د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

نړۍ

په نګورنو قره باغ کې د ناندریو شدت؛ اردوغان خپل اذربایجاني سیال سره ویني

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن له خپل اذربایجاني سیال الهام عليیف سره د نګورنو قره باغ پر وضعیت خبرې وکړي.

دا لیده کاته داسې مهال ترسره کیږي، چې په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له پوځي عملیاتو وروسته زرګونه ارمني ټبره خلک له دې سیمې وتښتېدل.

د نګورنو قره باغ ارمني ټبره خلک، چې له اذربایجاني ځواکونو سره جګړه کوي، تېره اونۍ د اذربایجان له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شول.

نګورنو قره باغ د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوې سیمه ده، خو اکثره اوسیدونکي یې ارمني ټبره دي.

پر دې لانجمنې سیمې تېرو کلونو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته چې تېره میاشت د امریکا کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځي مرستې بسته تصویب کړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.

د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دي، ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

امریکا: ایران دې حوثي سخت دریځو ته په بې ساري اندازه د وسلو لېږد ودروي

حوثي وسله وال
حوثي وسله وال

د امریکا متحده ایالتونو له ایرانه غوښتي چې حوثي سخت دریځو ته د بې ساري اندازې وسلې لېږد و دروي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرت وود، پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، د ایران د ملاتړ له کبله حوثي سخت دریځو په سر سمندر کې پر بېړیو د بریدونو وړتیا پیدا کړې ده.

رابرت وود زیاته کړه، که امنیت شورا غواړي چې رېښتیا هم د یمن کورنۍ جګړه پای ومومي، باید په ډله ییزه توګه له ایرانه وغواړي چې له بې ثباته کوونکي روله لاس واخلي.

هغه وویل، ډېر اسناد او شواهد شته چې ښيي ایران د بالستیک او کروز توغندیو په ګډون حوثیانو ته درنې وسلې ورکوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو د تېر کال له نومبر راهیسې تراوسه په سره سمندرګې کې پر سوداګریزو بېړیو څه باندې پنځوس بریدونه کړي دي.

غزه کې سلګونه زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ روانه ده

د غزې یوه بې ځایه شوې کورنۍ
د غزې یوه بې ځایه شوې کورنۍ

مرستندویه کارکوونکي سلګونو زره بې ځایه شویو فلسطینیانو ته د خوراکي توکو په وېشلو بوخت دي.

د راپورونو له مخې، خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.

په خلکو د خوړو وېش په دې خاطر په چټکۍ ترسره کېږي چې اسراییلو په رفح د محدودو پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي ویاندې عبیرعاطفه ویلي اته دېرش لارۍ مواد د اریز له لارې غزې ته رسول شوي.

د هغې په خبره، د غزې له دوو اصلي لارو هېڅ ډول مواد تېره اوونۍ نه وو رسېدلي.

امریکا: ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي

د ایران چابهار بندر چې د هندي کمپنیو د پانګونې خبر پکې ورکړل شوی
د ایران چابهار بندر چې د هندي کمپنیو د پانګونې خبر پکې ورکړل شوی

امریکايي چارواکو ویلي هندي کمپنیو په ایران کې په پانګونې سره ځان د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخ کړی دی.

ایران او هند د دوشنبې په ورځ د چابهار بندر په اړه یو لس کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هند په چابهار کې پانګونې کوي او د دې بندر عملیاتي چارې به مخته وړي.

دا تړون د شاوخوا ۱۲۰میلیونو ډالرو ارزښت لري.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پتیل په حواله لیکلي چې: «هر بنسټ یا هر څوک چې له ایران سره تجارتي اړیکې پالي، باید پوه شي چې ځانونه د بندیزونو باالقوه خطر ته اچوي.»

هندي چارواکو مخکې ویلي وو چې چابهار بندر د ګاونډ پاکستان د بایپاس کولو لپاره تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي چې ورسره به د هند، ایران او افغانستان سوداګري له منځنۍ اسیا او اروپا سره لا غښتلې شي.

شنکر: هند له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی

د چاه بهار بندر یوه څنډه
د چاه بهار بندر یوه څنډه

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی.

ایس جی شنکر نن په مومبی کې خبریالانو ته وویل، کله چې له ایران سره د چاه بهار په اړه پر اوږدمهالو مقرراتو موافقه وشي، نو هغه مهال به په دې بندر کې د لازیاتو پانګونو څرنګوالی روښانه شي.

رویټرز خبري آژانس جې شنکر ته د یوې نژدې سرچینې له قوله خبر ورکوي چې د هند د سمندري ټرانسپورټ وزیر به ایران ته د سفر پر مهال هند ته د چاه بهار بندر د اوږمهالي اجارې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

هند په چاه بهار بندر کې د دې لپاره پانګونه کړې چې خپل تولیدات د ایران او افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته صادر کړي او د صادراتو لاره له پاکستانه چپه کړي، خو د چاه بهار ستونزه دا ده چې متحدوایالتونو پر ایران بندیزونه لګولي او ځکه یې د رغونې چارې ډېرې سوکه پرمخ ځي.

کریسټرشون: د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري ژوره شوې

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرشون
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرشون

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرشون وایي، د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري اوس دومره ژوره شوې چې په معاصرتاریخ کې هیڅکله هم دومره پیاوړې نه وه او اساس یې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته سیمې ته د امنیتي ګواښونو زیاتوالی دی.

کریسټرشون نن دوشنبې په سټاکهولم کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز او د شمالي اروپا د هېوادونو د صدراعظمانو د غونډې کوربه دی.

په عین حال کې د بالتیک د درېیو هېوادونو صدراعظمانو چې نن د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنوس کې جرګه کېږي، ویلي چې د مسکو بیرول به دوی د اوکراین له ملاتړه په شا نه‌کړي.

سویډن په مارچ میاشت کې د ناتو له تړون سره یوځای شو او فنلنډ هم له هغې مخکې د تېر کال په اپرېل میاشت کې د دې پوځي تړون غړیتوب حاصل کړی و.

روسي چارواکي: د اوکراین ۳۱ بې پیلوټه الوتکې او ۱۶ میزاییل له منځه وړل شوي

روسي چارواکو پرون یکشنبې وویل چې په بیلګرود کې هغه مهال شپاړس تنه ووژل شول چې د یوې ودانۍ یوه برخه د اوکراین د یوه میزاییل د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه کې را ونړېده. دلته ژغورونکي ډلې د ژغورنې پر مهال لیدل کېږي.
روسي چارواکو پرون یکشنبې وویل چې په بیلګرود کې هغه مهال شپاړس تنه ووژل شول چې د یوې ودانۍ یوه برخه د اوکراین د یوه میزاییل د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه کې را ونړېده. دلته ژغورونکي ډلې د ژغورنې پر مهال لیدل کېږي.

د روسیې دفاع وزارت نن دوشنبې وویل چې د هوایي مدافعې سیستمونو یې د اوکراین ۳۱ بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه او ۱۶ میزایل له‌منځه وړي دي.

دغو ډرونونو او میزایلو د روسیې بیلګرود، کورسک، لیپیتسک او د مسکو له‌خوا اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه سیمې په نښه کړې وې.

روسي چارواکو پرون یکشنبې وویل چې په بیلګرود کې هغه مهال شپاړس تنه ووژل شول چې د یوې ودانۍ یوه برخه د اوکراین د یوه میزاییل د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه کې را ونړېده.

د چارواکو په وینا، دغه توغندی د روسیې د هوایې مدافعې سیستم ویشتی و.

د روسیې دغه ادعا سمدستي په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې.

له رفح څخه په ډله‌ییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي

له رفح څخه د فلسطینیانو د وتلو یو انځور
له رفح څخه د فلسطینیانو د وتلو یو انځور

په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د غزې په جنوب رفح ښار کې وړاندې تګ ته دوام ورکوي، له دې سیمې چې وروستی پناه ځای بلل کېږي، په ډله‌ییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي دي.

اسراییل همدارنګه د غزې پر شمالي برخې چې له مخکې په جګړه کې ځپل شوې بیا بریدونه کړې دي.

د اسراییل پوځ ویلي، دا سیمه چې څو میاشتې مخکې تصفیه شوې وه، د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني یو شمېر وسله‌وال په‌کې بیا منسجم شوي وو.

رفح چې د حماس وروستي پیاوړی سنګر بلل کېږي، د اسراییل له‌خوا اوسېدونکو ته یې د وتلو له امر وروسته، شاوخوا درې سوه زره کسانو خپلې مینې پریښې دي.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله دې سیمې ته له یو میلیون زیاتو فلسطینیانو پناه ور وړې ده.

اسراییل ویلي، د حماس د بې وسلې کولو لپاره باید پر رفح کې پوځي عملیات سرته ورسوي.

وېسټ: امریکا د سېلابونو له کبله د ګڼو افغانانو پر اغېزمنېدو خوابدی دی

په بغلان کې د سېلابونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښي دي. په تصویر کې د سیمې اوسېدونکي د هغه موټر ننداره کوي چې د سېلاب له کبله ویجاړ شوی دی.
په بغلان کې د سېلابونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښي دي. په تصویر کې د سیمې اوسېدونکي د هغه موټر ننداره کوي چې د سېلاب له کبله ویجاړ شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، واشنګټن په بادغیس، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو په نتیجه کې د ګڼو افغانانو د ژوند د اغېزمنېدو پر راپورونو خوابدی دی.

هغه لیکلي چې د دوی شریکان د خوړو، اوبو او نورو حیاتي توکو د برابرولو لپاره لاس په کار شوي دي.

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بې‌کوره شوي، وېرېدلي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سېف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلینیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه او ۱۰ زره یې ماشومان دي.

پروان کې ترافیکي پېښه؛ د واده د مراسمو ۱۰ ګډونوال ټپیان شوي

د پروان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه وخت وشوه چې یو هینو ډوله موټر چې ورا په کې وه، له سړک واوښت او له یوه دېوال سره ټکر شو.
د پروان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه وخت وشوه چې یو هینو ډوله موټر چې ورا په کې وه، له سړک واوښت او له یوه دېوال سره ټکر شو.

د پروان په مرکز چاریکار کې د واده د مراسمو ۱۰ تنه ګډونوال د ترافیکي پېښې له کبله تنه ټپیان شوي دي.

په پروان د طالبانو چارواکي وايي دغه پېښه پرون ناوخته د څلورمې امنیتي حوزې په خواجه سیاران سیمه کې شوې ده.

د پروان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه وخت وشوه چې یو هینو ډوله موټر چې ورا په کې وه، له سړک واوښت او له یوه دېوال سره ټکر شو.

د هغه په وینا، په په لسو ټپیانو کې څلور ښځې شاملې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG