د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

بغلان کې جومات دننه انتحاري حمله؛ سباوون: تر سختو امنیتي تدابیرو سره سره چاودنه شوې


طالبان پلخمري کې د جومات دننه د شوي انتحاري حملې له کبله ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، خو سرچینې وايي، دېرش مړي روغتون ته لېږدول شوي
طالبان پلخمري کې د جومات دننه د شوي انتحاري حملې له کبله ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، خو سرچینې وايي، دېرش مړي روغتون ته لېږدول شوي

په بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات کې دننه انتحاري حمله شوې ده.

طالبان وايي، په دې حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

خو د پلخمري په روغتون کې یوې سرچیني چې د امنیتي دلایلو له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه روغتون ته نږدې ۳۰ جسدونه وروړل شوي دي.

په سیمه کې ازاد خبریال نظام الدین سباوون وايي، که څه هم د جومات امنیتي تدابیر ډېر قوي وه او له تالاشۍ پرته هیچاته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېده، خو بیا هم انتحاري بریدګر ځان د جومات دننه رسولی و.

فریدې سیال له سباوون سره مرکې کړې او په پیل کې سباوون د نننۍ ورځې د انتحاري حملې د سترګو لیدلی حال بیان کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG