د سوډان پوځ پرون په پلازمېنه خرطوم کې د ځینو ساحو د نیولو لپاره خپلې هڅې لا سختې کړې.
د سوډان پوځ د یوه عمده پله د نیولو لپاره هوايي حملې او د توغندیو ډزې له تېرې دوشنبې سختې کړې دي.
دغه پُل پر نیل رود تېر شوی او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د پوځ عمده مخالفې ډلې په ولکه کې دی او دا ډله اومدورمن او دوو نورو ښارونو ته له دې لاری خپل اکمالات او تحکیمات کوي، چې تر واک لاندې ساحه یې پراخه شي.
پرون هم په خرطوم کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه د شلو ملکیانو وژل کېدلو راپور ورکړل شو.
د چټک ملاتړ ځواکونه چې په سوډان کې د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د جګړې له پیل سره، د پلازمېنې خرطوم پر زیاتو برخو کنټرول لري، د تازه حملو سخت ځواب ویلی دی.
دا تحرکات د دې سبب شوي، چې د استوګنې په ساحو کې هم سختې جګړې وشي، ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي او نور کسان هم بېځایه شي.
په ختیځ ښار اومدورمن کې فعالان وايي، لږ تر لږه ۹ ملکیان په دې ساحه کې وژل شوي دي.
د نادر عبدالله په نوم یوه ۵۲ کلن ځایي اوسېدونکي د ټلیفون له لارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له هر لوري د ډزو، د توغندیو او هوايي حملو غږونه اورېدل کېږي.
په سوډان کې لانجه وروسته له هغې پیل شوه، چې څلور کاله مخکې عمر البشیر د یوه پاڅون په نتیجه کې له واک څخه وپرځول شو.
بشیر په ۱۹۸۹م کال کې د پوځي کودتا په نتیجه کې واکمن شوی و.
وروسته په ۲۰۲۱م کال کې د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د یوې کودتا په نتیجه کې په ګډه پر قدرت ولکه ټینګه کړه، خو ملکي رهبرۍ ته د قدرت د انتقال پر سر د دواړو لوریو ترمنځ اختلاف پیدا شو، چې په اپرېل میاشت کې دواړه لوري په جګړه واوښتل.
په وروستیو ورځو کې د جګړې هر لوري د جګړې په میدان کې د پوځي پرمختګونو ادعا کوي، خو د کوم لوی پرمختګ څرک نه تر سترګو کېږي.
د سعودي عربستان او د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سولې پر موافقه د سلا کېدو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
ملګرو ملتونو ویلي، په سوډان کې تر څلورو ملیونو ډېر کسان د وروستیو جګړو له کبله بېځایه شوي او تر نهو لکو زیات کسان د سوډان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي چې له وړاندې له شخړو او اقتصادي بحرانونو کړېږي.