خبرونه
کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه
سریلانکا افغانستان ته د کرکټ په نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.
په هامبانټوټا میدان کې د دې لوبې پچه یا ټاس سریلانکا وګاټه او د بېټېنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۳ منډې وکړې.
افغانستان وتوانېد تېره جمعه په خپله لومړۍ مسابقه کې دغه هېواد ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړي.
دواړه هېوادونه به د راروانې چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي.
که افغانستان یوه بله مسابقه هم وګټي د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین: د روسیې ۱۷ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې
اوکراین وايي، د هوایي مدافعې ځواک یې د روسیې له هغو ۲۲ ډرونونو څخه چې د دې هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې ؛ ۱۷ ویشتلي او له منځه وړي دي.
د اوکراین پوځ نن پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې چې دا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کییف، پولتاوا، خمیل نیتڅکي، چرکاسي، کیرو ووهراد، دنیپرو پتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شوې.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پر خارکییف او سومي سیمو هم د ۷ توغندیو په وسیله حملې وشوې.
د اوکراین پوځ د دې حملو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سومي سیمې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د سیمې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.
طالب چارواکي: بدخشان کې مو د یوه تاریخي اثر د قاچاق مخه نیولې ده
په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د هغه تاریخي اثر د قاچاق مخه یې نیولې ده چې ۳۳۴ کاله لرغونتوب لري.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي؛ د بدخشان ولایت د استخباراتو د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې دا اثر یوځانګړی کاغذ دی چې ۹ متره اوږدوالی او ۴۰ سانتي متره سور لري او وزن یې ۳۰۰ ګرامه دی.
د خبر له مخې، پر دې کاغذ د سروزرو او لاجوردو په اوبو د پیغمبرانو شجرې لیکل شوې دي.
د طالبانو دفاع وزارت: پر پاکستاني ځواکونو مو ځوابي بريدونه کړي
د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د پاکستاني الوتکو د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
دې وزارت په خپله ایکسپاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د وی سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل. "
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، د دوی دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، طالب ځواکونو نن سهار په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته کړې.
تر اوسه دواړو لوریو ته د دې نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه دقیق او رسمي ارقام نه دي خپاره شوي.
اردن: سوریې سره د پولې اوږدو کې مو د نا معلومو سرچینو د الوتکو شکمن حرکتونه کشف کړي
د اردن پوځ نن دوشنبه ویلي چې د هوايي مدافع رادار دستګاه یې د سوریې د پولې په اوږدو کې د یوې نامعلومې سرچینې د الوتکو مشکوک تحرکات کشف کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، عیني شاهدانو ویلي، هغه جټ الوتکې چې ویل کېږي د اردن به وې د اردن د اربد ښار پر فضا او د سوریې پولې ته څېرمه په هوا کې د ګرځېدو په حال کې لیدل شوي دي.
د اردن پوځ وايي، د هوايي ځواک هغو الوتکو ته کوم خطر متوجه نه و چې د هوايي حریم د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره یې الوتنه کړې وه.
اردن نه دي ویلي چې دغه تحرکات د کوم هېواد له خوا وو.
یونیسف: غزه کې د اسراییل د عملیاتو پر مهال تر ۱۳ زرو زیات ماشومان وژل شوي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۱۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په غزه کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او حتی د ژړا انرژي هم نه لري.
د یونیسف اجرایه مشرې کاترین رسل (Catherine Russell) د امریکا له CBS نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې پرون وویل، په زرګونو نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم په دې نه پوهېږي چې چېرې دي، هغوی ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.
د هغې په وینا، دوی د نړۍ په یوه شخړه کې هم د ماشومانو دومره لوی شمېر مړینه نه وه لیدلې.
پر اسراییل په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې، په غزه کې د لوږې زیاتېدو او د مرستو د مخنیوي له کبله په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.
روسیه؛ پوتین د ټاکنیزو پایلو اعلان سره خپله واکمني ۶ کاله نوره هم وغځوله
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو په ګټلو سره خپله واکمني د شپږو نورو کلونو لپاره وغزوله.
دا په روسیه کې په شدت کنټرول شوې ټاکنې ګڼل شوي چې په لړ کې یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي دي.
د څه باندې ۶۰ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ فیصده رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ فیصدو یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.
۷۱ کلن پوتین له ۲۰۰۰م کال راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی.
په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ ملیونه و.
درې کاندیدان د پوتین په وړاندې درېدلي وو چې ویل کېږي کرملین ته نږدې کسان دي.
سویډن کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول
سویډني رسنۍ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکوي.
د سویډن رادیو راپور ورکړ چې د مارچ په پنځلسمه په افغانستان کې د دغې کمېټې فعالیت درول شوی.
د دې اقدام اصلي لامل نه دی څرګند، خو رسنۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې د سویډن کمېټې د کار جواز لغوه کړی دی.
د سویډن راډیو د راپور له مخې، د طالبانو حکومت په تېر کې غوښتل چې د دغې کمېټې کار ودروي او اوس دا اداره نه پوهېږي چې څنګه د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د دغې کمېټې د مشر اندریس سټیفنسن له قوله ویل شوي چې دوی نه شي کولای خپل کارکوونکي له خطر سره مخامخ کړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ۱۹۸۰ کال کې خپل فعالیت پیل کړ، خو په وروستیو دوو کلونو کې یې کار د طالبانو له خوا محدود شو.
کرکټ؛ افغان لوبډلې په دویمه شل اوره سیالۍ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اووره لوبه کې ایرلند ته ماته ورکړه او تمه ده نن شپه درېیمه ورسره وکړي.
په بېګانۍ لوبه کې افغان ټيم خپل سیال ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکړی و. په ځواب کې د ایرلند لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې او لوبه یې د لسو منډو په توپیر وبایلله.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر راشدخان په څلورو اورونو کې ۴ وېکټې واخیستې او یواځې ۱۴ منډې یې ورکړې.
هغه په بټنګ کې هم وړتیا وښوده او په ۱۲ بالونو یې ۲۵ منډې کړې وې. په توپ وهنه کې بل افغان لوبغاړي محمد نبي هم ۵۹ منډې کړې وې.
تمه ده د افغانستان او ایرلند ټیمونه د نن شپې ګټونکې لوبډله د سیریز اتله شي ځکه لومړنۍ لوبه ایرلند ګټلې وه او دویمه لوبه کې افغانستان بریا ته ورسېد.
د مقاومت جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۲ طالب ځواکونه وژلي
د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې په شپه یې په کابل کې دوه طالب ځواکونه وژلي دي.
دې جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دا دوه غړي یې د کابل په هودخېلو کې هدف ګرځولي.
په دې اړوند مقاومت جبهې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې په یوه موټر کې چاودنه ښيي.
تر دې مخکې هم د راپورونو له مخې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ځینو چک پاینټونو د لاسي بمونو بریدونه شوي.
طالبانو د بېګاني برید په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په اکثرو داسې بریدونو کې چې د مقاومت یا ازادۍ جبهو یې ادعاوې کړي وراوښتې مرګژوبله رد کړې ده.
د خوست په یوه سوداګریز مارکېټ کې اور لګیدلی
په خوست ښار کې د یکشنبې په شپه یو سوداګریز مارکېټ اور اخیستی وو.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې څو ساعته وخت یې ونیوه څو د اور وژنې ټیم دا اور مهار کړي.
په خواله رسنیو هم د دې اور اړوندې ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېدلې.
د راپورونو په اساس، اور د افغان پلازه په نوم په یوه مارکېټ کې لګېدلی و.
په دې مارکېټ کې د جامو ګنډلو او رختونو دوکانونه وو چې معمولا د اختر په درشل کې پکې ګڼه ګوڼه هم وي.
لا د اوښتیو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.