د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د افغاني سرې مياشتې ټولنه: ۴۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره روغتونونو ته ور پېژندلي


 کابل کې يو په زړه سوری ماشوم - ارشيف
کابل کې يو په زړه سوری ماشوم - ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړونو د سوریو ماشومانو د درملنې په دوام یې ۴۸ نور ماشومان د کابل دوو سیمه ییزو روغتونونو ته معرفي کړي او د درملنې ټول لګښت یې ورکوي.

د دغې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ یې په خپله وېب پاڼه خپره کړي راغلي، اوسمهال له دوی سره ١٢زره داسې ماشومان ثبت دي چې زړونه یې سوري دي او باید درملنه یې وشي.

د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د دغه ټولنې له خوا په زړونو سوري ډیری ماشومان د درملنې لپاره له افغانستانه بهر لېږدول کېدل خو د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ادارې اعلان وکړ، چې د بودجې د کمښت او د همکارو هېوادونو د همکارۍ د ختمېدو له امله له افغانستانه بهر د دغه ماشومانو د لېږد بهیر ټکنی شوی دی.

د کابل په يوه روغتون کې يو ناروغ ماشوم او کورنۍ یې - ارشيف
د کابل په يوه روغتون کې يو ناروغ ماشوم او کورنۍ یې - ارشيف

په همدې حال کې د هغو ماشومانو کورنۍ او خپلوان چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا یې درملنه شوې په کور دننه د دوی د درملنې په اړه وېشلي نظرونه لري.

د کابل اوسېدونکی محمود وايي، د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ یې یو کلن زوی منصور د کابل په یوه روغتون کې د زړه عملیات کړی خو اوس یې شونډې کله کله شینې کېږي.

نوموړی وايي:

" د عملیاتو وروسته د هغه شونډې کله کله شینې کیږي،"یوه میاشت کیږي چې موږ هغه د فرانسویانو روغتون ته یوړ، د هغه فایلونه هلته دي، او ډاکټرانو وویل چې هغه به ښه شي."

د کابل یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې د کابل په یوه روغتون کې د زړه له عملیات وروسته ماشوم اوس ښه دی.

نوموړی زياتوي:

"اوس د خدای په فضل، هغه ښه دی، کله کله تبه کوي، نوم یې سبحان دی، موږ ډاکټر ته یوړ، هغه وویل چې دا کومه جدي خبره نه ده، دوی ورته درمل ورکړل. په پنځو یا شپږو میاشتو کې یو ځل تبه پرې راځي، هغه د خدای په فضل ښه دی."

خو د هلمند ولايت يو اوسېدونکى چې دی هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي، چې د يوه خپلوان ماشوم یې چې د افغاني سرې مياشتې په مرسته يې د کابل په يوه خصوصي روغتون کې د زړه عمليات شوی وو، له عمليات دوه شپې وروسته مړ شو.

سرچينه وايي:

"روغتون کې عملیات شو، ماشوم دوه شپې وروسته ښه شو، د مور شیدې یې وڅښلې او په دویمه شپه یې وینه وبهیدله، د نوکریوال بې غوري وه، یا نه پوهیږم چې څه وشول، هغه ضایع شو. دا د مسلک کار دی، د جراح کار دی، زه نه پوهیږم چې جراحي سمه نه وه شوې او که غفلت وشو."

موږ هڅه وکړه، چې په کور دننه او بهر د دغه عملیاتو د ټوپیر په اړه مسولین وپوښتو خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې وياند نوراغا صاحبزاده د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان روغتيايي خدمتونه هم ټکني شوي
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان روغتيايي خدمتونه هم ټکني شوي

دغه شان هغه خصوصي روغتونونو هم چې دغې ټولنې سره د زړه د جراحۍ په برخه کې تړونونه لري په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د الحیات خصوصي روغتون د زړه د جراحۍ ډاکټر سید خالد راشد چې د دې ټولنې یو قراردادي روغتون دی وايي، په وروستیو څو میاشتو کې یې دوی په زړونو د سوریو ماشومانو 60 عملیاتونه کړي او په بریالیتوب سره یې ترسره کړي دي.

د ډاکټر راشد د معلوماتو له مخې، افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۹ خصوصي روغتونونو سره چې د ماشوم د زړه د عملیات لپاره اسانتیاوې لري تړونونه لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"هغه ماشومان چې موږ ته معرفي کیږي، موږ یې ایکو کوو د ټلویزیونې معایناتو نه وروسته موږ د هغه معلومات د هغه د ستونزې مطابق په ایکو کې لیکو او وايو چې دا عملیات دلته ممکن دی، سره میاشت بیا له دغه تاییدې وروسته موږ ته دغه ناروغ معرفي کوي، موږ دلته په الحيات روغتون کې يو عمليات کوو، الحمدلله په تېرو څو مياشتو کې مو شاوخوا ۶۰ عملياتونه کړي ماشومان ښه دي او خپلو کورونو ته بیرته تللي."

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اعلامیې پر بنسټ، دې ادارې په تېرو ۱۴ میاشتو کې ۱۷۷۱ ماشومان د زړه د عملیاتو لپاره بېلابېلو کورنیو روغتونونو ته معرفي کړي، چې له دې شمېر ۱۵۰۰ ماشومان روغ شوي او پاتې نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG