د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

نړۍ

د سوډان د جګړې سلمه ورځ؛ ۲۰ ملکیان تازه وژل شوي

د سوډان جګړې تر ۳ میلیونو پورې خلک بې کوره کړي هم دي
د سوډان جګړې تر ۳ میلیونو پورې خلک بې کوره کړي هم دي

په سوډان کې هغه جګړه چې په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوې وه، سلو ورځو ته ورسېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې جګړه کې پلازمېنه خرطوم ویجاړ شوی، په ډارفور کې د قومي تاوتریخوالي زیاتېدو او د څه باندې درېیو ملیونو کسانو د بېځایه کېدو سبب شوې ده.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون شنبه په ډارفور کې د استوګنې پر ساحو د توغوندیو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.

د ډاکټرانو اتحادیې ویلي د شمالي کوردفان ولایت په مرکز العبیض کې د جمعې پر سهار د څلورو روغتونونو پر شا و خوا توغندي لګېدلي او ۴ تنه ملکیان یې وژلي او ۴۵ نور ټپیان کړي دي.

بلخوا په جنوبي ډارفور کې د مدافع وکیلانو اتحادیې ویلي د توغندي په یوه حمله کې ۱۶ ملکیان وژل شوي دي.

په سوډان کې روانه جګړه د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه پیل شوه چې تر اوسه یې په نتیجه کې د فرانسې خبري اژانس په وینا، لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

که څه هم د اوربند څو موافقې شوې دي، خو د راپورونو له مخې په بشپړ ډول نه دي رعایت شوي او جګړې دوام لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین پر ختیځ د روسي ځواکونو راکټي حملې؛ یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

د خارکییف پر سلوبوژانسکي لږ تر لږه پنځه راکټي حملې شوي دي.
د خارکییف پر سلوبوژانسکي لږ تر لږه پنځه راکټي حملې شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې خارکییف ښار ته څېرمه د روسي ځواکونو په تازه راکټي حملو کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سیمې والي اوله سینیهوبوف په ټلګرام کې لیکلي چې نن سهار د خارکییف پر سلوبوژانسکي لږ تر لږه پنځه راکټي حملې شوې دي.

د هغه په وینا، په دغو حملو کې یو تفریح­ځای په نښه شوی او یو ملکي کس یې وژلی، دوه نور ملکیان ټپیان کړي دي.

روسي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکییف، چې د روسیې په ۳۴ کیلومترۍ کې پروت دی، خپلې حملې زیاتې کړې دي.

د جمعې په ورځ په یوه حمله کې چې د خارکییف پر نووباوار ولسوالۍ شوې وه، ۹ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي وو.

د ګرجستان پارلمان له مظاهرو سره سره د "اجنبي عاملانو" لانجمن قانون تصویب کړ

د ګرجستان پارلمان
د ګرجستان پارلمان

د ګرجستان پارلمان له مظاهرو سره سره د "اجنبي عاملانو" لانجمن قانون تصویب کړ.

د ګرجستان د پارلمان مشر شالوا پاپواشویلي وايي، دغه قانون یې خپله لاسلیک کړی دی.

د قانون تر تصویب مخکې په دغه هېواد کې مظاهرې وشوې او په ناټو تړون کې یې د ګرجستان غړیتوب له خطر سره مخامخ کړ.

د ګرجستان ولسمشرې سالومه زورا بیشویلي چې د لوېدیځ ملاتړ کوي دغه قانون ویټو یا کړی او د هغه له توشېح کولو یې ډډه کړې ده.

خو پارلمان د هغې د رد پرېکړه لغوه اعلان کړې ده.

د ګرجستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر یا ولسمشره یو قانون رد او له توشېح یې ډډه وکړي، د رد کولو پرېکړه یې د پارلمان له‌خوا لغوه کېږي او قانون د پارلمان د مشر له‌خوا صادرېږي.

د اجنبي عاملانو پر دغه قانون په پراخه پیمانه انتقاد شوي او د روسیې دا ډول قانون ته ورته بلل شوی چې کرملین د مخالفانو او ډیموکرات اپوزیسیون د ځپلو لپاره ترې کار اخلي.

د دغه قانون له مخې هره غیردولتي موسسه چې خپل څه باندې ۲۰ فیصده تمویل له بهره ترلاسه کوي، باید د اجنبي یا پردي د نفوذ د عامل په توګه ثبت او راجسټر شي.

په مکسیکو کې د لومړي ځل لپاره یوې ښځې د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي

په مکسیکو کې د واکمن ګوند کاندیده کلودیا شاینبوم د ولسمشرۍ د یکشنې ورځې په ټاکنو کې بریالۍ شوه
په مکسیکو کې د واکمن ګوند کاندیده کلودیا شاینبوم د ولسمشرۍ د یکشنې ورځې په ټاکنو کې بریالۍ شوه

په مکسیکو کې د واکمن ګوند کاندیده کلودیا شاینبوم د ولسمشرۍ د یکشنې ورځې په ټاکنو کې بریالۍ شوه او دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره شوه.

د مکسیکو محافظه کاره ټولنه په څه باندې دوو پېړیو کې د نارینه رهبرانو له خوا رهبري کېږي.

د لاتینې امریکا په نورو هېوادونو لکه ارجنټاین، بولیفیا، چیلي، نیکاراګووا، هندوراس، ایکوادور، ایلسلوادور، پانامه، هېتي او کوستاریکا کې ښځې د ولسمشرۍ او رهبرۍ تر څوکۍ رسېدلې دلي.

په مکسیکو کې په ۱۹۵۳م کال کې ښځو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ.

په دغه هېواد کې کوم قانون ښځې د ولسمشرۍ مقام ته له کاندیداتورۍ نه راګرځولې، خو په دغه هېواد کې چې ۱۲۹ میلیونه وګړي لري جنسیتي تبعیض او د نارینه‌وو برلاسي ژورې ریښې لري.

ویل کېږي مېرمن شاینبوم د هغه محبوبیت له کبله چې په نېستمنو خلکو کې لري، بریالۍ شوې ده.

رسنۍ: د سوریې په حلب کې د اسراییل د حملو له کبله ګڼ کسان وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار د سوریې په حلب ښار کې د اسراییل په حملو کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

سانا خبري اژانس په خپل راپور کې د مړو دقیق شمېر نه دی ښودلی، خو وايي چې دغه حملې د حلب د جنوب ختیځ په څنډو کې شوې دي.

اسراییل چې په ځانګړې ډول په سوریه کې د حملو خبرونه نه تاییدوي، سم د لاسه د دغو تازه حملو په باب هم څه نه دي ویلي.

زیلینسکي د سولې سرمشریزې ته د ملاتړ خپلولو لپاره په ناڅاپي سفر فیلیپین ته لاړ

د عکس ښي لور ته د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د عکس ښي لور ته د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د اوکراین په باب د سولې سرمشریزې ته د ملاتړ خپلولو لپاره په ناڅاپي سفر فیلیپین ته لاړ.

ټاکل شوې د اوکراین د سولې په اړه دا سرمشریزه د همدې جون میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه په سویس کې جوړه شي.

زیلینسکي په سینګاپور کې د شانګري­لا ډیالوګ په نوم په کلنۍ امنیتي غونډه کې تر ګډون وروسته د فیلیپین پلازمېنې مانیلا ته ورسېد او د هغه هېواد له ولسمشر فردیناند مارکوس سره یې وکتل.

زیلینسکي تر دې کتنې وروسته په ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی د سولې په باب د نړیوالې سرمشریزې پر جوړېدو او په هغې د کې د اسیا جنوب ختیځو هېوادونو پر ګډون خبرې وکړې.

هغه ویلي، خوشحاله دی چې فیلیپین هم په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.

د جاپان شمال کې زلزله شوې؛ د زیانونو اندازه زیاته ده

په جاپان کې د شوې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په جاپان کې د شوې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د زلزلې ټکانونو نن سهار د جاپان د مرکز په شمالي برخه کې ایشي­کاوا ساحه ولړزوله، په دې ځای کې د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم زلزلې زیانونه اړولي وو.

خو د نننۍ زلزلې د زیانونو اندازه زیاته ده.

د جاپان د جیولوژیکي سروې ادارې نن ویلي، د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۹ درجې دغې زلزلې په نوتو ټاپووزمه کې ځینې ساحې ولړزولې چې وروسته د دوو ساعتونو لپاره د ۴ اعشاریه ۸ درجې نورو زلزلو ټکانونه حس شول.

د څونامي توفان د راوتلو خبرداری نه دی ورکړل شوی.

په واجیما ښار کې پنځه کورونه چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د زلزلې ټکانونو زیانمن کړي وو نړېدلي، خو د نورو لویو ویجاړیو او مرګ‌ژوبلې راپور نه و ورکړل شوی.

د کرکټ نړیوال جام؛ د نامیبیا لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

د نامیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د نننۍ سیالۍ یو انځور
د نامیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د نننۍ سیالۍ یو انځور

د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن نامیبیا وتوانېد عمان ته ماتې ورکړي.

دغه لوبه عمان پیل کړه، چې په شلم اوور کې یې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې لا یې دوه توپونه پاتې وو او ۱۰۹ منډې یې وکړې، نامیبیا هم په شلو اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه، خو په سوپر اوور کې بیا نامیبیا وتوانېد عمان ته ماتې ورکړي.

پرون د کرکټ شل اووره نړیوال جام په دویمه سیالۍ کې کوربه ویسټ اینډیز د ۵ وېکټو په توپیر پاپوانیوګيني ته ماتې ورکړه.

افغانستان به سبا سې شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالي د ویسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره وکړي.

بلېنکن له اسراییلي چارواکو سره په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په تړاو خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ له جګپوړو اسراییلي چارواکو سره په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، بلېنکن د اسراييلو د جګړې د کابینې له وزير بني ګانټز او د اسراييلو د دفاع له وزير يواف ګالانت سره خبرې کړې دي.

په دواړو ټیلیفوني خبرو کې ، بلېنکن د اسراییلو د هغه پلان ستاینه وکړه چې د جوبایډن له‌خوا وړاندې شوی، هغه ویلي، اوس د سخت دریځې ډلې حماس مسؤلیت دی چې یوې موافقې ته ورسېږي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

جوبایډن د جمعې په ورځ په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره درې پړاویز پلان اعلان کړ.

کربي: له پوځي پلوه اسراییل په غزه کې خپل ډېر هدفونه ترلاسه کړي

په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند وایي، له پوځي پلوه اسراییل په غزه کې خپل ډېر هدفونه ترلاسه کړي دي.

جان کربي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د امریکا له "این‌بي‌سي" تلوېزیوني شبکې سره مرکه کې کړي دي.

د جرمني د "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس په وینا، کربي وړاندې ټینګار کړی، متحده ایالتونه دا نه شي ویلی چې حماس سخت دریځه ډله اسراییل ته یو ګواښ نه ده، خو په خبره یې دغه ډله دا وړتیا نه لري چې د تېرې اکټوبر میاشتې د ۷مې نېټې په څېر پر اسراییلو برید وکړي.

حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

حماس د تېر اکټوبر په اوومه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور برمته کړل.

له دغه برید وروسته اسراییل پر غزې غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر واک لاندې دی، تراوسه څه باندې ۳۶ زره فلسطینیان په کې وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په غزه کې د درې پړاوویز اوربند او د برمته شویو د خلاصون د طرحې جزییات اعلان کړل.

که څه هم واشنګټن وایي، اسراییل دغه وړاندیز شوې طرحه تایید کړې، خو د اسراییل د حکومت ځینو توند لارو غړو د شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که وړاندیز شوې طرحه ومنل شي، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له ایتلافه به ووځي.

حماس ډله بیا ټینګار کوي چې د برمته شویو له خلاصون مخکې باید جګړه پای ته ورسېږي.

نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز د پاپوا نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

د وېسټ اینډیز یو لوبغاړی د لوبې پر مهال
د وېسټ اینډیز یو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې کوربه وېسټ اینډیز د ۵ وېکټو په توپیر پاپوا نیوګيني هېواد ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د یکشنبې په ورځ د کربین په ګایانا ټاپو کې ترسره شوه کوربه هېواد پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

د پي‌این‌جي لوبډلې د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې ته سيسي باو ۵۰ او کېپلېن دوریګا ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د وېسټ اینډیز لپاره په توپ اچونه کې الیزاري جوزېپ او انډري رسل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل نه درلود، خو رستن چېز د ۱۹م اور په وروستي توپ یوه منډه جوړه کړه او هدف یې پوره کړ.

نوموړي ۴۲ ناسوځېدلې او برنډن کېنګز ۳۴ منډې وکړې.

د پي‌این‌جي په توپ اچونکو کې اسد والا ۲ لوبغاړي وسوځول.

رستن چېز د دې لوبې د غوره او اسد والا بیا د اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

یادې دواړه لوبډلې به له افغانستان سره هم سیالۍ ترسره کوي.

د ویلو ده چې په سبانیو سیالیو کې به نامیبیا د عمان او سریلانکا د سویلي افریقا خلاف سیالۍ کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG