د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

نړۍ

د ایران د یورانیمو په اړه د جرمني، فرانسې او بریتانیا اندېښنې

ارشیف، د نطنز اټمي بټۍ
ارشیف، د نطنز اټمي بټۍ

د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ایران کې د یورانیمو په غني کولو کې د چټکتیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د وروستي راپور په اړه په ګډه اعلامیه کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

دغو درېيو هېوادونو چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې غړي دي، پرون پنجشنبه د ایران اقدامات په اټمي موافقې کې د ایران له ژمنو سره په تضاد کې وبلل.

د روانې اوونۍ په پیل کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې په یوه راپور کې وویل، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو په بڼه د ۲۰۰ ګرامه فلزي یورانیمو د تولید لپاره کارولي دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو هم په ایران کې د فلزي یورانیمو د تولید د پراختیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور په غبرګون کې د اټمي فعالیتونو د درېدو او د خبرو مېز ته د ایران د حاضرېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، باور لري چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته هېڅ اړتیا نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ازبکستان یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل

د ازبکستان د یوې محکمې د جلسې انځور
د ازبکستان د یوې محکمې د جلسې انځور

د ازبکستان په قوقند ښار کې یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل.

دغه کسان د ترهګرو د تمویل، د رژیم د بدلولو دسیسې او د هغو موادو د درلودلو په تور محکوم شوي دي چې عامه امنیت ته ګواښ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ملي امنیت ادارې نن د نومبر ۷مه وویل چې دغه کسان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په منظمو غونډو کې چې په سیمه ییزو چای خانو کې د "شنبه ماښام" په نوم د ټولنیزو مراسمو په توګه تر سره کېدل، د افراطي نظریاتو د ترویج په تور نیول شوي اود هغوی بحثونه د جهاد او د اسلامي دولت د جوړولو په اړه متمرکز و.

دا قضیه د مذهبي افراطیت سره د مبارزې لپاره د ازبکستان د حکومت د هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په قوقند کې، چې د فرغانه په دره کې موقعیت لري.

دا سیمه له توکمیز پلوه متنوع او له تاریخي پلوه بې ثباته ده او د کورنیو او نړیوالو اسلامپالو ډلو لپاره په یو مرکز بدله شوې چې د بې ثباتۍ او د افراطي ایډیالوژیو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

پسکوف: ښايي د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې وشي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د کریملن ویاند دمیتري پسکوف وایي، دی دا نه‌شي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغسې یوې اړیکې احتمال شته، وکړې.

هغه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی به د لوړې له مراسمو مخکې له پوتین سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا د هغه خبرې دي.

د پسکوف څرګندونې د ټرمپ هغو مخکینیو څرګندونو ته اشاره وه چې ویلي وو، د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو مخکې به له پوتین سره اړیکه ټینګه کړي.

پسکوف همدارنګه د هغو پوښتنو په اړه چې ایا د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د روسیي چارواکو او د ټرمپ د کمپاین د مسوولانو ترمنځ رسمي تماس نیول شوی، که‌نه وویل چې نه او زیاته یې کړه چې ولې باید دوی ورسره اړیکه ټینګه کړی وای.

هغه څرګنده کړه چې د روسیې حکومت هیڅ ډول مستقیمه اړیکه نه‌ده ټینګه کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نومبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.

اسراییلي ځواکونو د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل

پر بیروت د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
پر بیروت د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اسراییلي ځواکونو نن سهار د نومبر ۷مه د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل.

دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "ایران ګواښ" په اړه خبرې وکړې.

بنیامین نتانیاهو د نړۍ یو له لومړنیو مشرانو څخه و چې ټرمپ ته یې مبارکي ورکړه او د هغه بیا ټاکنه یې واک ته "په تاریخ کې ترټولو ستره بیا ستنېدنه " وبلله.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو نن د نومبر په ۷مه د ټیلیفون له لارې "د اسراییلو د امنیت لپاره په ګډه کار کولو موافقه وکړه "او دوی "د ایران د ګواښ په اړه بحث وکړ."

له دې خبرو لږ ځنډ وروسته د اسراییلو پوځ د بیروت په جنوب کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله پر مهمو مرکزونو بریدونه پیل کړل.

د لبنان حزب الله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحده ایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.

حزب الله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري چې سیاسي برخې استاي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

پر بیروت کې له وروستیو بریدونو مخکې د اسرايیلو پوځ د کورونو د تخلیه کولو امر صادر کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د یوې سیمې په ګډون له څلورو سیمو ووځي.

پر کییف د روسیې بریدونو زیانونه اړولي

پر کییف د روسیې د بریدونو یو انځور
پر کییف د روسیې د بریدونو یو انځور

د روسیې د نن سهار بریدونو د اوکراین د پلازمېنې کییف په پنځو ناحیو کې اورونه بل کړي او زیانونه یې اړولې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن د نومبر ۷مه پر خپل ټیلیګرام ویلي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ټوټې په پېچرسک، هولوسیفسکي، سولومینسک، اوبولونسک او پوډیلسک ناحیو کې غورځېدلې او د غورځېدو په پایله کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

کلیچکو ویلي، په پچرسک سیمه کې د یو څو پوړیزې ودانۍ پورتنۍ برخې اور اخیستی او خلک ترې ویستل شوي دي.

د سیمې والي اوله کیپر هم ویلي چې د اودیسه په ښار کې وروسته له هغې چې د اوکراین د الوتکو ضد سیستم د تورې بحیرې په دغه بندر کې د روسیې بې پیلوټه الوتکې وویشتې، د استوګنې یو لوړ پوړیز کور ویجاړ او یو سړی ټپي شوی دی.

د ټیلیګرام په چینلونو کې په اودیسه ښار کې د یوې نهه پوړېزې ودانۍ په لومړی منزل کې د لګېدلي اور ویدیوګانې خپرې شوې دي.

پر اوکرایین د روسیې د څرګند تیري له کبله جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل او تر اوسه دوام لري.

ټرمپ او یول روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو پر استولو اندېښنه وښوده

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا خبرې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۶مه په داسې حال کې شوې چې د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا پوځیان اوکراین ته د جګړې لپاره استول شوي او یا هم هلته د استولو پلان لري.

د جنوبي کوریا مشر یون سوک یول تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل ، ډونالډ ټرامپ لومړنۍ کس و چې د شمالي کوریا د ځواکونو موضوع یې مطرح کړه.

یون دا هم وویل چې اوس، د شمالي کوریا د ښکیلتیا کچې ته په پام سره، د اوکراین د ملاتړ ستراتیژي به په تدریجي ډول تنظیم شي، په دې معنی چې اوکراین ته د وسلو استول امکان هم ردېدلی نه شي.

جنوبي کوریا د روسیې د تېري په وړاندې د اوکرایین له متحدانو څخه شمېرل کېږي، خو تر اوسه یې دغه هېواد ته د وسلو له استولو ډه ډه کړې ده.

جوبايډن ډونالډټرمپ ته مبارکي ورکړې او هغه ته يې سپنې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټیلفون له لارې، په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، بایډن به ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ د ملاقات پر مهال چې ټاکل شوې ژر ترسره شي، د کلیانو او د هغه ټیم ته د سپینې ماڼۍ د ورسپارلو چمتووالی ونیسي.

د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ویلي چې، نوموړی دغه ملاقات ته سترګې په لاره دی او په خبره یې ټرمپ د جوبایډن له‌دې ټیلفوني مکالمې هرکلی کړی دی.

اووه اتیا کلن ټرمپ د نومبر په ټاکنو کې خپلې سیالې کامالا هریس ته ماتې ورکړه او د امریکا د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ ګڼ‌شمېر مشرانو او سیاستوالو هم ټرمپ ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.

بل لورته ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د افغانستان په وخت ماښام مهال ولس ته وینا وکړي چې تر ډېره به پر ټاکنیزو مسلو ورټوله وي.

کامالا هريس ډونالډټرمپ ته د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ورکړې

کامالا هريس
کامالا هريس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په وړاندې خپله ماتې ومنله.

نوموړې خپل سیال منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پرون د ټیلفونې مکالمې له لارې او په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کړي.

هغې ویلي: "د ټاکنو پایله هغسې نه‌دي لکه مونږ چې غوښته، نه هغسې چې مونږ ورته مبارزه وکړه."

خو په وینا یې له امریکایانو سره د کړیو ژمنو څراغ به یې تل بل وي.

مېرمن هریس ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې هغه ته مبارکي ورکړې او سپینې ماڼۍ ته د هغه او د هغه د ټیم په بېرته ورتګ کې یې د مرستې وړاندیز ورته کړی دی.

ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ چې د نومبر د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړي او د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر ايران ته سفر کوي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر وایي چې، په راتلونکو څو ورځو کې به ایران ته ولاړ شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه به له چارواکو سره خبرې وکړي.

رافایل ګروسي د دې سفر خبر پرون د ایټالیا په پلازمېنه روم کې خبریالانو ته ورکړ او ویې ویل، تمه لري چې د امریکا د متحدایالتونو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره رغنده همکاري وکړي.

ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې متخصصین منع کوي چې له غني شویو یورانیمو کتنه وکړي او له څو کلونو راهیسې په ځینو مرکزونو کې د یورانیمو د غني کولو په اړه دې ادارې ته معلومات نه ورکوي.

په دوه زره پنځلسم کال کې نړیوالو له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ چې له‌‌مخې به یې ایران یورانیم تر معین مقدار زیات نه غني کوي او پر ایران به لګول شوي بندیزونه تدریجي لرې کېږي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې په دوه زره اتلسم کال کې له‌دې تړون څخه بهر شو چې تر اوسه د دې اټومي تړون برخلیک سم څرګند نه‌دی.

ډونالډ ټرمپ بياځلې د امريکا ولسمشر وټاکل شو

د اسوشیتید پریس او CNN په ګډون د ډېرو امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو ګټلو لپاره د اړتیا وړ ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو رایي تر لاسه کړي او خپل سیالې کامالا هریس ته یې ماته ورکړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پایلو له رسمي اعلان نه وړاندې ټرمپ خپلو پلویانو او د خپل د انتخاباتي کمپاین ټیم ته د بریا مبارکي ورکړې.

ټرمپ دا وینا د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې د خپلو پلویانو تر منځ وکړه او زیاته یې کړه چې، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان، د بریټانیا لومړي وزیر ک‌یرسټارمرډ، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د ایتالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني، د چک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیالا، د ناټو عمومي مشر مارک روته د نړۍ له هغو رهبرانو څخه دي چې تر اوسه یې ټرمپ ته مبارکي ورکړې.

د نړۍ د رهبرانو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکس‌پاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.

ټاکل شوې چې د متحده‌ایالاتو نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه وکړي او خپل کار پیل کړي.

د ټاکنو د پايلو له اعلان مخکې د نړۍ يوشمېر مشرانو ډونالډ ټرمپ ته د بريا مبارکي ورکړې

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

په‌داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې لا نه‌دي اعلان شوي، د نړۍ یوشمېر مشرانو ډونالډټرمپ ته په‌دې ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د هنګري لومړي وزیر اوربان ویکټور، د بریټانیا لومړي وزیر ک‌یرسټارمرډ، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د ایتالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني، د چک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیالا، د ناټو عمومي مشر مارک روته له هغه رهبرانو څخه دي، چې تر اوسه یې ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده.

د نړۍ د رهبرانو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکس‌پاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG