د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ تله ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۳۵

نړۍ

په تهران کې د النصر او پرسپولیس فوټبال لوبډلې سیالي لري

د النصر لوبډلې ځینې لوبغاړي

د نړۍ د پېژندل شوي فوټبالر کریسټیانو رونالډو لوبډله النصر نن شپه ناوخته په تهران کې له پرسپولیس ټیم سره لوبه کوي.

د دوی لوبه د تهران په ازادي سټډیوم کې د ننداره چیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

له رونالډو څخه په تهران کې د هغه زرګونه مینه‌والو ډېر تود او له شور ډک هرکلی وکړ.

د پرسپولیس د ټيم مدیر هغه ته دوه ورېښمنۍ غالۍ ډالۍ کړې او د النصر د ټيم هستوګنې هوټل ته که څه هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو لسګونه کسان ور ننوتل او هر یوه د رونالډو د لیدو هیله درلوده.

د عربستان د فوټبال لیګ النصر او د ایران د فوټبال د مخکښ ټیم پرسپولیس لوبه د اسیا د اتلولۍ جام په دور کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې النصر ټیم د دې لوبې لپاره په تهران کې تمرینونه نه دي کړي او مدیر یې ویلي چې د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره یې غوره ګڼلې لوبغاړي تر لوبې پورې په هوټل کې پاتې شي.

رونالډو په نړیواله کچه له خاص محبوبیت او شهریت برخمن دی او له النصر ټيم سره تر یوځای کېدو وروسته یې په سیمه کې لا مینه‌وال زیات شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د څلورو هېوادونو له لارې د اوکراین د غلې دانې صادرېدو په تړاو د څېړنو غوښتنه وشوه

د اوکراین د غنمو د حاصلاتو یو انځور

د مرکزي اروپا څلورو هېوادونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې د هغه بشري دهلیز په اړه څېړنې وکړي چې د دې هېوادونو له لارې د اوکراین غلې دانې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا د کرنې وزیرانو نن وویل، د اوکراین د غلې د صادراتو یوه برخه د پولنډ په څېر ځینو هېوادو کې پاتې کېږي چې د دې هېوادونو د سیمه‌ییزو کروندو ګرو د غلې دانې حاصلاتو ته زیان اړوي، ځکه د اوکراین صادرات د دې هېوادونو پرتله ارزانه دي.

د چک جمهوریت د کرنې وزیر ماریک ویبورني وویل چې په دې هېوادونو کې د اوکراین د غلې د صادراتو د پاتې کېدو د مخنیوي لپاره اروپايي ټولنه باید د غلې سوداګرو ته نقدي امتیازونه ورکړي.

په دې غونډه کې د اوکراین د کرنې وزیر هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

په خیبرپښتونخوا کې د افراطي وسله‌والو پر یوه پټنځای عملیات شوي

ارشیف: خیبرپښتونخوا کې د عملیاتو یو انځور

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکوي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دا نښته پرون د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د وسله‌والو پر یوه مرکز وشوه او په پایله کې دواړو خواوو نښته وکړه.

پوځ وايي چې په دې نښته کې د وسله‌والو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه مشکوک تروریستان ووژل شول.

پوځ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ناگورنو قره باغ څه باندې ۱۳ زره اوسیدونکو ارمنستان ته پناه وړې ده

د بې ځایه کیدونکو خلکو یوه برخه

ارمنستان وایي، له کله چې اذربایجان د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمې بشپړکنټرول ترلاسه کړی، په وروستیو ورځو کې له ۱۳ زره زیات اوسیدونکي له خپلو سیمو وتلي او ارمنستان ته رسیدلي دي.

د ارمنستان حکومت نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې شمیرې ښيي چې ترنن سهارپورې د ناګورنو قره باغ له سیمې ۱۳۳۵۰ تنه جبري بې ځایه شوي کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.

یوه ورځ مخکې، د ارمنستان لویدیځ ته په سړکونو کې د موټرو اوږده کتارونه لیدل کیدل چې خلکو له سیمې د وتلو هڅه کوله او د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله یې هم سړکونه تړلي وو.

اذربایجاني ځواکونو تېره اوونۍ په ناګورنو قره باغ سیمه کې د چټکوعملیاتو په ترڅ کې سیمه ییز ځواکونه وځپل او د سیمې کنټرول یې ترلاسه کړ.

په ناګورنو قره باغ کې د اټکل له مخې ۱۲۰ زره کسان چې اکثریت یې ارمن ټبره دي، ژوند کوي.

د پولنډ کارپوهان: د غلو پر یوه ګودام مو لګیدلی توغندی د اوکراین لخوا توغول شوی و

د پولنډ او اوکراین بیرغونه - ارشیف

د پولنډ کارپوهانو تایید کړې، چې هغه توغندی چې په نومبر میاشت کې د غلو پر یوه ګډام لګیدلی او دوه کسان یې وژلي و، د اوکراین لخوا توغول شوی و.

د ناټو په دې غړي هیواد پولنډ کې د دغه توغندي لګیدو دا وېره زیاته کړې وه، چې د دې تړون د ګډې دفاع د مادې له فعاله کیدو سره ښایي د اوکراين جګړه پراخه شي، خو هغه مهال وارسا او ناټو وويل چې دوی باور لري، چې دا د اوکراين تېروتنه وه.

یو شمیر سرچینو چې له ترسره شویو تحقیقاتو خبر دي د پولنډ Rzeczpospolita یوې ورځپاڼې ته وویل، چې پولنډ دا ثابته کړې، هغه توغندی چې د پرژیودوو Przewodow په کلي کې لویدلی و د S 300 5-W-55 هوایی مدافعې توغندی و.

اروپایي ټولنه د اذربایجان او ارمنستان د مذاکراتو کوربنه ده

د یو شمېر اروپایي هېوادونو بیرغونه

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې بروکسل به نن سه شنبه د دوو اوږدمهاله رقیبانو ازربایجان او ارمنستان د استازو کوربه وي.

د اروپا د شورا د مشر چارلز میشل ویاند ویلي چې د ښاغلي میشل لوړپوړی ډيپلوماتیک سلاکار به د بحثونو مشري کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو خبرو کې د ارمنستان او اذربایجان د ملي امنیت سلاکاران ګډون لري.

ویل شوي، چې په بحثونو کې به د فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران او د جنوبي قفقاز لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی برخه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په زرګونو ارمنیانو د ناګورنو قره باغ له بېلتون غوښتونکې سیمې څخه د تېښتې په هدف ارمنستان ته تللې لارې تړلې دي.

له بلې خوا: په ارمنستان کې ناکرارۍ وروسته تر هغه زیاتې شوي چې ارمني ځواکونو په ناګورنو قره باغ کې د اذربايجاني ځواکونو په وړاندې ماته وخوړله.

په پلازمېنه یروان کې لسګونه مظاهره چیان وروسته له هغه ونیول شول، چې د صدراعظم نیکول پاشینیان د سیاستونو پر ضد یې سړکونه بند کړل.

د ارمنستان حکومت اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د مازدیګر تر پنځو بجو پورې لږ تر لږه ۶۶۵۰ پناه غوښتونکي دغه هېواد ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناګورنو قره باغ د غرنۍ سیمې مشرانو ویلي چې د تېلو پمپونه به هغو کسانو ته چې ارمنستان ته ځي وړیا تېل ورکوي.

ناګورنو قره باغ چې له لسیزو راهیسې لانجه لري، د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یو قوماندان نیول شوی

په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یو غړی د خبل بیرغ د لېږدولو پر مهال - ارشیف

د امریکا پوځ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکړی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا قومندان ابو هلال الفداني څو ورځې مخکې د سوریې په شمال کې د هیليکوپترو د بریدونو پر مهال نیول شوی دی.

په دې اړه په بیان کې زیاته شوې، چې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې دغه قوماندان د عملیاتو او اسانتیاوو د برابرولو مسئولیت په غاړه درلود او په سیمه کې یې د اسلامي دولت ډلې د شبکې ارتباطات برابرول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ارمنستان زرګونه اوسیدونکو له تاوتریخوالي څخه د تېښتې په ترڅ کې سړکونه تړلي

د ارمنستان پر پوله د پناه غوښتونکو ډلې

په زرګونو ارمنیانو د ناګورنو قره باغ له بېلتون غوښتونکو سیمې څخه د تېښتې په هدف ارمنستان ته تللې لارې تړلې دي.

له بلې خوا په ارمنستان کې ناکرارۍ وروسته تر هغه زیاتې شوي، چې ارمني ځواکونو په ناګورنو قره باغ کې د اذربايجاني ځواکونو په وړاندې ماته وخوړله.

په پلازمېنه یروان کې لسګونه مظاهره چیان وروسته له هغه ونیول شول، چې د صدراعظم نیکول پاشینیان د سیاستونو پر ضد یې سړکونه بند کړل.

د ارمنستان حکومت اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د مازدیګر تر پنځو بجو پورې لږ تر لږه ۶۶۵۰ پناه غوښتونکي دغه هېواد ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناګورنو قره باغ د غرنۍ سیمې مشرانو ویلي چې د تېلو پمپونه به هغو کسانو ته چې ارمنستان ته ځي وړیا تېل ورکوي.

ناګورنو قره باغ چې له لسیزو راهیسې لانجه لري، د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

د اوکراین ولسمشر: دفاع وزیر د امریکایي ټانکونو د لومړۍ جوپې د ترلاسه کولو زېری راکړ

تصویر له ارشیفه، د متحده ایالاتو او اوکراین ولسمشران

اوکراین د ابرامز ډوله امریکايي ټانکونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړه.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل، چې دفاع وزیر رستم عمروف ده ته زېری ورکړی چې ابرامز ټانکونه اوکراین ته رسېدلي او پوځي تجهیزات یې پیاوړي کړي دي.

اوکراین وايي دا ټانکونه به د دې هېواد په ختیځ کې د روسي ځواکونو پرضد په ځوابي تهاجمي حملو کې د اوکراین له پوځي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځه سیمه اودیسې کې په وروستیو هوايي حملو کې د غلې مهمې زېرمې له منځه وړي دي.

متحدوایالاتو په جنوري میاشت کې، هغه مهال چې اوکراین خپلو ځوابي حملو ته تیاري نیوله موافقه وکړه چې دې هېواد ته ابرامز ټانکونه ورکړي.

د ناګورناقره باغ کړکېچ؛ امریکایي پلاوی د خبرو لپاره ارمنستان ته رسیدلی

د متحده ایالاتو او ارمنستان بیرغونه

جګپوړي امریکايي چارواکي د ارمنستان له چارواکو سره د خبرو لپاره نن ایروان ته ورسېدل.

په دې پلاوي کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مشره سامانتا پاور، د بهرنیوچارو وزارت ډیپلومات یوري کیم او نور چارواکي شامل دي.

وروسته له دې چې تېره اونۍ د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د لانجمنې ناګورناقره باغ سیمې ارمن ټبره وګړي اوربند ته اړ شول، دا ارمنستان ته د امریکايي چارواکو لومړی سفر دی.

ټاکل شوې چې مېرمن پاور د ارمنستان له جګپوړو چارواکو سره وګوري، هغوی ته د امریکا د شراکت ډاډ ورکړي، د ناګورناقره باغ د ارمنانو لپاره اندېښنه څرګنده کړي او په دې سیمه کې د بشري بحران د حل لپاره پر تدابیرو بحث وکړي.

په نګورنو قره باغ کې د ناندریو شدت؛ اردوغان خپل اذربایجاني سیال سره ویني

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن له خپل اذربایجاني سیال الهام عليیف سره د نګورنو قره باغ پر وضعیت خبرې وکړي.

دا لیده کاته داسې مهال ترسره کیږي، چې په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له پوځي عملیاتو وروسته زرګونه ارمني ټبره خلک له دې سیمې وتښتېدل.

د نګورنو قره باغ ارمني ټبره خلک، چې له اذربایجاني ځواکونو سره جګړه کوي، تېره اونۍ د اذربایجان له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شول.

نګورنو قره باغ د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوې سیمه ده، خو اکثره اوسیدونکي یې ارمني ټبره دي.

پر دې لانجمنې سیمې تېرو کلونو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG