د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

اسلامي: د ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر دوام لري


د ایران د اټومي هڅو یوه برخه - ارشیف
د ایران د اټومي هڅو یوه برخه - ارشیف

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشرمحمد اسلامي وایي، د ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر د هغه چوکاټ له مخې دوام لري چې د دې هېواد پارلمان ټاکلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبې د هغو راپورونو په اړه، چې وایي تهران د یورانیمو د تر شپېته سلنې پخول ورو کړي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسلامي وویل چې زموږ د یورانیمو غني کول دوام لري، خو د هغه ستراتیژیک چوکاټ پراساس چې قانون یې پارلمان تصویب کړی دی.

امریکایۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې ایران د یورانیمو د پخولو پروسه د پام وړ ورو کړې او هم یې د اټومي وسلو تر کچې پورې د غني شویو یورانیمو غلظت کم کړی دی.

د راپور له مخې، دغه اقدام به د هغه کړکېچ له کمولو سره مرسته وکړي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ موجود دی او هم به په ټوله کې له دې سره مرسته وکړي چې د ایران د اټومي پروګرام پرسر خبرې احیا شي.

د ایران پارلمان - ارشیف
د ایران پارلمان - ارشیف

په ۲۰۲۰ کال د تندلارو تر کنټرول لاندې د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې له حکومته غوښتل شوي، چې که د تهران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون نور اړخونه دغه تړون بشپړ عملي نه‌کړي، د یورانیمو د غني کولو بهیر دې له هغه څه زیات ګړندی کړي، چې په دې تړون کې یې حد ټاکل شوی دی.

د دغه تړون له مخې، تهران ته اجازه ورکړل شوې چې ترڅه کم څلور سلنې پورې یورانیم غني کولای شي.

خو وروسته له هغې، چې واشنګټن په ۲۰۱۸ کال له دغه تړون څخه ووت او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول، تهران هم په دغه تړون کې له شویو ژمنو څخه سرغړونو ته دوام ورکړ.

ایران په۲۰۲۱ کال پورې د تر شپېته سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو پروسه پیل کړه ؛ هغه اقدام چې په ترڅ کې یې د اټم بم د جوړولو تر کچې پورې د سوند مواد برابرېږي.

تهران په ځلونو دا خبره رد کړې، چې ګواکې د اټم بم جوړولو په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG