو اوښتی دی.

دا بمبارۍ د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې پر اسراییل حمله وکړه او له ۱۴۰۰ زیات اسراییلیان یې ووژل، له ۲۰۰ زیات نور یې برمته کړل او له ځان سره یې غزې ته بوتلل.

دې ډلې پرون ۲ اسراییلۍ مېرمنې خوشې کړې چې له دې سره د خوشې شویو برمته وو شمېر ۴ ته ورسېد.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې چې د دوی د خوشې کېدو زمینه یې برابره کړې ویلي چې خوشې شوې میرمنې یوه ۸۵ کلنه او بله یې ۷۹ کلنه ده.

حماس ویلي چې دا میرمنې یې د بشري خواخوږۍ له کبله پریښي دي.

حماس یوه امریکایي میرمن او د هغې لور تېره اونۍ خوشې کړې.

په عین حال کې اسراییلي ټانکونه او سرتېري په ګډ سرحد کې راټول شوي او غواړي د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د غزې تړانګې ته ننوځي.

دې پلان د هغو برمته وو د خوندیتوب په اړه اندېښنې پارولې دي چې په غزه کې ساتل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG